د ټیګونو ارشیف : عمري عمليات

بګرام : د بهرني سرتيرو پر پوځي قطار چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږی ۱، ۱۳۹۵ل):نن مازديګر شاوخوا ۵ بجې د پروان ولايت بګرام ولسوالۍ پل سياد سيمه کې د بهرنيو ځواکونو په پوځي قطار سرتيری بريد شوی. سرتېری بريد د موټربم په واسطه شوی او د بريد مسؤليت طالبانو منلی. چارواکي د بريد پخلی کوي او وايي درې تنه سرتيري په کې ټپيان شوي. د بګرام ولسوال عبدالشکور ...

نور ولوله »

چارواکي : طالبانو جګړه د ۵ ولايتونو تر مرکزونو رسولې / ځانګړی راپور

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۱۹مه ۱۳۹۵ل):چارواکي وايي طالبانو د عمري عملياتو په لړ کې د پيل شوو جګړو لړۍ دا مهال د ۵ ولايتونو تر مرکزونو را رسولې. ويل کيږي طالبان دا مهال د هلمند مرکز لښکرګاه سربيره د کندوز ، بغلان ، غزني او لغمان ولاياتو مرکزونو ته څېرمه له امنيتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي. ...

نور ولوله »

کندهار: طالبانو د یوې قرارګاه او ۲۴ پوستو د نیول کېدو خبر ورکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۶مه، ۱۳۹۵ل): طالبان وايي چې د کندهار په شاولیکوټ کې يې یوه مهمه قرارګاه او ۲۴ پوستې نیولې دي. د طالبانو د خبرپاڼې له مخې دوی د عمري عملیاتو په لړ کې د یادې ولسوالۍ د البک په سیمه کې ترینکوټ ته پر غځېدلې لار امنیتي پوستې تر برید لاندې ونیولې، چې د يوې قرارګاه ...

نور ولوله »

د کندوز ولايتي شورا: یوازې دېرش سلنه ولایت د دولت په واک کې دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۲۹مه، ۱۳۹۵ل): د کندوز ولايتي شورا وايي چې د دې ټول ولایت یوازې دېرش سلنه له دولت سره دی او پر نورو ساحو يې د طالبانو واک دی. د کندوز د ولايتي شورا رییس محمد یوسف ایوبي نن په کابل کې یوې خبرې ناستې ته وویل چې یوازې د کندوز ښار د دولت په واک ...

نور ولوله »

مشرانو جرګه: شمال کې جګړه خورا اندېښمنوونکې ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۲۹مه، ۱۳۹۵ل): د مشرانو جرګې غړي وايي په شمال کې د طالبانو د نویو عملیاتو له پیل سره سم جګړې زور اخیستی چې خورا اندېښمنوونکې ده. د دوی په خبره، په کندوز، جوزجان او سرپل کې همدا مهال شدیدې نښتې روانې دي، چې باید حکومت ورته جدي پام وکړي. د مشرانو جرګې منشي عبدالله قرلق ...

نور ولوله »

کندوز: طالبانو په ټول ولایت کې د ۳۰ پوستو د نیولو دعوه کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۸مه، ۱۳۹۵ل): طالبانو د عمري عملیاتو په ترڅ کې تېره ورځ کندوز کې خونړۍ جګړه پیل کړه، چې لا هم روانه ده. په دې جګړه کې تېره ورځ طالبانو په ټول ولایت کې د ۳۰ پوستو د نیولو خبر ورکړی، خو دولتي سرچينو بیا د پنځوسو طالبانو د وژل کېدو دعوه کړې ده. طالب ویاند ...

نور ولوله »

امریکا: د طالبانو د عملیاتو پر وړاندې د افغان عسکرو ملاتړي يو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۲۵مه، ۱۳۹۵ل): د طالبانو د پسرلنيو عملیاتو د اعلان په غبرګون کې امريکايي چارواکو ويلي چې دوی به د خپلو روزل شويو عسکرو تر شا ولاړ وي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د عمري عملیاتو اعلان یو تکراري کار بللی او ویلي يې دي چې کومه نوې خبره نه ده. د امریکا ...

نور ولوله »

بغلان: طالبان وايي اربکیان يې له دریو مرکزونو شړلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۲۵مه، ۱۳۹۵ل): د بغلان په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې طالبانو د اربکیانو درې مرکزونه له منځه وړي. طالبانو تېره ورځ عمري عملیات پیل کړل، چې په ترڅ کې يې په ګڼو سیمو کې د دوی پر قول د اربکیانو ټغر ور ټول کړ. د مرکزي بغلان په نوروزیو سیمه کې يې د اربکیانو درې مرکزونه ...

نور ولوله »

کورنیو چارو وزارت د طالبانو نوي عملیات تبلیغات بللي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۲۴مه، ۱۳۹۵ل): د کورنیو چارو وزارت د طالبانو د نويو علمیاتو په غبرګون کې ويلي چې دا یوازې تبلیغاتي هڅه ده. طالبانو نن سهار تر «عمري» نوم لاندې نوي عملیات اعلان کړل، چې تر اوسه يې په جوزجان کې د اقچې، کونړ کې د دانګام او کاپیسا کې د تګاب د محاصرې خبرونه ورکړي ...

نور ولوله »

طالبانو په کونړ کې دانګام او کاپیسا کې تګاب ولسوالۍ محاصره کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۲۴مه، ۱۳۹۵ل): طالبانو د خپلو نویو علمیاتو له پیل سره سم، د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې پر امنیتي ځواکونو بريدونه پیل کړي دي. په کونړ کې دانګام او کا پیسا کې تګاب ولسوالۍ له سهار راهیسې د طالبانو تر بريدونو لاندې دي. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي چې ...

نور ولوله »