د ټیګونو ارشیف : فساد

نیویارک ټایمز: ټاکنو کې به ۳۳ سلنه مرکزونه هم پرانیستي نه وي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵وږي، ۱۳۹۷ل): نیویارک ټایمز په پرونۍ لیکنه کې د افغانستان پر را روانو ټاکنو تبصره کړې او لیکلي يې دي، چې ښايي ۳۳سلنه ټاکنیز مرکزونه به هم پرانیستي نه وي. د مضمون د لیکوال پر باور، د سیاسي ګوندونو مخالفت د ټاکنیزې پروسې پر وړاندې یو بل خنډ دی. ورځپاڼه لیکي، دې وروستیو ناامنیو ته په ...

نور ولوله »

رولا غني؛ پروموټ پروژه کې ۲۸۰ میلیونه ډالر فساد کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴وږي، ۱۳۹۷ل): د محمد اشرف غني مېرمن رولا غني، د افغان ښځو لپاره د پروموټ په نوم پروژه کې ۲۸۰ میلیونه ډالر په بډه وهلي. سیګار، پخپل تازه راپور کې وايي، ټاکل شوې وه، رولا غني به په حکومت کې د ښځو د ګډون په پلمه، ۵۷زره ښځې روزي، خو یوازې ۵۵ تنه يې روزلې دي. ...

نور ولوله »

ټیفا: که ټاکنیزه پروسه همداسې روانه وي؛ هېواد له بحران سره مخ کېږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲وږي، ۱۳۹۷ل): د رڼو ټاکنو بنسټ، ټیفا؛ وايي که ټاکنیزه پروسه همداسې روانه وي، نو که ټاکنه و هم شي، هېواد به بحراني حالت ته ننباسي. د دې بنسټ مشر محمد نعیم ایوب زاده رسنیو ته ویلي، د راتلونکو ټاکنو په اړه اندېښمن دي. ایوب زاده ازادۍ راډيو ته ویلي، امنیت، سیاسي تفاهم او ټاکنیزه پروسه ...

نور ولوله »

حکمتیار: حکومت په ټاکنو کې د قصدي درغلۍ هڅه کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰وږي، ۱۳۹۷ل): انجینر ګلبدین حکمتیار وايي ټاکنې ورته اغېزمنه وسیله ښکارېده، خو باوري شوی چې راتلونکې ټاکنې به هم د تېر په څېر له درغلیو ډکې وي. هغه نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، حکومت قصدي ځينې سیمې نا امنه کړې او په لوی لاس غواړي درغلیو ته لاره هواره کړي. حکمتیار ...

نور ولوله »

د تذکرو د وېش مرکز، د دوی له لوري د جعلي تذکرو وېش ردوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱وږي، ۱۳۹۷ل): د نفوسو د احوالو د ثتبت مرکز وايي، د ملي ائتلاف له لوري رسنیو ته ښوودل شوې جعلي تذکرې له جعلي ادرسونو خپرې شوې. تېره ورځ د «لوی ملي ائتلاف» په نوم د ګوندونو ګډ حرکت رسنیو ته سلګونه داسې تذکرې وښودې چې جعلي جوړې شوې دي. د نفوسو د احوالو د ثبت مرکز ...

نور ولوله »

د ټاکنو کمیسیون د ولسوالیو شوراګانو ټاکنو د ځنډولو نیت لري

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰وږي، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي، ښايي د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې له پارلماني ټاکنو سره یو ځای ترسره نه شي. د دې کمیسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات وايي، دوی د ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د ځنډ غوښتنه صلاحیت لرونکې کمېټې ته سپارلې ده. دا کمېټه چې د امنیت شورا، ملي شورا، سترې محکمې ...

نور ولوله »

د کابل ښاروال استعفا ورکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۷وږي، ۱۳۹۷ل): د کابل سرپرست ښاروال عبدالله حبیبزي له خپلې دندې استعفا ورکړې او محمد اشرف غني هم منلې ده‎. هغه پخپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي، چې نن يې له خپلې دندې استعفا ورکړله‎. د ارګ یوه ویاند هارون چخانسوري ویلي، د حبیبزي استعفا منل شوې ده او پر ځای به يې وړ کس پر دنده ...

نور ولوله »

د ټاکنو کمیسیون: د نوماندانو د وروستي لیست په اړه ملاحظات شته

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۱زمري، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون وايي د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون له لوري د هغو کسانو پر لیست ملاحظات لري چې حذف شوي نه دي. د دې کمیسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي ویلي، دوی هغه کسان چې پر معیار برابر نه و، له لومړني لیسته غورځولي دي، خو د شکایاتو کمیسیون ورته بیا مهلت ورکړی دی. ...

نور ولوله »

د ټاکڼو کمیسیون د جعلي تذکرو د پېژندنې لپاره ځانګړې کمېټه جوړوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷زمري، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي د درغلۍ د مخنيوي د هڅو په لړ کې غواړي د جعلي تذکرو د پېژندنې لپاره ځانګړې کمېټه جوړه کړي. د دې کمیسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل، دغه کمېټه به د ټاکنو کمیسیون او د نفوسو د احوالو د ثبت ...

نور ولوله »

ټاکنې؛ له ایستل شویو نوماندانو ۱۰۴ تنه بېرته لیست ته لوېدلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵زمري، ۱۳۹۷ل): د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون وايي د دوی له لوري ۱۴۱ تنه نوماندان له لیسته لرې کړل شوي و، چې ۱۰۴ يې بېرته ټاکنیز لیست ته لار موندلې ده. دې کمیسیون ټول ۱۴۱نوماندان له لیسته لرې کړي و، چې ۱۳۴ تنو بېرته يې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته عریضې وکړې، چې په پایله کې ۱۰۴ ...

نور ولوله »