د ټیګونو ارشیف : قاري سعید

له عاصمه تر عاصمه، د شپږو یارانو داستان

قاري سعید خبر دی وایي د کابل کفرپلوي رژیم شپږ تنه مجاهدین په دار ځړولي،د اعدام شویو ټولو مجاهدینو نومونه او معرفت نه دي په ډاګه شوي،خو همدا شیبه مې چې په فیسبوک د لومړني شهید نوم او عکس ولید هغه  عاصم نومیږي. د نورو شهیدانو نومونه به په کراره راښکاره شي،خو د اوس لپاره د عاصم نوم ددې لپاره ...

نور ولوله »

و اصحاب الیمین ما اصحاب الیمین

قاري سعید نن ماسپښین مو چې د شهید بشیراحمد ریان نازک بدن د پردي وطن په هدیره کې د یوې غونډۍ پر سر ډبرین قبر ته ورښکته کړ او له وروستۍ لپې دعاء  بعد د قبر له ځایه راښکته شوو، د جنازې په ځای کې خلک یو ځل بیا د عمومي فاتحې او دعاء لپاره کیناستل. دغه مهال د ټولو ...

نور ولوله »

د سنګین حماسه تر دې ډیره ستره ده

قاري سعید – او دادی بالاخره همدا نن  چهارشنبه د ۱۳۹۴ لمریز کال د مرغومي په دوهمه نیټه مجاهدین وتوانېدل چې د سنګین ولسوالي بشپړه فتحه او د اسلامي نظام او خپلواکۍ توغ ورباندې ورپوي. دا له څوارلس کلن اشغال وروسته لومړی ځل دی چې سنګین ولسوالي په بشپړه ډول د اشغال له خبثه پاکیږي او د ازادۍ وږمې تنفس ...

نور ولوله »

د مېزان شپږمه، د ماشومتوب د مهال برداشت

قاري سعید نن دوشنبه د میزان شپږمه ده، نولس کاله وړاندې په همدې ورځ طالبانو د افغانستان پایتخت کابل ونیو او د هیواد وروستنی کمونیست واکمن ډاکټر نجیب یې په دار وځړاوو. د میزان شپږمه زموږ د تاریخ مهمه ورځ ده، نن مې چې انټرنيټي رسنیو ته سر ورښکاره کړ، ځینو کسانو ددې ورځې په اړه خپلې خاطرې لیکلې وې، ...

نور ولوله »

شکست ولې راځي؟

قاري سعید په ۱۹۶۷ میلادي کال کې څلورو عرب ملکونو مصر، اردن، سوریې او عراق په یوه وار په اسرائیلو برید وکړ، خو د شپږ ورځني جنګ په ترڅ کې د اسرائیلو پنځوس زره پوځ د مقابل جانب شاوخوا دری لکه پوځ ته په ټولو استقامتونو شکست ورکړ. په دې جنګ کې ظاهرا څلور اسلامي ملکونو د یوه یهودي هیواد ...

نور ولوله »

سوله څه ډول سوله؟

لیکوال: قاري سعید سوله انساني غوښتنه ده چې هر انسان ورسره طبیعتا علاقه لري، الله تعالی د انسانانو لپاره خپل د اطعام او امن کولو نعمتونه په سورة قریش کې په ځانګړي ډول یاد کړي دي. خو باید دې ته متوجه و اوسو چې دغه ډول سوله چې زموږ عقیده، سر، مال، عزت او نور ارزښتونه امن کړي یوازې د ...

نور ولوله »

جامعه قاسمیه، په ثمر رسیدلې کرونده

لیکوال: قاري سعید د ۲۰۰۵ م کال د اوړي هغه توده ورځ مې اوس هم په یاد ده،چې زه او احمدګل ریان صاحب په لومړي ځل  په اکوړه خټک کې  د مفتي حبیب الله قاسمي صاحب مدرسې  قاسمیه جامعې ته ورغلو. جامعه اصطلاح  عربان د پوهنتون په سطحه د تعلیمي ادارې لپاره کاروي، موږ هم دا فکر کاوو چې  قاسمیه ...

نور ولوله »

د ایزمونو دبازار مشتري ته !

قاري سعيد هرڅه بدلوه خو ګوره دین درنه بدل نه شي یاره شکاکي ! چېرته یقین درنه بدل نه شي ته چي دایزمونو دبازار ځان مشتري بولې خیال دې په لال ساته ، په سرګین درنه بدل نه شي پوست که نوی نوی بدلوې دومره کیسه نه ده خدای دې پردې وکړه ، مغز دېرین درنه بدل نه شي هرڅه ...

نور ولوله »

د اوښکو برسات

قاري سعید سمندر له مانه ښه دی که له درده لیونی شو او سینه یې له دقته شوه لبرېزه نو د ( آه ) مخ خو یې اوړي اسویلي به یې زړه سپک کړي اسویلي خو به یې چیرته جل وهلیو . . لمر وهلیو ته د وریځو سایه بان شي ! هسکه ! ته هم بختور یې که له ...

نور ولوله »

غزل – قاري سعید

ښایست نيزه او آس دی هم سینـــــــګار نیزه او آس د نن هــــــــــر شازلمي ته دی پــه کار نیزه او آس نــــــــــو ولې زه او ته پرې د سیاست قافلې بـــیایو چې تېر دي له موږ وړانــــــدې په دې لار نیزه او آس تندی دغلیم ګوره خپل راتلونکی په کې غــــــواړه پریښودل دې چې په کور کې دخپل پلار نیزه ...

نور ولوله »