د ټیګونو ارشیف : غزني

غزني: حکومت د خواجه عمري ولسوالۍ د بېرته نیولو دعوه کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳وری، ۱۳۹۷ل): د غزني ځايي اداره دعوه کوي، چې د خواجه عمري ولسوالۍ يې بېرته له طالبانو نیولې ده. طالبانو تېره شپه د خوجه عمري ولسوالۍ پر مقام، امنیه قومندانۍ او دفاعي پوستو ډله ییز بریدونه پیل کړل، چې په پایله کې دولتي ځواکونه تېښتې ته اړ شول. طالبانو په جګړه کې د ۲۰ عسکرو د ...

نور ولوله »

غزني: د خواجه عمري سقوط کې، ولسوال او د امنیت امر وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳وری، ۱۳۹۷ل): تېره شپه د غزني ولایت پر خواجه عمري ولسوالۍ د طالبانو په برید کې د نورو امنیتي ځواکونو تر څنګ د دې ولسوالۍ ولسوال او د امنیت امر هم وژل شوي دي. د غزني امنیه قومندان جنرال محمد زمان د پېښې د دقیقو تلفاتو په اړه څه نه وايي، خو وايي چې د ملي ...

نور ولوله »

غزني: د ۸۲۰ ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ګوته یو بل ته نيول کېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲وری، ۱۳۹۷ل): د غزني د عامې روغتيا مسوولین وايي، چې په تېر ۱۳۹۶لمريز کال کې د دې ولایت په ګوټ ګوټ کې د دوی د ‏شمېر له مخې ۸۲۰ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده‎. ‎ د عامې روغتیا رییس ډاکټر نېکمل پرون ازادي راډيو ته ويلي، چې د تېر کال په جګړو کې ...

نور ولوله »

د غزني امنیه قومندانۍ پر لاریونونو بندیز لګولی

نن ټکی اسیا (چهار‌شنبه، ۲۳کب، ۱۳۹۶ل): د غزني د قره باغ ولسوالۍ زرګونه اوسېدونکو تېره ورځ ناوخته خپل پیل کړی لاریون پای ته ورساوه او حکومت ژمنه ورکړه، چې د شېراباد د پېښې ټول عاملین به نیسي او سزا به ورکوي. د غزني امنیه قومندانۍ په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې له دې وروسته هېڅوک لاریون نه شي کولی ...

نور ولوله »

غزني: د قره باغ د پېښې په تړاو څلور تنه نیول شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰کب، ۱۳۹۶ل): د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وايي، د قره باغ د شېراباد کلي د پېښې په تړاو یې څلور تنه شکمن کسان نیولي دي. دی وايي، له څلورو کسانو یې یو په کابل، یو یې د غزني په ښار او دوه تنه نور یې د قره باغ ولسوالۍ اړوند سیمو کې نیولي. ...

نور ولوله »

غزني: اندړو کې پنځه اربکیان وژل شوي، پنځه ټپیان شوي دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹ کب، ۱۳۹۶ل): د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې پنځه اربکیان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي. د غزني د ولایتي شورا مرستیال امان الله کامراني وايي، تېره شپه د اندړو ولسوالۍ اړوند په ارزو سیمه کې طالبانو د اربکیانو پر پوستو برید کړی، چې لسو تنو اربکیانو ته ...

نور ولوله »

غزني: لاریون کوونکو د کابل ـ کندهار لاره په مشروط ډول خلاصه کړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶کب، ۱۳۹۶ل): د غزني د قره باغ ولسوالۍ زرګونه لاریون کوونکو نن ماښام ۷ بجې د کابل ـ کندهار لویه لاره په مشروط ډول د ترافیکو پرمخ خلاصه کړه. لاریون کوونکو له تېرو پنځو ورځو راهیسې د غزني په ښار کې د تحصین کېږدۍ وهلې او په قره باغ کې د اربکیانو له لوري د شوي ...

نور ولوله »

کابل: د غزني د ولسونو په ملاتړ لاریون روان دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۶ل): غزني کې د حکومت پر ضد لاریون څلورمې ورځې ته وغځيد، چې ههممهال ورسره په پلازمېنه کابل کې هم لسګونو ځوانانو دا غږ بدرګه کړ. دوی د غزني په قره باغ کې د اربکیانو له لوري د یوې مېرمنې، ماشوم او یو ځوان وژنه لوی جنایت بولي او پر حکومت غږ کوي چې ...

نور ولوله »

د غزني په لاریون کوونکو برید شوی/ ویډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۶ل): بېګاه شپه ۱۲ بجې د غزني په ښار کې پر لاریون کوونکو ډزې شوي، چې ګڼ شمېر لاریون کوونکي یې ټپیان کړي او ځینې کېږدۍ یې ورسوځولي دي. لاریون کوونکي وايي، تېره شپه د اردو عسکرو له لوري د دوی پر کېږدیو بریدونه وشول او ګڼ شمېر لاریون کوونکي یې ټپیان کړل. په ...

نور ولوله »

غزني: د اربکیانو پر ضد لاریون نن هم روان دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴کب، ۱۳۹۶ل): د غزني د قره باغ ولسوالۍ زرګونه اوسېدونکو لاریون نن درېیمې ورځې ته هم غځېدلی او د کابل ـ کندهار لویه لاره یې د ټرافیکو پرمخ تړلې ده. د قره باغ ولسوالۍ د شېراباد کلي اوسېدونکي وايي، د نیختي کلي هزاره اربکیانو د ابراهیم په نامه د یوه تن پر کور برید کړی، یوه ...

نور ولوله »