د ټیګونو ارشیف : فلم

طالبانو د غزني د زندان د ماتولو مستند فلم خپورکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د طالبانو فرهنګي کمیسیون د غزني د زندان د ماتولو مستند فلم خپور کړی دی. دغه څه باندې یو ساعت فلم چې د دوی پر رسمي پاڼه خپور شوی، پکې د زندان د ماتولو، د زندان په ماتولو کې د بريدګرو مرکې او له زندانه د را خلاصو شویو زندانيانو پيغامونه وړاندې شوي ...

نور ولوله »

طالبانو د هلمند د خانشين ولسوالۍ مستند فلم خپور کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۲۹مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو د هلمند ولایت د خانشين ولسوالۍ د نیول کېدو په اړه مستنده پنځوس دقيقه يي فلم خپور کړ. دغه فلم چې د طالبانو د « الاماره سټوډيو » له لوري خپور شوی، پکې طالب ځواکونه پر سپکو او درندو وسلو سمبال ليدل کېږي. د فلم په پیل کې د خانشين ولسوالۍ پر ...

نور ولوله »

«ضرب هندوکش» د بدخشان اړوند د طالبانو نوی فلم نندارې ته وړاندې شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي۲۷مه ۱۳۹۴ل): طالبانو په بدخشان کې د وروستیو جګړو او بریاو په اړه تازه فلم په انترنیتي پاڼو خپور کړی دی. دغه فلم چې ټولټال یو ساعت او ۳ دقېقې دی، د «ضرب هندوکش» تر عنوان لاندې په بدخشان کې د طالبانو وروستۍ بریاوې، د زیات شمېر وسلو، پوستو، سیمو او عسکرو نیول، طالب ویاند ذبیح ...

نور ولوله »

طالبانو د یوې ویډيو په خپرولو سره د دولت لخوا د ناوې ولسوالۍ نېول رد کړل

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي ۲۴مه ۱۳۹۴ل): طالبانو د یوې نوې ویډيو په خپرولو سره د ګډحکومت هغه ادعاوې رد کړي چې د غزني ناوه ولسوالۍ چې د تېرو لسو کلونو راهیسې د طالبانو تر ولکې لاندې وه نېولې. دغه ویډیو چې ټولټال ۹ دقېقې او ۱۷ ثانیې ده په کې وسله‌وال طالبان ليدل کیږي چې د ناوې ولسوالۍ په ...

نور ولوله »

سوني سمارټ فون استعمال کړه او پنځه میلیونه ډالر واخله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۶مه ۱۳۹۴ل): سوني کمپنۍ د سمارټ فون او ټکنالوژي په برخه کې یو له پیژندل شوو کمپنیو څخه دی. دغه کمپني په دې ورستیو کې خپل نوی سمارټ فون بازار ته وړاندې کړی او غواړي د کاروونکو توجه ورته جلب کړي. سوني دغه سمارټ فون ته د کاروونکو توجه جذبولو په موخه د هالیووډ (Hollywood) ...

نور ولوله »

طالبانو له «عمري لښکر» وروسته، «د غازیانو کاروان » فلم خپور کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو پخپل تازه خپاره کړي فلم «د غازیانو کاروان ـ ۱۲» کې ويلي، چې افغان دولت او د هغوی بهرني ملاتړ له خپلو ټولو امکاناتو سره د دوی د سرتېرو بریدونو په وړاندې بې وسه دي. طالبانو دغه یو ساعته فلم له منبع الجهاد سټوډیو څخه خپور کړی، په پیل کې د جهادي ...

نور ولوله »

طالبان ـ عمري لښکر: بهرنیانو ته باید هر ځای « سره تبۍ » شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو د «عمري لښکر » په نوم خپاره کړي فلم کې ويلي، چې بهرنیان د مفاهیمې او مذاکراتو پر ژبه نه پوهېږي او باید هر ځای ورته « سره تبۍ » شي. طالبانو د خپل خپاره کړي فلم په وروستیو کې ویلي، چې دوی د – پساب – پر امریکايي اډې له سرتيري ...

نور ولوله »

مسلمان ماشومان او د غربي میډیا اثر

لیکوال: عبدالباسط عبدالصمد غربي نړۍ د مسلمانانو د فکرونو د بربادولو لپاره مختلفې وسیلی په کار اچولي، د مسلمانانو د اخلاقو، عاداتو، فکرونو، علاقاتو او دیني اصولو د تخریب کولو لپاره نه ستړي کیدونکې هلې ځلې کړي، خو افسوس نن مسلمان هم د هغوي عادتونه خپلوي، او دنشر او پراخیدو په برخه کې لاډیره مرسته ورسره کوي، غرب زمونږ د ...

نور ولوله »

طالبانو په نوي فلم کې پر «ښاري جګړه» ټینګار کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۹مه، ۱۳۹۳ل): د طالبانو له لوري په یوه خپاره شوي ویډیوي فلم کې ټینګار شوی چي د دوی پلویان باید په ښار کې د ننه جګړې ته مخه کړي، عکاسي يې کړي او د ټولنیزو پاڼو او نورو وسایلو له لارې يې نشر ته وسپاري. د طالبانو د الهجره په نامه سټوډیو څخه د «عبرت» ...

نور ولوله »

ایران په رسول الله ﷺ جوړ شوی فلم نندارې ته وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۱مه ۱۳۹۳ل): که څه هم د نړۍ علماوو په دې اجماع ده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه تمثیلي فلم جوړول حرام او د اشدو جرمونو څخه دي، خو ایران سربېره پر دې په دې اړه فلم جوړ کړی دی چې ښايي پنجشنبې ورځې ته نندارې ته وړاندې شي. ایراني ...

نور ولوله »