د ټیګونو ارشیف : فرمان

اتمر: د مزار د جګړې مسؤل هغوی دي چې ځواکونه يې لېږلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳کب، ۱۳۹۷ل): د امنیت شورا پخوانی سلاکار او راتلونکو ټاکنو ته نوماند حنیف اتمر وايي، د بلخ په روانه ناندرۍ کې عطامحمد نور هیڅ ملامتي نه لري، بلکې حکومت غلط ګامونه پورته کړي. هغه څو شېبې وړاندې کابل کې خبري کنفرانس کې وویل، حکومت شرموونکې چارې ترسره کوي او دولتي ځواکونه پخپل منځ کې سره جنګوي. ...

نور ولوله »

بلخ ته د حالاتو د کنټرول لپاره ځانګړي ځواکونه رسېدلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳کب، ۱۳۹۷ل): بلخ کې د نوي امنیه قومندان د معرفي پر سر د حکومت او د دې ولایت د پخواني واکمن عطامحمد نور تر منځ یو ځل بیا ناندرۍ را پورته شوې، چې ان بشپړ ښار تړل شوی دی. حکومت دې ولایت ته د عبدالرقیب مبارز په نوم یو تن د نوي امنیه قومندان په توګه ...

نور ولوله »

مسیر: د مخابراتي ماليې لپاره د شفافیت چارې په ټپه ولاړې دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹وری، ۱۳۹۷ل): د تېر لمریز کال په لېندۍ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له مشرانو جرګې سره ومنله، چې که د مخابراتي ماليې اړوند د ولسمشر فرمان تاييد کړي، دوی به يې په دوه میاشتې کې د شفافیت لپاره منظم سیسټم رامنځته کړي. له کابله خپرېدونکې مسیر ورځپاڼه وايي، چې د حکومت له لوري ...

نور ولوله »

د فساد پر ضد د مبارزې عالي ادارې لغوه کېدو اعتراضونه راپورته کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹وری، ۱۳۹۷ل): د محمد اشرف غني هغه فرمان چې پکې يې د فساد پر ضد د مبارزې د عالي ادارې ‏لغوه کولو امر کړی دی، غبرګونونه راپارولي دي‎. ‎ د خبرنامه خبري بنسټ له مخې، د يادې ادارې کارکوونکي وايي، چې ولسمشر خپلسری کار کړی او هغه حکم کړی چې دا ‏اداره دې د احصايې مرکزي ...

نور ولوله »

جمعیت د سمنګان د والي په تړاو د ارګ فرمان رد کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰ سلواغې، ۱۳۹۶ل): جمعيت اسلامي د سمنګان د والي له دندې د لرې کېدو په تړاو د ارګ فرمان رد کړ. د دې ګوند مشر او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني پخپله رسمي فیسبوک پاڼه د جمعیت اسلامي د رهبري شورا په حواله هغه اعلاميه خپره کړې چې ارګ يې ملامت کړی دی. اعلاميه ...

نور ولوله »

کندهار: د طالبانو د امیر په فرمان ۶۲ تنه عسکر خوشي شوي دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د طالبانو امیر شیخ هبت الله اخوندزاده د ځانګړې فرمان پر اساس په کندهار کې د طالبانو له بندې خانو څخه ۶۲ تنه بندیان خوشي شوي دي. د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغه بندیانو کې د ملي اردو عسکر، پولیس، اربکیان او د دولتي ادارو ...

نور ولوله »

مشرانو جرګې د ټاکنیزو اصلاحاتو په اړه د ولسمشر فرمان تاييد کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۸مه، ۱۳۹۵ل): مشرانو جرګې د ولسي جرګې له لوري د ولسمشر رد شوی فرمان تاييد کړ. د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې د ټاکنیزو کمیسیونونود جوړښت، دندو او مسوولیتونو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان تاييد کړ. دغه فرمان چې د تېرې – جوزا – میاشتې په وروستیو کې د ولسي جرګې له ...

نور ولوله »

ولسي جرګې د ټاکنو په اړه د ولسمشر دویم فرمان هم رد کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۵مه، ۱۳۹۵ل): د ولسي جرګې غړو د ټاکنیزو اصلاحاتو په اړه د ولسمشر دویم تقنیني فرمان هم رد کړ. د ولسي جرګې اتلس ګونو کمیسیونونو د ټاکنیزو کمیسیونونو د اصلاح په اړه د ولسمشر فرمان، ځکه رد کړی چې د دوی په خبره دواړه مشران پخپل منځ کې د ټاکنو کمیسیونونه سره وېشي. د ولسي ...

نور ولوله »

د عکسونو فرمان توشیح شو!!/ طنز

توریالی ملیار د نیمه مخالف، نیمه موافق، نیمه مجاهد، نیمه تکنو کرات او بشپړ مفشن د عکسونو ځړولو فرمان، صادر او توشیح شو. د فرمان تفصیل: لومړی فصل: هر دفتر والا مکلف دی چې په خپلو دفترونو کې زما عکس وځړوي خو په دې توګه: لومړۍ ماده: عکس باید داسې وځړول شي چې کوږ نه وي، هسک او ټيټ هم ...

نور ولوله »

«د اشرف غني فرمان، بې کاري اوج ته رسولې»

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): پوره یو کال وړاندې په همدې ورځ ـ د وري شپاړلسمه ـ د جمهوري ریاست لپاره ټاکنې ترسره شوې، چې د رایو په اکثریت د ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزي تر منځ دویم پړاو ته لاړلې، چې په پایله کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په منځګړیتوب د امریکا ...

نور ولوله »