د ټیګونو ارشیف : غزني

پر عروس البلاد د سپینو بیرغونو رپرپا

حبیب مجاهد غزنی د هیواد تاریخي ښار، د اولیاوو وطن، د غزنوي امپراطورۍ پایتخت، عروس البلاد او د اسلامي تمدن پلازمینه د هیواد یو له هغو ښارونو شمیرل کیږي چې نړیوال شهرت لري او د اسلامي نړۍ پیژندل شوې سیمه ده. تېره ورځ طالب مجاهدینو د سپین بیرغونو په بدرګه په دې ښار هجوم ورووړ. لومړی یې د غزني په ...

نور ولوله »

غزني: طالبان وايي ۱۱۷ عسکرو له جګړې لاس واخیست

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰زمري، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي په غزني کې د دوی د بلنیز کمیسیون د عفوې له اعلان وروسته ۱۱۷ تنه د ملي اردو، پولیسو او ملي امنیت عسکرو وسلې پر ځمکه ايښې او د تسلیمۍ لاسونه يې پورته کړي دي. ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، دوی ورته هرکلی ویلی او د خوندیتوب ډاډ يې ورکړی ...

نور ولوله »

د غزني د جګړې وروستي جُزئیات

شاهد (غزنیوال) تیره ورځ طالبانو د غزني په ښار له څلورو خواوو پراخ برید وکړ چې د غزني ښاریانو په وینا يې وکړای شول په ښار کې تر حساسو دولتي مراکزو ځان ورسوي. دا برید چې د وړمې شپې په دوونیمو بجو پیل شوی و د دې لیکنې تر لیکلو پوري په چټکي سره دوام لري. د دولتي ویندویانو ادعاء ...

نور ولوله »

غزني: اجرستان کې موټر بم برید او د ۲۵ کمانډویانو ژوندي نیول کېدل

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰زمري، ۱۳۹۷ل): له دې سره هم مهاله چې د غزني ښار په منځ کې پر ولایت مقام او حرام سرای جګړه روانه ده، طالبانو د دې ولایت په یوه لرې پرته ولسوالۍ اجرستان کې هم پوځي قرارګاه نیولې او ۲۵ کمانډو عسکر يې ژوندي لاسونو ته ورغلي. دغه ولسوالۍ چې د طالبانو په تشکیلاتو کې د ...

نور ولوله »

طالبانو د غزني ښار اکثرو سیمو نیولو وروسته د عفوې اعلان کړی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۹ زمری، ۱۳۹۷ل): د طالبانو د دعوت او ارشاد کمیسون د یوې اعلامیې په ترڅ کې هغه شمیرې په ډاګه کړي چې په غزني ولایت کې د ملي اردو او پولیسو منسوبین ورسره اړیکي نیولای شي او ځان تسلیمولای شي. د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ملي اردو په ...

نور ولوله »

طالبانو ترانسپورټي شرکتونو ته د کندهار او کابل پر لاره د نه سفر توصیه کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۹ زمری، ۱۳۹۷ل): د طالبانو د ملکي تلفاتو کمیسون څخه په نشر شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دوی تېره شپه په کابل او کندهار ښارونو کې ترانسپورتي شرکتونو ته خبر ورکړی وو چې د کندهار او کابل پر لاره دي سفرونه متوقف کړي تر څو د ملکي تلفاتو مخنیوی وشي. په خبرپاڼه کې ویل شوي ...

نور ولوله »

غزني: طالبان د ولایت مقام دروازې ته په نږدې کېدو دي

نن ټکی اسیا (جمعه ۱۹زمري، ۱۳۹۷ل): تېره شپه شاوخوا دوه بجې د غزني ښار د طالب ځواکونو تر برید لاندې راغی، چې دم ګړۍ د ولایت مقام دروازې ته رسېدلي دي. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد نږدې څلوېښت دقیقې وړاندې پخپله ټویټرپاڼه ولیکل، چې د دوی سرتېري حرام سرای ته رسېدلي، چېرته چې د ولایت مقام دویمه دروازه هم موجوده ...

نور ولوله »

طالبان: غزني کې د امریکایانو پي آر ټي وسوځېده

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۹ زمری، ۱۳۹۷ل):  د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لیږلې خبر پاڼه کې ویلي چې تېره شپه د غزني په ښار په عملیاتو کې د دې ښار په جنوب لویدیځ کې پرته د امریکایانو پي آر ټي مرکز هم د طالبانو تر واک لاندې راغلی دی. طالبان وایي د جګړې په ترڅ کې ...

نور ولوله »

عاجل خبر: طالبانو د غزني ښار ډیرې برخې ونیولې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۹ زمری، ۱۳۹۷ل): له غزني ښار څخه راپورونه وایي چې تېره شپه طالبانو له څو خواوو په دې ښار برید کړی او د ښار ډیری سیمې یې تر خپل کنترول لاندې راوستي دي. نن ټکی اسیا ته د رسیدلیو معلوماتو له مخې طالبانو د غزني ښار پي آر ټي، امنیه قومنداني، بالاحصار او اکثره حوزې نیولي ...

نور ولوله »

غزني کې د طالبانو بریدونو امنیتي ځواکونو ته درانه تلفات اړولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶زمري، ۱۳۹۷ل): د غزني ولایتي شورا وايي طالبانو تېره شپه د جغتو ولسوالۍ په قیاق سیمه کې پر پوستو بریدونه کړي او شپږ پوستې يې د اور خوراک کړې دي. د غزني د ولایتي شورا رییسه لطیفه اکبري وايي، طالبانو تېره نیمه شپه په دې سیمه کې پر پوستو بریدونه وکړل. د جغتو ولسوالۍ اوسېدونکی ...

نور ولوله »