د ټیګونو ارشیف : غور

طالبان: د غور والي نه دی وژل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳لېندۍ، ۱۳۹۷ل): تيره شپه يو شمير رسنيو د طالبانو له لوري د غور ولايت والي مولوي عبدالقيوم روحاني د وژل کېدو خبرونه خپاره کړل چې طالبانو يې په اړه غبرګون وښود. طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي چې مولوي عبدالقيوم روحانی نه دی وژل شوی او نوموړی ژوندی دی. قاري محمد يوسف ...

نور ولوله »

غور: د 847 ښوونځیو له جملې یې 720 ودانۍ نلري

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د غور ولایت سیمه ايز چارواکي مني چې، د دغه ولایت 70٪ سلنه ښوونځي ودانۍ نلري. د غور ولایت اوسیدونکي او مدني فعالان وایی، په ولایت کې یې د پوهنې وضعیت د اندېښنې وړ دی، دوی وايي چې د ښوونځیو د ودانیو د نه شتون له امله یې ماشومان له ګڼو ستونزو سره مخ ...

نور ولوله »

غور؛ ځانګړي ځواکونه د اربکی قومندان په نیولو کې بې وسه شول

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱تلې، ۱۳۹۷ل): د غور په لعل‌وسرجنګل ولسوالۍ کې اربکی قومندان علي‌پور له ځانګړو ځواکونو سره له جګړې وروسته د ارام سا واخیسته. هغه چې د اجراییه ریاست د مرستیال محمد محقق نږدې کس بلل کېږي، په سیمه کې د خلکو په لوټ، وژلو او ان ناموس لوټلو تورن دی. د غورو چارواکو نږدې اوونۍ وړاندې وویل، ...

نور ولوله »

محمد محقق پر اربکي قومندان «علي‌پور» د ځانګړو ځواکونو برید غندلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵تلې، ۱۳۹۷ل): د اجراییه ریاست مرستیال محمد محقق وايي، پر اربکي قومندان علي‌پور د ځانګړو ځواکونو برید د غندلو وړ دی. هغه ویلي، په دې برید کې ملکي کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او ملکي هستوګنځایونه لوټل شوي دي. محمد محقق ویلي، چې د لعل‌وسرجنګل ولسوالۍ نه ورته تلیفوني معلومات رسېدلي چې ځانګړو ځواکونو د دې ولسوالۍ ...

نور ولوله »

غور: پر اربکي قومندان د ځانګړو ځواکونو برید شپږ تنه وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴تلې، ۱۳۹۷ل): غور کې د ځانګړو ځواکونو او اربکي قومندان تر منځ جګړه کې د دوو مېرمنو په ګډون شپږ تنه وژل شوي دي. غور کې ځايي چارواکو د مشهور اربکي قومندان علي‌پور د نیولو خبر ورکړ، چې هغه يې پر وړاندې مسلح غبرګون وښود. د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي د جګړې او ...

نور ولوله »

غور: دولتیار کې ۵۰ اربکیانو خپلې وسلې پر ځمکه ايښې

اربکیان

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲وږي، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي د غور په دولتیار کې ۵۰ اربکي وسله‌وال ورته تسلیم شوی دی. د طالبانو د خبرپاڼې له مخې دا کسان د قومندان محمد نسیم کهزاد تر لاس لاندې و، چې د یادې ولسوالۍ په سمک سیمه کې يې واک درلود. خبرپاڼه لیکي: «د محمدنسیم کهزاد ۵۰ تنه ملګري له خپلو ټولو وسلو ...

نور ولوله »

غور: دولینه کې پنځو قومندانانو او ملګرو يې وسلې پر ځمکه ايښې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸زمري، ۱۳۹۷ل): د غور په دولینه کې د اربکیانو پنځو قومندانانو له خپلو لسګونو ملګرو سره وسلې پر ځمکه ايښې او د طالبانو ملګري شوي دي. د دولینه په خواجه ګان، سوخته، سلمین او نادانک سیمو کې د اربکیانو پنځه تنه قومندانان له شاوخوا ۶۰ ټوپکیانو سره طالبانو ته تسلیم شوي دي. د طالبانو د خبرپاڼې ...

نور ولوله »

د غور خلګو له طالبانو سره د ۱۱۸۵ میله وسلو مرسته وکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶زمري، ۱۳۹۷ل):د غور ولایت په مرکز فیروز کوه کي د بیدان ، سردشت ، بایکان ، شب شده ګي ، غلام حسنااو کشکک د کلیو اوسیدونکو له طالبانو خپل ملاتړ اعلان کړی دی . ویل کیږي چي د یادو کلیو اوسیدونکو د خپل قومي مشر حاجي عبدالرحمن چي له روسانو سره د جهاد په مهال د ...

نور ولوله »

طالبانو یو اربکی قومندان وژلی او ۱۰ يې ژوندي نیولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،۳زمري، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي غور ولایت کې د دوی پر کمین ور برابر شوي ۱۰ اربکیان يې ژوندي نیولي دي. د طالبانو د خبرپاڼې له مخې دغه اربکیان د چهارسدې ولسوالۍ په پای بیشه سیمه کې د دوی ګوتو ته ورغلل. خبرپاڼه لیکي، په یاده سیمه کې «۱۰ تنه مزدور اربکیان د کمین په ترځ کې ژوندي ...

نور ولوله »

غور: چهارسده کې د پولیسو او اربکیانو تر منځ جګړه شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د غور په چهارسده کې د وژل شوي ولسوال د ملاتړو پولیسو او اربکیانو تر منځ جګړه کې دوه تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. د غورد والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي پولیس دعوه کوي چې اربکیانو له طالبانو سره د میرزا محمد ابراهیم په وژلو کې مرسته کړې، چې له امله ...

نور ولوله »