د ټیګونو ارشیف : فراه

فراه: د ګډو ځواکونو د بمبار له امله درنه ولسي مرګ ژوبله رامنځ ته شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه ۱۶غويی، ۱۳۹۸ل): تېره ورځ د فراه ولایت د بکوا ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې د سختي بمبارۍ له کبله څه کم سلو ولسي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده. د بکواه ولسوال عبدالغفورمجاهد وایې د بهرنیو او کورنیو ځواکونو په ګډ بمبار کې چې تیره ورځ د دغې ولسوالۍ په آشکین، چربک او نورو سیمو ...

نور ولوله »

فراه: يو پوليس خپل څلور ملګري وژلي

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۷ وری، ۱۳۹۸ل): په فراه ولايت کې يو تن پوليس خپل څلور ملګري وژلي او له هغې وروسته طالبانو سره يو ځای شوی دی. د فراه د امنيه قومندانۍ وياند محب الله محب رسنيو ته ويلي دي چې ياده پيښه تيره شپه د دې ولايت په مرکز باغ پل سيمه کې رامنځته شوې ده. محب ...

نور ولوله »

ولايتي شورا: د فراه ښار د طالبانو له لوري کلابند دی

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۷ وری، ۱۳۹۸ل): د فراه ولايتي شورا وايي چې طالبانو په دې وروستيو کې په فراه ښار بريدونه زيات کړي دي او دا ښار يې کلابند کړی دی. د فراه د ولايتي شورا غړی داد الله قانع وايي چې طالبانو د فراه ښار کلابند کړی دی او امنيتي ځواکونه د وضعيت په کنټرول کې پاتې ...

نور ولوله »

فراه: وسله والو د نجونو ښوونځی په بمونو الوځولی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶وری، ۱۳۹۸ل): د فراه ولايت په مرکز کې تيره شپه نامعلومو وسله والو د نجونو يو ښوونځی په چاوديدونکو توکو الوځولی دی. د فراه د معارف ريس محمد عظيمي وايي چې نامعلومو وسله والو تيره شپه د شهيد بنفشه په نامه د نجونو يو ښوونځی په بمونو الوځولی او ويجاړ کړی دی. عظيمي ويلي دي چې ...

نور ولوله »

فراه مرکز: د پوستې قومندان او درې پولیس د خپل ملګري لخوا ووژل شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶وری، ۱۳۹۸ل): د فراه ولايت مرکز اړوند نمبریک پوسته کې یوه پوليس د خپلې پوستې قومندان او درې نور ملګري وژلي او خپله طالبانو سره يوځای شوی دی. ویل کیږي چې بريدکوونکی پوليس (سيف الله) نوميږي او د هلمند اوسيدونکی دی چې له دوه ميله وسلو سره طالبانو ته ورغلی او د پوليسو پنځه ميله وسلې ...

نور ولوله »

فراه کې نهه پوليس طالبانو ته تسليم شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱وری، ۱۳۹۸ل): د فراه ولايت چارواکي وايي چې ددې ولايت په مرکز فراه ښار کې نهه پوليس طالبانو ته تسليم شوي دي. د فراه امنيه قومندانۍ وياند محب الله محب نن له غرمې وروسته رسنيو ته وويل چې د فراه ښار د پنځمې حوزې اړوند نهه تنه پوليس تيره شپه طالبانو ته تسليم شوي دي. د ...

نور ولوله »

طالبانو يو تن پوليس د کم عمرۍ له امله له بنده خوشې کړی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۴وری، ۱۳۹۸ل): طالبان وايي چې په فراه ولايت کې يې يو تن نيول شوی پوليس د کم عمرۍ له امله د ترحم له مخې خوشې کړی دی. د طالبانو ویاند قاري محمد يوسف احمد په خپل ټويټر د هغه کم عمره پوليس انځور هم خپور کړی دی چې د فراه ولایت د فراه رود ولسوالۍ ...

نور ولوله »

فراه؛ د جوین پر امنیه قومندان چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴وری، ۱۳۹۸ل): فراه کې د جوین ولسوالۍ په لاش کلا سیمه کې د دې ولسوالۍ پر امنیه قومندان چاودنه شوې چې مرګ‌ژوبله يې اړولې ده. طالبان وايي، دې چاودنه کې قومندان سخي ټپي شوی، خو دوه عسکر وژل شوي دي. طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، قومندان سخي او د هغه دوه نور پولیس ټپیان ...

نور ولوله »

فراه؛ د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې درې ورونه وژل شوي/ انځورونه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳کب، ۱۳۹۷ل): په ولسي وګړو د بهرنيو ځواکونو د بريدونو په دوام دا ځل په فراه ولايت کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې درې ورونه وژل شوي دي. له سيمې نه راپورونه وايي چې د فراه ولايت په بکوا ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو د ولسي وګړو په کورونو چاپې وهلي دي چې په نتيجه ...

نور ولوله »

فراه؛ د فوايد عامې رئيس په يو بريد کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲کب، ۱۳۹۷ل): د فراه ولايت د فوايد عامې رييس د نامعلومو وسله والو په برید کې وژل شوی دی. د فراه د ولايتي شورا غړي دادالله قانع پيښه تائيد کړې او ويلي يې دي چې ددې ولايت د فوايد عامې رييس سليم فراهي په يو وسله وال بريد کې وژل شوی دی. تر اوسه ددې بريد ...

نور ولوله »