د ټیګونو ارشیف : غور

طالبانو د غور پيښه یوه قومي شخړه وبلله او خواشیني يې وښودله

نن ټکی اسيا (چهار شنبه، لړم ۵مه، ۱۳۹۵ل): طالبانو د غور ولایت په مرکز چغچران کې د فیروزکوه د سیمي پيښه په اړه ویلي چې دوی سخت ټکان خوړلی او خواشیني شوي دي. د طالبانو ویاند قاري یوسف نن ټکی اسیا ته په را لیږلي خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پيښه تر ډیره د قومي اختلاف له وجي را منځته ...

نور ولوله »

په غور کې داعش وسلوالو ۳۶ ولسي وګړي وژلي

نن ټکی اسيا (چهار شنبه، لړم ۵مه، ۱۳۹۵ل): د غور ولایت چارواکو نن د چهارشنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې داسلامي دولت ډلي (داعش) وسلوالو ۳۶ ولسي وګړي تر برمته کولو ورسته په ډزو وژلي دي. د راپورنو سره سم پيښه د غور ولایت په مرکز چغچران کې د فیروز کوه په نامه سیمه کې تیره شپه را منځته ...

نور ولوله »

غور : د امنيې قومندانۍ د امنيت امر د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۲۶مه ۱۳۹۵ل): د غور د امنيه قومندانۍ د امنيت امر چې تېره پنجشنبه له وسله والو سره په نښته کې زخمي شوی وو نن په روغتون کې ساه ورکړه. د غور د پوليسو مشر غلام مصطفی د نوموړي مړينه تائيد کړې. د امنيت امير سمونوال محمد زمان عظيمي په پسابند ولسوالۍ کې د يوې ...

نور ولوله »

غور: ولایت مقام ته څېرمه د سولې شورا غړی وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۱۶مه، ۱۳۹۵ل): د غور ولایت مقام ته څېرمه د دې ولایت د سولې شورا غړی وژل شوی دی. د غور ځايي چارواکي وايي چې نصرالله د ولایت مقام په پنځوس مترۍ کې د دوو موټر سایکلو سپرو تر بريد لاندې راغی. د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي چې نصرالله نه یوازې د سولې ...

نور ولوله »

غور: پنځلس پولیسو ته مرګ-ژوبله اوښتي یو نادرکه دی

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۱۴مه، ۱۳۹۵ ل): د غور ولایت په پسابند ولسوالۍ کي طالبانو د پولیسو پر یوه پوسته برید کړی، امنیتي چارواکي وایي چي په برید کي ۱۵ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتي او یو تن بل نادرکه سوی دی. د غور والي غلام ناصر خاضع رسنیو ته وویل چي د طالبانو او پولیسو تر منځ تېره ...

نور ولوله »

غور: د پسابند امنیه قومندان طالبانو سره جګړه کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱، ۱۳۹۵ل): د غور امنیتي مسوولین وايي چې د پسابند ولسوالۍ امنیه قومندان د طالبانو په بريد کې وژل شوی دی. د غور د امنیه قومندانۍ ویاند غلام مصطفی محسني وايي چې پېښه د جمعې شپه هغه مهال رامنځته شوه چې قومندان عبدالله خان د عملیاتو لپاره روان و. د سرچينې په وینا قومندان عبدالله ...

نور ولوله »

د غور چارواکي: د قومندان په ګډون ۳۴ اربکیان طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۲۱مه، ۱۳۹۵ل): د غور ولایت چارواکي وايي چې د دې ولایت په دولینه ولسوالۍ کې ۳۴ اربکیان د هغوی د قومندان په ګډون له ګڼو مهماتو سره طالبانو ته تسلیم شوي دي. د دولینه ولسوال محمد حسین دانشیار وايي چې دې اربکیانو د خپل قومندان ضیاءالحق تر مشرۍ لاندې د دولینه په خاک یارک ...

نور ولوله »

غور: د مرکزي زندان ګڼو زندانيانو د نه خوړو اعتصاب کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغه ۶مه، ۱۳۹۴ل): د غور په مرکزي زندان کې لسګونو زندانيانو د ناسم چلند له امله د نه خوړو اعتصاب کړی دی. زندانيان وايي چې دوی به تر هغو پورې خواړه ونه خوري تر څو د دوی غوښتنې نه وي منل شوې. دوی وايي چې په زندان کې د ځينو زندانیانو دوسيې بې څېړنې پاتې ...

نور ولوله »

واورو د غور ولایت د ۶ ولسوالیو مواصلاتي لاري بندي کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۲۱مه، ۱۳۹۴ ل): په غور ولایت کې د نن سهار څخه سختي واوري او شدید طوفانونه پیل شوي چې تراوسه هم روان دي، د سختو واورو له امله د شپږو ولسوالیو مواصلاتي لاري تړل شوي دي. د غور ولایت د فواید عامې رییس انجنیر خلیل الله نور رسنیو ته وویل چې د غور ولایت د ...

نور ولوله »

غور: د یو ځوان د وژنې اړوند طالبانو د پژواک خبر بې اساسه وباله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو له خپل لوري په غور ولایت کې د يو ولسي وګړي وژل کېدل او د هغه د بدن د غړو غوڅول رد کړي او دا پېښه يې وحشت بللې ده. طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، چې د پژواک خبري اژانس له لوري د دې کار دوی ته منسوبولو دوی ردوي ...

نور ولوله »