د ټیګونو ارشیف : عمران خان

مولانا فضل الرحمن د حکومت ضد ازادي مارچ ختم او په ټولو ښارونو کې د مظاهرو اعلان وکړ

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۸ل): د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن په اسلام اباد کې د حکومت خلاف د اپوزيسيون ګوندونو «ازادي مارچ» د ختمولو او پر ځای يې په ټول هېواد کې د حکومت ضد لاريونونو او احتجاجي ناستو اعلان وکړ. مولانا فضل الرحمن شېبه مخکې اسلام اباد کې د ازادي مارچ ...

نور ولوله »

مولانا فضل الرحمن: د عمران خان حکومت باید ړنګ شي، بله لاره يې نشته

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ لړم، ۱۳۹۸ل): پاکستان کې د جمعيت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن ويلي، د لومړي وزير عمران خان په مشرۍ حکومت ناروا دی او د دې ناجائز حکومت په شتون کې د هېواد وضعيت ورځ تر بلې خرابيږي او بايد دا حکومت ړنګ شي. مولانا په اسلام اباد کې د خپلو لکونو پلويانو ...

نور ولوله »

اسلام اباد: د مولانا فضل الرحمن له لوري حکومت ته د خبرداري وروستۍ ورځ ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ لړم، ۱۳۹۸ل): پاکستان کې د جمعيت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن دوه ورځې مخکې حکومت ته خبرداری ورکړی و، که تر دوو ورځو يې استعفا ونه کړه، پر خلاف به يې سختې پرېکړې وکړي او نن د دغه خبردراي وروستۍ ورځ ده. مولانا فضل الرحمن ويلي و، که تر دوو ورځو پورې د ...

نور ولوله »

زلمي خلیلزاد له عمران خان سره لیدلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ لړم، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» په اسلام اباد کې د پاکستان له لومړي وزیر «عمران خان» سره لیدلي او د افغان سولې په تړاو ورسره غږېدلی. د «ایکسپریس ټریبون» ورځپاڼې د راپور په اساس، په دې لیدنه کې د پاکستان لومړي وزیر د ...

نور ولوله »

د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د حکومت مخالفو ګوندونو «ازادي مارچ» لاریون پيل کړی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۵ لړم، ۱۳۹۸ل   :(د پاکستان جمعيت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د حکومت پر ضد «ازادي مارچ» لاریون له کراچۍ پيل کړی او د اپوزيسيون نورو ګوندونو هم د حکومت ضد لاریون کې د مولانا فضل الرحمن ملاتړ کړی دی. د اپوزيسيون ستر سياسي ګوندونه مسلم ليګ نواز، پيپلز ګوند، د اسفنديار ولي خان ...

نور ولوله »

اسلام اباد: د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ اپوزيسيون ګوندونه د حکومت پر ضد پراخ لاريونونه پيلوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ تله، ۱۳۹۸ل): پاکستان کې جمعيت علمای اسلام ګوند په مشرۍ د اپوزيسيون نورو ګوندونو هم په ګډه د لومړي وزير عمران خان د حکومت پر ضد د پراخو لاريونونو پيلولو اعلان کړی او دغه لاريون يې «د ازادۍ مارش» بللی دی. د پاکستان سترو اپوزيسيون ګوندونو د نواز شريف په مشرۍ مسلم ليګ نون، د ...

نور ولوله »

عمران خان د سعودي پاچا او وليعهد سره ليدلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۴ تله، ۱۳۹۸ل): د سعودي او ایران ترمنځ د تاوتريخوالي کمولو او سيمه کې د ثبات ټينګولو په موخه د پاکستان لومړی وزير عمران خان له ايران وروسته تېره ورځ سعودي عربستان ته تللی او هلته يې له پاچا سلمان بن عبدالعزيز، وليعهد محمد بن سلمان او نورو چارواکو سره ليدلي دي. د پاکستان د لومړي ...

نور ولوله »

د سعودي او ایران تاوتريخوالي کمولو په موخه عمران خان له ایراني چارواکو سره ليدلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲ تله، ۱۳۹۸ل): د پاکستان لومړي وزير عمران خان د سعودي او ایران تاوتريخوالي د کمولو په موخه د ایران له مذهبي مشر اية الله علي خامنه يي او ولسمشر حسن روحاني سربېره نورو ایراني چارواکو سره ليدلي دي. له لومړي وزير عمران خان سره په دې سفر کې د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي، ...

نور ولوله »

عمران خان: د سعودي او ایران ترمنځ منځګړيتوب لپاره دواړو هېوادونو ته سفر کوم

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ تله، ۱۳۹۸ل): د پاکستان صدر اعظم عمران خان ويلي، د ایران او سعودي ترمنځ د پيدا شوي تاوتريخوالي د حل په موخه دواړو هېوادونو ته سفر کوي. د عمران خان ځانګړي مرستيال نعيم الحق په اسلام اباد کې رسنيو ته ويلي، صدر اعظم به سبا يکشنبه ایران ته ولاړ شي، هلته به د دغه هېواد ...

نور ولوله »

عمران خان: طالبان اوس هم د سولې تړون ته ژمن دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷ تله، ۱۳۹۸ل): د پاکستان صدر اعظم عمران خان ويلي، د افغانستان کشاله د جګړې له لارې نه ګټل کيږي او ټينګار يې کړی، چې د امریکا او طالبانو درېدلې خبرې بايد بېرته پيل شي. عمران خان تېره ورځ د امريکا کانګريس يو شمېر غړو سره د خبرو پر مهال ويلي، طالبان د افغانستان کشالې سوله ...

نور ولوله »