د ټیګونو ارشیف : فکرمل طالب

دنړۍ وګړي / فکرمل طالب

تښتي سرماتی دنړۍ وګړي کفري بد ذاتي دنړۍ وګړي دا دابلیس له تخمه وتي خلک زمونږ سوله ساتي دنړۍ وګړي چه دژوندون په اوږو بارشی راشی ارواح میراتي دنړۍ وګړي ومو شړل له جنتي ټاټوبي دوزخ حیاتي دنړۍ وګړي دوی ته له هرچانه غښتلي ښکاري خو مونږته پاتې دنړۍ وګړي راته له سپینونه ځان سپین یادوي ټول خراباتي دنړۍ وګړي ...

نور ولوله »

ځانګړی انډیوال / فکرمل طالب

د ښائيست د شهزادګانو کلیوال وای د لمرونو او ګلونو سره سیال وای د تیارو زامن په تور اور سوزېدلی او ظاهر د رڼاګانو روڼ کمال وای زه څښتن دحقیقي پاکې نکاح وای زما وینې د حورانو مهرِ مال وای تنکی ځان مې له پاک دین نه نذرانه وای اومصرف مې دغزا غازي ریال وای د بېځایه بې ننګۍ له ...

نور ولوله »

کابل يم/ فکرمل طالب

چاته مرګ چاته زندان یمه کابل يم چاته خوږ لکه خپل ځان یمه کابل يم دننګو شمله مې هسکه په جهان ده د غزا ګرم میدان یمه کابل يم د زقوم ترخه لُقمه یم نه تېرېږم هر غاصب لره تاوان یمه کابل يم روغ سرونه هیچانه دي رانه وړې غازي کور دميرويس خان یمه کابل يم لاهو کړی مې لښکرې ...

نور ولوله »

دعاګانې / فکرمل طالب

خیال مې ټول ځولۍ ځولۍ دعا دعا دی نن مــې راوړې قافیــیــو کې دعاګانې مونږ ژړا کوؤ دعرش مالک ته ژاړو ستا قبلیږي خندېدو کې دعاګانې لېمې لپه کړه آسمان ته مخاطب شه راته وکړه نن په تلــو کې دعاګانې دګلاب په بخملي شونډو سجده ږدم تاته کانــدم پــسرلو کې دعاګانې فرښتې به پرې امین نه وایي ولې ما تل ...

نور ولوله »

غازي بِلاد / فکرمل طالب

په ستړي یاد باندې غزلې لیکم درد او فریاد باندې غزلې لیکم دخپل ولس دحال پوښتنه کوم جنګ زنده باد باندې غزلې لیکم کچکول منم د ملنګۍ ګرځوم مغرور شمشاد باندې غزلې لیکم سپینه ماڼۍ باندې لړزه راولم غازي بِلاد باندې غزلې لیکم شعر شاعري مې د ولس ژباړه ده د حق بنیاد باندې غزلې لیکم غمي د اوښکو ټولومه ...

نور ولوله »

نومیالي / فکرمل طالب

مونږ د نړۍ ناړامي وزغمله مونږ په نړۍ کې نومیالي پاته شو مونږ زمانې سره بدل نه شولو مونږ لا هم هغه پروني پاته شو خو دومره ده چه تکتیک نوی نوی خو په ایمان باندې قوي پاته شو مونږته له هسکه نصرتونه راځي مونږه له هسکه بریالي پاته شو مونږپه تش لاس باندې ګټلي جګړې مونږ په تش لاس ...

نور ولوله »

ايماني ځواک / فکرمل طالب

یو ملګری په زړۀ پاک درسره واخله او بل خپل ایماني ځواک درسره واخله د اسبابو په ډېرښت تکیه ونکړې د رب نصر او ادراک درسره واخله د دښمن علاج دې شونی ده طالبه فقط یو ثقيل سفاک درسره واخله دشيطان په جال کې ګیر نشې دلبره د تقوای قېمتي واک درسره واخله د خدايۍ له دعوه ګرو مه ډارېږه ...

نور ولوله »

خاموشي / فکرمل طالب

د تکبیر په غږ مې ماته خاموشي کړه پخوا ښه وم مابه زیاته خاموشي کړه اوس د وخت ناخوالو یمه پارولی کنه ماخو به هر چا ته خاموشي کړه حوصله مې لکه غر وه باک مې نه وو تل مې لُو وړې بلا ته خاموشي کړه اسرافیله! هدیرې مو کړه راويښې پښتنو اوس امریکا ته خاموشي کړه فکرمل به په ...

نور ولوله »

د نېکۍ دلدل

فکرمل طالب داحساس په ځنځیرځان اووهه ویښ شه داسرزوری درست جهان اووهه ویـښ شه دخالد بن ولید یاد را ژوندی کړه د خپل عصـر بدمعاشان اووهـه ویـښ شه د اسلافو ایماني برم ته لاس کړه د تقوی په تیر شـیطان اووهـه ویـښ شه زحمتونه په ځان وګاله زلمی یې سـتـغـه لاره د زنـــدان اووهـه ویـښ شـه له دوزخه د نېکۍ ...

نور ولوله »

مورجانه

فکرمل طالب ماته مې ګرانه تر هر چا مورجانه خدایه ژوندۍ لرې زما مورجانه زه اوس د هېڅ خطر پروا نلرم راپسې تل کوي دعا مورجانه دزړه حرم مې خدایه مه نړوې زه پرې ژوندی یم دامې ساه مورجانه زما له درد او له زګیرویو راته ټوله شپه ویښه وه بیګا مورجانه مامې له مور څخه یوازې مکړې خدایه جلا ...

نور ولوله »