د ټیګونو ارشیف : غور

طالبانو په غور کې د خپلو ملګرو د تسلیمي خبر رد کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۶مه، ۱۳۹۳ل): طالبان وايي د دولتي چارواکو هغه دعوه چې ګواکې په غور کې له دوی سره د قومندان په ګډون څو تنه طالبانو یوځای شوي دي په کلکه ردوو. طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې په غور ولایت کې د عبدالهادي په مشرۍ څو تنه له دولت سره هغه کسان یو ځای ...

نور ولوله »

غور: اربکیانو د دره تخت ټول مسجدونه تړلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۱۶مه، ۱۳۹۳ل): د غور ولایت د دره تخت اوسېدونکي وايي چې په دې سیمه کې مېشتو اربکیانو د سیمې ټول مسجدونه تړلي او امامان يې له سیمې شړلي دي. دغه سیمه چې د هرات او غور په پوله کې پرته ده، اربکیانو د مسجدونو امامان له وهلو وروسته له سیمې شړلي او خلکو ته يې ...

نور ولوله »

غور: د اربکیانو بشپړ کلی طالبانو ته تسلیم شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغه، ۱، ۱۳۹۳ل): د غور مرکز ته څېرمه د شویچ د سیمې ټول اربکیان له خپلو وسلو سره طالبانو ته تسلیم شوی دی. د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي رسنیو ته په لېږلې خبر پاڼه کې ویلي چې د شویچ سیمه چې نږدې دوه زره کورنۍ پکې مېشتې دي او شاوخوا دوسوه مسلح اربکیان يې ...

نور ولوله »

هرات کې د تښتول شویو ډاکټرانو د موندنې هڅې روانې دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۲۸مه، ۱۳۹۳ل): د هرات سیمه ییز چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د تښتول شویو ډاکټرانو او د هغوی د موټروان د موندلو هڅې روانې دي. تېره ورځ د هرات ولایت د زنده جان ـ غوریان په لویه لاره دوه تنه ډاکټران، دوه تنه مرستیال ډاکټران او د هغوی موټروان د ناپېژاندو کسانو له ...

نور ولوله »

اشرف غني د غور امنیه قومندان له دندې ګوښه کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۱۷مه ۱۳۹۳ل): د غور ولایت امنیه قومندان د وروستیو لاریونونو له کبله له دندې ګوښه کړای شو. د غور ولایت د سرپرست والي ویاند عبدالحی خطیبي ویلي چې مل پاسوال احمد فهیم قایم د ولسمشر اشرف غني په فرمان او د کورنیو چارو وزارت په هدایت له دندې ګوښه شو. خطیبي د نوموړي د ګوښه ...

نور ولوله »

غور کې اربکیانو لسګونه کورونه سوځولي

Maqor.arbakyan

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۲۷مه، ۱۳۹۳ل): تېره ورځ د غور ولایت په چهارسده ولایت کې د طالبانو او اربکیانو ترمنځ له نښتې وروسته اربکیانو اتیا کورونه سوځولي او پنځلس تنه عام وګړي يې زنداني کړي دي. طالبان هم مني چې د دوی او اربکیانو ترمنځ په یاده سیمه کې نښته شوې ده او له نښتې وروسته اربکیانو د جګړې ...

نور ولوله »

طالبانو لخوا د ۳۰عسکرو نيول، د غور والي د طالبانو ادعا تایید کړه

ghor.province

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۶مه ۱۳۹۳ل): د غور ولایت والي وايي چې د پسابند ولسوالۍ کې د طالبانو سره په نښته کې ۹ پولیس او اربکیان وژل شوي او ۳۰ نور يې ژوندي نېولي دي. د غور ولایت والي سید انور رحمتي وايي چې دغه تلفات د پسابند ولسوالۍ په سنګان سیمه رامنځته شوي دي. د غور والي زیاته ...

نور ولوله »

غور: طالبانو دېرش تنه عسکر ژوندي نیولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۵مه، ۱۳۹۳ل): طالبانو د غور ولایت په پسابند ولسوالي کې دېرش تنه پولیس او اربکیان ژوندي نیولي او لس نور يې وژلي دي. د غور ولایت په پسابند ولسوالي کې تېره ورځ د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ درنه جګړه شوې ده، چې په پایله کې يې طالبانو دېر تنه پولیس او اربکیان ژوندي ...

نور ولوله »

غور: امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۳مه، ‍۱۳۹۳ل): د غور ولایت په ځینو ولسوالیو کې د طالبانو له لوري پرله پسې ډله ییز بریدونه په شدت سره دوام لري. د غور ولایتي مسوولینو د دې ولایت امنیتي وضعیت د اندېښنې وړبللی دی او ځینو يې خپلې څرګندونې له رسنیو سره شریکې کړې دي. د شنونکو په باور په غور کې د ...

نور ولوله »

غور: پولیسو ملکي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۳۱مه ۱۳۹۳ل): د غور ولایت په مرکز کې د نشه یي توکو سره د مبارزې د پولیسو لخوا په ډزو کې ۳ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې. پېښه د فیروز کوه اړوند د الندر کلي کې رامنځته شوې. د غور ولایت امنیه قومندان احمدفهیم قایم ویلي چې دغه درې کسانو غوښتل چې واده ته ...

نور ولوله »