fbpx

د ټیګونو ارشیف : فساد

درېیمه ورځ د ولسمشریزو ټاکنو نېټه اعلانېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷زمري، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي په دریو ورځو کې به د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نېټه اعلان کړي. د دې کمیسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حقپرست وايي کمیسیون له پوره بررسي وروسته نیت لري چې راتلونکې چهارشنبه د ولسمشریزو ټاکنو نېټه اعلان کړي. ولسمشریزې ټاکنې چې څه باندې لس میاشتې وخت ورته پاتې دي، وروسته ...

نور ولوله »

د مرمر ډبرو په برخه کې پانګه اچوونکي له هېواده په وتلو دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷زمري، ۱۳۹۷ل): د مرمرو ډبرو په برخه کې پانګه اچوونکي په هېواد کې له روان وضعیته ناخوښ دي او ځينو يې له هېواده وتلو ته زړه کړی دی. د مرمر ډبرو د صنعت اتحادیه وايي په دې برخه کې ځينې پانګه اچوونکي دوه کاله وړاندې له پاکستانه راتګ ته زړه وکړ، خو اوس يې بېرته يې ...

نور ولوله »

سیګار: یوولسو کلونو کې تر ۱۵ میلیارده ډالرو ډېر تالا ترغه شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴زمري، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د امریکايي لګښتونو د څار اداره وايي په تېرو یوولسو کلونو کې تر ۱۵ میلیارده ډالرو ډېر، تالا ترغه شوي دي. ان‌بي‌سي د سیګار په حواله وايي، چې دوی د لسو میاشتو په څېړنه کې دا موندلې چې په افغانستان کې د امریکايي ولس د مالیاتو پیسې عبث تللې دي. د ...

نور ولوله »

اجراییه رییس: د ولسمشریزو ټاکنو نېټه باید اعلان شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱زمري، ۱۳۹۷ل): اجراییه رییس عبدالله عبدالله وايي د ټاکنو کمیسیون باید د ولسمشریزو ټاکنو نېټه اعلان کړي. هغه نن د وزیرانو شورا ناسته کې وویل، دا د ټاکنو کمیسیون دنده ده او د حکومت اراده هم باید خلکو ته مبهمه نه وي. د ولسمشریزو ټاکنو لپاره شاوخوا لا لس میاشتې وخت پاتې دی، خو اجراییه رییس ...

نور ولوله »

میدان وردګ: لاریونوالو د ولایت مقام دروازه قلف کړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱زمري، ۱۳۹۷ل): په میدان وردګو ولایت کې ګڼو لاریونوالو د ولایت مقام، ښاروالي، د ټاکنو کمیسیون او د ښځو چارو ریاست دروازې تړلې دي. اعتراض کوونکي وايي د دوی لاریون به تر هغو دوام ولري چې تر څو يې غوښتنې نه وي منل شوې. هغوی غواړي چې په برېښنايي تذکرو کې د ولایت نوم د «وردګ» ...

نور ولوله »

د کورنیو چارو وزارت د ساختماني شرکتونو ۷میلیارده افغانۍ پوروړی دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱زمري، ۱۳۹۷ل): کابل کې د کورنیو چارو وزارت د تعمیرونو ریاست مخې ته د ساختماني شرکتونو مسئولینو او غړو د تحصن خېمله وهلې ده. دوی دغه وزارت د اوو میلیارده افغانۍ پوروړی بولي، چې د بېلابېلو پروژو له امله يې شرکتونو ته نه دي سپارلې. د ساختماني شرکتونو د اتحاديې مشر داود توتاخېل وايي چې شاوخوا ...

نور ولوله »

سیګار: افغانستان د پانګونې لپاره دویم بد هېواد دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۱چنګاښ، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د امريکايي لګښتونو د څار اداره سیګار؛ وايي دا هېواد د پانګونې لپاره د نړۍ په سطحه دویم بد هېواد دی. د افغانستان د اقتصادي او ټولنیزې وضعیت په اړه د دې ادارې په راپور کې راغلي، چې د ناسمې حکومتولۍ او نا امنۍ له امله افغانستان د سوداګرۍ په لیست ...

نور ولوله »

«بنیاد مسعود» نږدې نهه نیم میلیونه افغانۍ مالیه نه ده ورکړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ټلوالي د پخواني جنګیالي احمدشاه مسعود پر نوم جوړ شوي بنسټ له کلونو راهیسې یوه افغانۍ مالیه هم نه ده ورکړې. دغه بنسټ چې پر «بنیاد مسعود» مشهور دی یوازې د کابل ښاروالۍ د مالیاتو له امله له ۱۳۹۱ل نه تر ۱۳۹۶ل پورې ۹ میلیونه او ۲۱۶ زره افغانۍ پوروړی دی. د سلام ...

نور ولوله »

د ټاکنو کمیسیون: ښايي غزني کې ټاکنې ونشي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي په غزني ولایت کې په ټاکنیزه پروسه کې شته جنجالونو ته په کتو ښايي هلته ټاکنې ترسره نشي. د ټاکنو کمیسیون یو کمېشنر سید حفیظ الله پرون کابل کې خبري غونډې ته وویل، د غزني په ټاکنیزه پروسه کې د داخلو اړخونو د عدم توافق له امله امکان لري ...

نور ولوله »

اقتصاد وزارت: تر ۷ میلیونو ډېر پر کار برابر خلک بې کاره دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د اقتصاد وزارت مسؤلین وايي په هېواد کې د بې کارۍ بحران اوج ته رسېدلی او د پر کار برابرو خلکو نږدې نیمايي بې کاره دي. د دې وزارت وزیر مصطفی مستور نن په یوه خبري ناسته کې وویل، په هېواد کې ۱۵ میلیونه او ۶۰۰ زره تنه پر کار برابر خلک لرو، ...

نور ولوله »