د ټیګونو ارشیف : فټبال

«زين الدين زيدان» يو وار بيا د ريال مدريد روزونکی وټاکل شو

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۰ کب، ۱۳۹۷ل): د اسپانيا مشهور کلب ريال مدريد لوبډله چې په ۲۰۱۸/۱۹ پړاو سياليو کې له يو شمېر ستونزو سره مخ شوه، يو وار بيا د ريال مدريد لوبډلې مشر په غوښتنه زين الدين زيدان خپل روزونکی وټاکه. فرانسوی مسلمان مشر روزونکی زين الدين زيدان چې تېر درې کاله د ريال مدريد مشر روزونکی پاتې ...

نور ولوله »

فټبال: نن د اسیا کپ په پایلوبه کې قطر او جاپان سره مخ کیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۲سلواغې، ۱۳۹۷ل): د متحده عرب اماراتو په پلازمینه ابوظبي کې د اسیا کپ په پایلوبه کې نن د جمعې په ورځ د قطر هیواد ملي لوبډله د جاپان د ملي لوبډلې سره مخ کیږي. دا لومړی ځل دی چې د قطر لوبډله د اسیا کپ پایلوبې ته رسیږي، خو جاپان دغه جام څلور ځله ګټلی دی ...

نور ولوله »

اونیز معاش یې سل زره یورو دی، خو بیا هم د مسجد حمامونه پاکوي، ولي؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ وږی، ۱۳۹۷ل): برتانوی ورځپاڼې «ډیلي میل» پوښتنه کړې چې د سنګال هیواد لوبغاړی سادیو ماني چې د انګلینډ په پریمییر لیګ کې لوبه کوي، په اونۍ کې سل زره یورو معاش اخلي خو بیا هم د لیورپول په یوه مسجد کې لیدل کیږي چې ددغه مسجد تشنابونه او اودس ځایونه صفا کوي؟ ورځپاڼه خپله ...

نور ولوله »

فوټبال: د فیفا ۲۰۱۸ نړیوال جام سیالیو کې، څوک له چا سره لوبیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل) د فوټبال نړیوال فدراسیوان فیفا د ۲۰۱۸ نړیوال جام لوبو لپاره پر ۳۲ لوبډلو ګډ جدول اعلان کړ. وړمه ورځ د روس په پلازمینه ماسکو کې د فیفا غونډې په ترڅ کې د ۳۲ لوبډلو ګروپونه اعلان شول. جدول کې ۸ ګروپه شامل دي، او په هر ګروپ کې ۴ لوبډلې دي، چې ...

نور ولوله »

فټبال: ایټالیا د کال ۲۰۱۸ نړیوال جام څخه بهر شوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۲۳مه ۱۳۹۶ل): د ایټالیا فټبال لوبډله د ۲۰۱۸ کال نړیوال جام څخه چې په روسیه کې کیدونکی دی بهر شوه. د نړیوال جام غوراوي سیالۍ دا مهال په اروپا کې روانې دي. د دوشنبې په ورځ د سویډن او ایټالیا تر منځ لوبه کې سویډن او ایټالیا په صفر ګول سره مساوي شوه، چې ...

نور ولوله »

فټبال: افغانستان او اردن په ۳ ګولونو برابر شول / ویډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ تله، ۱۳۹۶): نن د تاجكستان په پلازمینه دوشنبه کې د افغانستان او اردن تر منځ د فټبال لوبه تر سره شوه چې دواړو غاړو په کښي ۳-۳ ګولونه ووهل او لوبه برابر شوه. ننۍ لوبه د فټبال د اسیا جام د غوراوي سیالیو د څلورم پړاو په لړ کې تر سره شوه. د اسیا ...

نور ولوله »

جرمني د چیلي څخه د کنفدراسیون جام پایلوبه وګټله / ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ چنګاښ ۱۳۹۶ل): تېره شپه په روسیه کې د جرمني او چیلي هیوادونو تر منځ د کنفدراسیون جام پایلوبه وشوه چې جرمني په یوه ګول وګټله. باید وویل شي چې جرمنې شپږم هیواد دی چې دغه جام ګټي. د کنفدراسیون جام هر څلور کاله وروسته د فیفا له لوري جوړیږي، چې په کښي د شپږو لویو ...

نور ولوله »

وګورئ: ډاکټران په عملیات خانه کې د فټبال لوبه ګوري

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹ چنګاښ ۱۳۹۶ل): په تیرو ساعتونو کې پر ټولنیزو پاڼو یوه ویډیو خپره شوې چې له امله یې په «چیلي» هیواد او بهر کې د یادو ډاکټرانو پر ضد سخته غوصه را پارولې ده. په ویډیو کې ښکاري چې یو شمېر ډاکټران په عملیات خانه کې په داسي وخت کې د خپل هیواد «چیلي» او پرتګال ...

نور ولوله »

فټبال: جرمني په دوهمه نیمه پایلوبه کې مکسیک ته په ۴-۱ ماتې ورکړه / د لوبې لنډیز ویډیو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹ چنګاښ ۱۳۹۶ل): نن د شپې ناوخته د په روسیه کې د نړیوال کنفیډریشنز سیالیو په لړ کې د جرمني او مکسیک تر منځ دوهمه نیمه پایلوبه تر سره شوه، چې جرمني څلور ګولونو په کښي ووهل او مکسیک د یوه ګول په وهلو وتوانېد. د ننۍ لوبې په ګټلو سره جرمني د کنفیډریشنز کپ پایلوبې ...

نور ولوله »

که د فټبال سره شوق لرئ، دا «پاسونه» وګورئ / ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د فټبال یوه خوبي داده چې لوبغاړي يې ټول په یوه ځانګړې ستراتیژي سره په حرکت کې وي، ستراتيژې عموما د لوبډلې منېجر یا کوچ جوړه وي. په ستراتیژې جوړونه کې د دفاع، منځ او فاروډ لوبغاړي ټول مهم وي، خو د ګول وهلو اکثره مسؤولیت بریدګر یا فارورډ ته ور له غاړه ...

نور ولوله »