د ټیګونو ارشیف : فساد

فاریاب: د ۲۳۳کیلومتره سړک کار ۱۲ کاله کې هم نه دی پوره شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳چنګاښ، ۱۳۹۷ل): په فاریاب ولایت کې هغه سړک چې د دې ولایت قیصار ولسوالي د بادغیس له لامان سره نښلوي له دوولسو کلونو راهیسې تر کار لاندې دی. سیګار، چې په افغانستان کې امریکايي لګښتونه څاري د تېرې اوونۍ په راپورې کې ویلي، چې دغه سړک ټول ۲۳۳ کیلومتره اوږدوالی لري چې تر له دوولسو کلونو ...

نور ولوله »

د ولسې جرګې غړې: حتی د مړو تذکرې سټېکر شوې دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د را روانو ټاکنو په اړه د درغلیو او فساد په اړه بحثونه نن هم د ولسي جرګې د غونډې یوه برخه و. په ولسي جرګه کې د کونړ استازې وږمې ساپۍ وویل، چې د نوم لیکنې لپاره شفافیت اصلاً نشته. د هغې په خبره حتی د مړو تذکرې هم سټېکر شوې دي، چې ...

نور ولوله »

امریکا: دوو لسیزو کې د ځانوژنې ۱۸ سلنه امریکايي پوځیان جوړوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹غبرګولي، ۱۳۹۷ل): امریکا کې روغتيايي بنسټونه وايي، په تېرو دوو لسیزو کې د ځانوژنې په پېښو کې ۲۵ سلنه لوړوالی راغلی، چې ۱۸ سلنه يې پوځي منسوبین جوړوي. د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي اداره وايي، له ۱۹۹۹میلادي کال نه تر ۲۱۰۶ میلادي کال پورې د دوی د څېړنې پر بنیاد د ځانوژنې پېښې ...

نور ولوله »

پنځو ولایتونو کې هيڅ نوماند نوم لیکنه نه ده کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي چې د نوماندانو لپاره د نوم لیکنې د یوې اوونۍ په تېرېدو لا هم په پنځو ولایتونو کې هیڅ نوماند خپل نوم نه دی لیکلی. د سرچینې په وینا، په غزني، کاپیسا، تخار، کندوز او جوزجان کې تر اوسه پورې پارلماني او د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنو ته هیڅ ...

نور ولوله »

تر اوسه ۱۱۰۰ جعلي تذکرې اخیستل شوي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د نفوسو د احوالو د ثبتولو ریاست وايي، تر اوسه پورې ۱۱۰۰ جعلي تذکرې اخیستل شوې دي. د دې دارې مشر همایون محتاط نن یوې خبرې ناستې ته وویل، چې پورته شمېر تذکرې له دوو کلونو راهیسې اخیستل شوې دي. هغه وايي دغه تذکرې له دوی سره ثبت شوې نه دي، بلکې د دوی ...

نور ولوله »

غزني: د ټاکنو پروسه په ټپه ولاړه ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د غزني ځايي چارواکي وايي په دې ولایت کې د ټاکنو پروسه په ټپه ولاړه ده. په غزني کې د ټاکنیزو کمیسیون د ستونزو پر وړاندې ولسي غبرګونونه د دې علت شول، چې د دې دفتر دروازه وتړل شي. د اعتراض کوونکو له دې اقدام راهیسې چې نږدې یوه نیمه میاشت پرې اوړي، د ...

نور ولوله »

سلګونه سیاسي پاسپورټونه ناقانونه وېشل شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د تېرو څو کلونو په اوږدو کې د بهرنیو چارو وزارت سلګونه سیاسي پاسپورټونه ناقانونه وېشلي او داسې چاته ورکړل شوي چې قانوني شرایط يې نه درلودل.   د «هشت صبح» ورځپاڼې د راپور پر اساس سلګونه جلده پاسپورټونه عادي وګړو ته د وزارتونو د کارکوونکو او چارواکو په نامه وېشل شوي دي. ...

نور ولوله »

بادغیس: پولیسو یوه لسیزه د سپيو غوښې خوړلې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د بادغیس چارواکي وايي امنیه قومندانۍ کې ټیټ پوړو او لوړپوړو امنیتي مسؤلینو له یوې لسیزې راهیسې د سپیو غوښې خوړلې. د بادغیس امنیه قومندان فهیم قایم، چې تازه يې دغه دنده پیل کړې، د خپلو کارکوونکو او عسکرو پر وضعیت خواشيني ښوودلې او تر ځان وړاندې امنیه قومندان يې ملامت بللی. هغه ویلي، ...

نور ولوله »

اروپايي ټولنه: د ټاکنو روانه پروسه د منلو نه ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳غبرګولي، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازی وايي، د ټاکنو لپاره روانه پروسه دوی ته هیڅ د منلو نه ده. د دې ټولنې استازي پیري میاودون له ازادي راډیو سره په خبرو کې ويلي، چې د روانې پروسې پر وړاندې نا امني یو خنډ دی، خو په وینا یې «نور داسې ډېر فکتورونه دي، ...

نور ولوله »

ماليې وزارت: له پراختيايي بودجې دوو وزارتونو یوه افغانۍ هم نه ده لګولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷غويي، ۱۳۹۷ل): د ماليې وزارت مسؤلین وايي د ۱۳۹۷ لمریز کال له پراختيايي بودجې د ملي دفاع وزارت او د ښځو چارو وزارت د پینځو میاشتو په تېرېدو یوه افغانۍ هم نه ده لګولې. د دې وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو پینځو میاشتو کې د اطلاعاتو او کلتور ووزارت نږدې څلور سلنه، د ترانسپورت ...

نور ولوله »