fbpx

د ټیګونو ارشیف : فساد

هرات: دولتي ادارې د برېښنا شرکت میلیونونه افغانۍ پوروړې دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): په هرات کې د برېښنا شرکت مسوولین وايي، په دې ولایت کې ګڼې دولتي ادارې، صنعتي ښارګوټي او ځينې اوسېدونکي د حساب د نه ورکړې له امله ميلیونونه افغانۍ پوروړي دي. په هرات کې د برېښنا شرکت مشر وحید کامراني وايي، ټولټال يې شاوخوا ۱،۷ میلیارده افغانۍ پور باندې دی. کامراني وايي په ...

نور ولوله »

وکیله: د ولسي جرګې منشي یو وزیر ته ۶۲ رایې ټولې کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ولسي جرګې یوه غړې وايي، د دې جرګې منشي د یو نوماند وزیر لپاره د معاملې له مخې د ۶۲ وکیلانو رايې ټولې کړې وې. فرشته امیني وايي، عبدالقادر ځاځي وطندوست یو نوماند وزیر ته د خپل څو خپلوانو د مقررولو لپاره د ۶۲ وکیلانو نوملړ سپارلی چې ټولې رايې به ...

نور ولوله »

هلمند: د اردو ۱۲۹ تنه عسکر قضايي ارګانونو ته ور پېژندل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ۲۱۵ میوند قول اردو پوځي مسوولین وايي په هلمند کې يې پر بېلابېلو جرمونو ککړ منسوبین قضايي ارګانو ته ور پېژندلي دي. د دې قول اردو قومندان برید جنرال ولي محمد احمدزی وايي د هلمند د تېرو کلونو د نا امنیو په تړاو يې ۱۲۹ تنه د اردو عسکر قضايي او عدلي ...

نور ولوله »

د برېښنا برخه کې درې میلیارده مرسته شوي ډالر لادرکه دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د فساد پر وړاندې یو خپلواک مرکز وايي د برېښنا برخه کې د نړیوالو مرستې له جملې شاوخوا درې میلیارده ډالر چور شوي دي. میک؛ یا هم د اداري فساد پر وړاندې د څارنې ګډه او خپلواکه اداره، وايي د برېښنا شرکت له ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې یوازې د ۱۸۳ میلیونه ډالرو حساب ...

نور ولوله »

روڼتیا څار بنسټ: وکیلان د بودجې د سم لګښت مخه نیسي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د روڼتیا د څار بنسټ وايي، هر کال وکیلان د بودجې د سم لګښت مخه نيسي او هڅه کوي خپلې شخصي ګټې پکې ولټوي. د دې بنسټ اجرايوي مشر سید اکرام افضلي په کابل کې ناستې ته وویل، هر کال وکیلان د داسې پروژو پیلولو ته خوشاله وي، چې د دوی خپل خپلوان ...

نور ولوله »

مشرانو جرګې پر مخابراتو لس سلنه مالیه تایید کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د تېرې تلې میاشتې پر ۱۹مه ولسي جرګې د رایو په اکثریت پر مخابراتي کریډیټ کارټونو لس سلنه مالیه رد کړه؛ خو نن د مشرانو جرګې بېرته تایید کړه. د مشرانو جرګې د اړیکو او مخابراتو کمېسیون غړي رحیم حسنیار وویل، پر مخابراتي کریډیټ کارتونو په ټوله نړۍ کې مالیه وضع شوې او ...

نور ولوله »

فساد او(فاسد چارواکې)

نصیراحمد (څپاند ) څرنګه چی هیوادوالو ته بهتره معلومه ده فساد زمونږپه هیواد کې ورځ تربلی خپلی ریښې غزوی او پیاوړي کیږی او ټولی اداري اوس په دغه کرغیړنه پدېده اوافت اخته دی.او هرڅوک دولسمشرنه نیولی ،والی، وزیر، وکیلان ، قاضيان ،څارنوالان او ترعاموخلکو پوری دفساد ناري وهی.حتاپخوانی ولسمشر کرزی فرمایلي وو:« پیسې چې پټوﺉ بهر ته یې مه وړﺉ ...

نور ولوله »

وکیلان: د ولسي جرګې رییس باید لویې څارنوالۍ ته وروپېژندل شي

نن ټکی اسيا (پنج شنبه، ۱۸ لړم، ۱۳۹۶): د ولسي جرګې ځینې غړي وايي، د دې جرګې د دارالانشاء د رییس په ګډون دې د ولسي جرګې رییس هم د فساد په تور لویې څارنوالۍ ته ورپېژندل شي. په ولسي جرګه کې د کابل استازې کُبرا مصطفوي وايي، وکیلان باید د مور میرې چلند ونه کړي او په فساد کې ...

نور ولوله »

دعوه – لنډه کیسه

لیکوال: حشمت مجددي خدایداد په خیرن سپین پلاستیک کي پراته اسناد د څارنوال مخي ته پر مېز کښېښول. څارنوال بد – بد ورکتل؛ د سپینو کالو د مخ له جېبه ئې خپلي توري کټبیني عینکي راوېستې. د عینکي دواړي ښيښې يې کوه کړې او پر سترګو يې کښېښولې. اسناد يې د پلاستیک څخه راوېست، د لومړۍ ورقي دوې جملې ئې ...

نور ولوله »

د حکومتي بستونو خرڅلاو؛ د اداري فساد ناویل شوې کیسه

د ستراتيژيکو او سيمه ييزو مطالعاتو مرکز مقدمه حکومتي بستونو پېر او پلور په افغانستان کې د اداري فساد هغه اړخ دی، چې په تېرو کلونو کې او له اداري فساد سره د مبارزې په لاره کې ډېره کمه پاملرنه ورته شوې ده. د اداري فساد دا او دې ته ورته اړخونه د دې لامل شوي، چې د حکومت په ...

نور ولوله »