د ټیګونو ارشیف : غور

غور: چاودنې څلور ماشومان وژلي

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۲مه ۱۳۹۴ل): غور ولایت کې یوې چاودنې څلور ماشومان وژلي او یو بل يې ټپي کړی دی. د غور ولایت سرپرست امنیه قومندان محمد زمان عظیمي پژواک ته ویلي چې دغه پېښه پرون ماښام د دغه ولایت مرکز ته څېرمه په بره خانه سیمه کې رامنځته شوې. هغه زیاته کړې چې دغه ماشومان د غره ...

نور ولوله »

سیما جوينده د غور والۍ شوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ، ۱۳۹۴ل): په ولسي جرګه کې د غور د خلکو پخوانۍ استازې د دې ولایت د والۍ په توګه وټاکل شوه. د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له لوري رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويل شوي چې سیما جوينده يې د سید انور رحمتي پر ځای د غور والۍ وټاکله. په خبرپاڼه کې د مېرمن سیما ...

نور ولوله »

غور : د ۲۰۷ظفر قول اردو قوماندان وژل شوی دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د غور ولایت چارواکي وايي، د ۲۰۷ظفر قول اردو قوماندان شعیب بخشي د طالبانو په بریدکې وژل شوی دی. د غور ولايت ویاند عبدالحی خطیبي رسنيو ته وويل، چې قوماندان شعیب بخشي د غور د پسابند او فیروزکوه ولسوالۍ کې د لارې خلاصولو په چارو بوخت و، چې د طالبانو له لوري د ...

نور ولوله »

غور: لسګونو تنو د دولت پر ضد لاریون کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): د غور ولایت لسګونو تنو اوسېدونکو د ګډ حکومت پر ضد ورورسته له هغه لاریون پیل کړ، چې د دوی په خبره د اقتصادي ضعف او بې کارۍ پر وړاندې يې حوصله تمامه شوه. لاریون کوونکو چې «مرګ بر حکومت وحدت ملی» شعارونه يې ورکول، ګډ حکومت پر دې ملامت وباله، چې ...

نور ولوله »

غور: دوو قومندانانو او د هغوی ۲۷۰ ملګرو خپلې دندې پرېښودې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۶مه، ۱۳۹۴ل): د غور ولایت په دولینه او شهرک ولسوالیو کې دوه قومندانان له خپلو دندو زړه توري او له خپلو ۲۷۰ مسلحو ملګرو سره يو ځای طالبانو ته تسليم شوي دي. د غور د دولینه د اربکيانو قومندان نصرالله غارک له خپلو ۲۵۰ ملګرو او په شهرک کې د پولیسو قومندان صدیق له خبلو ...

نور ولوله »

طالبان: که د اسیرانو په وژلو مو جدي غبرګون وښود بیا څوک د شکایت حق نه لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): په داسې حال کې چې سلګونه افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو په زندانو کې اسیران دي، د غور ولایت چارواکو هغه شپږ تنه طالب بندیان ووژل چې څو ورځې مخکې یې د دغه ولایت په چارسدې ولسوالۍ کې نیولي وه. طالبانو دغه کړنه «وحشي عمل» بللي او هغه یې په کلکه غندلې. د ...

نور ولوله »

غور: طالبانو چارسده ولسوالي محاصره کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۲۱مه، ۱۳۹۴ل): وسله وال طالبان وايي چې د غور چارسده ولسوالي يې له پرون راهیسې تر بريدونو لاندې ده او دفاعي پوستې د دوی واک ته ورغلې. د طالبانو د خبرپاڼې له مخې چې تېره ورځ غرمه مهال يې پر یاده ولسوالۍ او د هغې پر دفاعي پوستو بریدونه پیل کړل چې لا هم روان ...

نور ولوله »

غور – استيناف محکمه: مدني ټولنه او بشري حقونه د « ماشومانو خبرې » دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۶مه، ۱۳۹۴ل): د غور د استیناف محکمې رییس وايي چې په افغانستان کې د مدني ټولنو او بشري حقونو په نامه نارې یوازې د «ماشومانو خبرې» دي او هیڅ ارزښت نه لري. قاضي محمد حکیم کونړي د غور د نوي امنیه قومندان د معرفي په مراسمو کې وويل چې د مدني ټولنو او بشري حقونو ...

نور ولوله »

لاریون کوونکي: غور کې اصلاً اداره نشته

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): د غور ولایت سلګونو اوسېدونکو د دې ولایت د ولايتي شورا دفتر مخې ته د ولایتي ادارې پر ضد خېمې وهلې دي او وايي چې په غور کې اصلاً دولتي اداره نشته. دغه لاریون کوونکي چې ډېری ځوانان دي وايي چې دوی به تر هغو خپل لاریون او اعتراض ته ادامه ورکوي، چې ...

نور ولوله »

غور: یو سړی ۲۲ ورځې وروسته له واورو ژوندی راووت

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): د غور سیمه ییز چارواکي وايي چې په دې ولایت کې پراخو واورو ښویېدنو ګڼ شمېر خلک تر وارو لاندې کړل، خو دوی له ۲۲ ورځې وروسته یو تن ژوند را ویستی دی. د غور ولایت د والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي چې دوی پرون – یکشنبه – د کب په څلورویشتمه د ...

نور ولوله »