د ټیګونو ارشیف : فاریاب

پنټاګون افغانستان کې د وژل شوي امریکايي جګړن هويت روښانه کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴چنګاښ ۱۳۹۸ل): د امریکا دفاع وزارت «پنټاګون» په افغانستان کې د وژل شوي امریکايي پوځي جګړن د هويت په اړه جزيات خپاره کړي دي. له پنټاګون څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، څلوېښت کلن جيمز راين سارتر د شنبې په ورځ په فاریاب ولايت کې له طالبانو سره د  مخامخ نښتې پر مهال ټپي شوی ...

نور ولوله »

طالبانو له سیلاب‌ ځپلو سره د مرستې غږ کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰وری، ۱۳۹۸ل): طالبانو د هېواد په شمال کې د وروستیو خونړیو سیلابونو په اړه خپره کړې اعلامیه کې ليکلي، چې د سیمې طالبان او ټول هېوادوال دې د سیلاب ځپلو مرسته وکړي. تېره ورځ په فاریاب، هرات او بادغیس کې سیلابونو د مالي زیان تر څنګ شل تنه مړه کړي دي. د فاریاب په خواجه‌سبزپوش، دولت ...

نور ولوله »

فاریاب: شیرین تګاب کې محاصره عسکر د مرستې غږونه کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۷وری، ۱۳۹۸ل): د فاریاب په شیرین تګاب کې لسګونه محاصره عسکر وايي، نه يې څوک غږ اوري او نه پخپله نور د محاصرې توان لري. شمشاد تلویزون، هغه ویډيو خپره کړې چې محاصره عسکرو ورته لېږلې او د خپلې بې وسۍ او ناتوانۍ ویر پکې کوي. محاصره عسکر وايي چې له درې نیمو میاشتو راهیسې له ...

نور ولوله »

فاریاب؛ د شیرین تګاب امنیه قومندان د ټپونو له امله سا ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵وری، ۱۳۹۸ل): د فاریاب چارواکي وايي، د دې ولایت د شیرین تګاب ولسوالۍ امنیه قومندان میرحمزه د سختو ټپونو له امله مړ شو. د شیرین تګاب پر امنیه قومندان تېره ورځ یو تن ډزې وکړې، چې مرګونی ټپي شو، چارواکي بریدګر يې نه دی پېژندلی خو طالبانو يې مسؤلیت منلی او د هغه د وژنې پخلی ...

نور ولوله »

فاریاب؛ طالبانو څلور عسکر ژوندي نیولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶کب، ۱۳۹۷ل): د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې طالبانو د دولتي ځواکونو پر مرکزونو بریدونه کړي چې درنه مرګ‌ژوبله يې ور اړولې ده. شمشاد تلویزون د ځايي سرچینو په حواله وايي، چې په دې جګړه کې ګڼو عسکرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او ځايي چارواکو يې د مرستې هیله کړې. طالبانو د جګړې پخلی کړی او لیکلي ...

نور ولوله »

کندوز؛ د حکومت د بې پراويۍ له امله، د قومندان زوی ځان وژلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱کب، ۱۳۹۷ل): د کندوز چارواکي وايي، د ملي اردو د یو قومندان زوی له دې امله خان وژلی چې د پلار جسد يې له څو ورځو راهیسې ورته را ونه رسېده. اطلاعات روز، د ځايي سرچینو له قوله وايي، وژل شوي قومندان فاریاب کې دنده درلوده، چې شاوخوا درې ورځې وړاندې ووژل شو، خو جسد يې ...

نور ولوله »

طالبانو په فاریاب کې د دولتي عسکرو یو کاروان له منځه وړی / انځورونه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸مرغومي، ۱۳۹۷ل): د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي چې په فاریاب ولایت کې يې د دولتي عسکرو یو لوی کاروان له منځه وړی او ګڼ شمېر موټر او ټانګونه یې سوځولي دي. نوموړي ویلي چې دغه کاروان یوه میاشت تر مخه د نوي ټاکل شوي دفاع وزیر اسد الله خالد په امر د بلخ ولایت ...

نور ولوله »

سکاټ مېلر د پلاوي په ملتیا تېر مازیګر فاریاب ته تللی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸مرغومي، ۱۳۹۷ل): د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر د یو پلاوي په ملتیا فاریاب ولایت ته تللی او هلته يې له خپلو روزل شویو عسکرو سره لیدلي دي. د ځانګړو عملیاتو قول اردو په یوه خبرپاڼه کې وايي، په دې سفر کې چې تېر مازیګر ترسره شو، له سکاټ مېلر سره د دفاع ...

نور ولوله »

فاریاب؛ طالبانو د ګرزیوان ولسوالۍ امنیه قومندان وژلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴مرغومي، ۱۳۹۷ل): د فاریاب چارواکي وايي د دې ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ امنیه قومندان د طالبانو په برید کې وژل شوی دی. د فاریاب د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وايي، قومندان عبدالصمد تېره شپه له خپلو دریو ملګرو سره د طالبانو په مخامخ برید کې ووژل شو. یورش ویلي جګړه کې لس طالبان هم ...

نور ولوله »

فاریاب؛ چارواکو ومنله چې سرحوض سیمه د طالبانو لاس ته لوېدلې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د فاریاب چارواکو ومنله چې پښتون کوټ ولسوالۍ کې يې پراخه ساحه له ګوتو وتې او طالبان پر حاکم شوي دي. د فاریاب امنیه قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وايي دا سیمه له تېرو څلورو کلونو راهیسې د طالب سرتېرو له لوري محاصره وه. هغه خوښي څرګندوي، چې اربکیان، کمانډو عسکر او پولیس يې سلامت ...

نور ولوله »