د ټیګونو ارشیف : قاضي

پکتيا کې يو قاضي وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ تله، ۱۳۹۸ل): نامعلومو کسانو په پکتيا ولایت کې يو تن قاضي په ډزو ويشتلی او وژلی دی. راپورونه وايي چې د پکتيا ولايت د احمد ابا ولسوالۍ په رود کلي کې تيره شپه د قاضي لاهور په نامه يو تن په ډزو وژل شوی دی او بريد ګر له سيمې څخه تښتېدلي دی. د پکتيا ...

نور ولوله »

پيښور: نامعلومو وسله والو په يو قاضي بريد کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹کب، ۱۳۹۷ل): د پاکستان پښتونخوا ايالت په مرکز پيښور کې نامعلومو وسله والو د پيښور محکمې د قاضي په موټر بريد کړی دی او نوموړی يې له خپل موټر چلونکي سره ټپي کړی دی. د پيښور پوليس وايي چې د پيښور محکمې قاضي محمد ایوب په موټر په حيات اباد کې نامعلومو وسله والو بريد کړی ...

نور ولوله »

د غزني والي د طالبانو ځايي قاضي ته عریضه کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸وری، ۱۳۹۷ل): ارګ ته نږدې رسنۍ وايي د غزني والي عبدالکریم متین د یو هوټل پر سر را ولاړه شوې لانجه د حل لپاره د طالبانو ځايي قاضي ته وړاندې کړې ده. د سرچینې په وینا د غزني والي د اندړو ولسوالۍ له یو تن اوسېدونکي قیام الدین سره پر شریک هوټل لانجې ته رسېدلی، ...

نور ولوله »

د قضاء او قاضي پېژندنه

د سرمؤلف مرستیال استاذ عنایت الله عادل د قضاء تعريف د قضاء کلمه د قضی یقضی څخه د مصدر صيغه ده، دا کلمه په اصل کې قضای وه د عربي ژبې د يوې قاعدې په اساس «يا» يې په همزه بدله کړه د لغت په کتابونو کې د دې کلمې ډيرې معناوې ذکر شوې دي لکه حکم، فيصله، تيريدنه، اجراء ...

نور ولوله »

دعوه – لنډه کیسه

لیکوال: حشمت مجددي خدایداد په خیرن سپین پلاستیک کي پراته اسناد د څارنوال مخي ته پر مېز کښېښول. څارنوال بد – بد ورکتل؛ د سپینو کالو د مخ له جېبه ئې خپلي توري کټبیني عینکي راوېستې. د عینکي دواړي ښيښې يې کوه کړې او پر سترګو يې کښېښولې. اسناد يې د پلاستیک څخه راوېست، د لومړۍ ورقي دوې جملې ئې ...

نور ولوله »

کندز: د نظامي ابتدائیه محکمې رئیس تښتول شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغه ۲، ۱۳۹۵ل): نامعلومو وسلوالو د کندز ولایت د نظامي ابتدائیه محکمې رئیس د خپل یوه ساتونکي سره تښتولی دی. د پولیسو د ۸۰۸ سپین زر قومندانۍ ویاند محفوظ الله اکبري رسنیو ته ویلي چې پېښه نن سهار په خان اباد ولسوالۍ کې د خواجه پسته په سیمه کې را منځته شوه. نوموړي ویلي چې د ...

نور ولوله »

قاضي، اُوښه او درې حجر

ژباړه: اسدالله مبارز وایې په یو ځای کې یو سړی اوسېده چې درې زامن یې ول، د درې واړو زامنو نومونه یې “حجر” ایښې وو. ورځې تېریدي چې سړی د مرګ په مرض اخته شو؛ درې واړه زامن یې راوغوښت، وصیت یې وکړ چې زما له مړیني وروسته به حجر ته میراث ورکول کیږي، حجر ته میراث نه ورکول کیږي ...

نور ولوله »

د غزني د رشيدانو ولسوالۍ د محکمې رییس، کابل کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۸مه، ۱۳۹۵ل): د غزني د رشيدانو ولسوالۍ د محکمې رییس کابل ښار کې په ډزو وژل شوی. د کابل ښار امنیتي مسوولین وايي چې پېښه تېره شپه د پنځمې امنیتي حوزې اړوند په دېوان بېګي سیمه کې شوې ده. د پولیسو یو تن مسوول مل پاسوال همایون عیني رسنیو ته ويلي چې قاضي بخت ...

نور ولوله »

ګیدړه او د قاضي چرګان «له پنده ډکه کيسه»

ژباړن : عطا محمد میاخېل لېوه او ګیدړه له یو بل سره دوستان وو . ګیدړې له خپلې هوښیارۍ او ځیرکۍ او لېوه له خپل ډېر زور او تېرو خپړو څخه ګټه پورته کوله . ګیدړې ښکار پیدا کاوه او لېوه به هغه ښکار کاوه، نو دواړه به سره کېناستل او کوم ښکار به یې چې تر لاسه کړی و، ...

نور ولوله »

درې وروڼه ،عجيبه کيسه: شرر ساپی

شرر ساپی ډېره عجیبه کیسه ده! په عربانو کې يوه قبیله وه چې د پالبینانو په قبیله يې شهرت لاره، له دې امله نه چې دوی به پالونه کتل، بلکې دوی ډېر ځېرک او هوښيار و، په دې قبیله کې يو حکیم او هوښيار سړی راپيدا شو، مخ يې رڼا کوله، دا سړی د عبدالله ګانو په پلار مشهور و، ...

نور ولوله »