د ټیګونو ارشیف : قدس شریف

اردوغان: د امریکا لاسونه د فلسطینیانو په وینو لړلي دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې امریکا د اسرائیل سره په ټولو جرمونو شریکه ده او کوم قتل عام چې په تیرو ورځو کې په غزه کې وشو، امریکا په کښي مستقیمه دخیله ده. نوموړي د ترکیې په پلازمینه کې د بهرنیو هیوادونو د سفیرانو سره په یوه غونډه کې دا ...

نور ولوله »

د اسرائیل واکمن ګوند قدس او غربي تړانګه د خپل هیواد برخه وبلل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل): په اسرائیل کې واکمن ګوند «لیکود» په بشپړې اجماع سره د هغې پریکړې ملاتړ وکړ چې له مخې يې د قدس شریف په ګډون غربي تړانګه «الضفة الغربیة» د لوی اسرائیل برخه بلل کیږي او اسرائیلو ته په کښي ازاده اجازه ورکول کیږي چې چیري کورونه جوړوي. په پرېکړه کې راغلي چې پر ...

نور ولوله »

اردوګان: که مو قدس له لاسه ووت، مکه او مدینه منوره به مو هم له لاسه ووزي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان تېره ورځ په یوه غونډه کې وویل چې د قدس شریف ساتنه که مو ونه کړای شوه، نو سبا به وار پر مدینې راځي، او که مو مدینه ونه ساتله، بیا به د مکې مکرمې او کعبې شریفي وار وي. نوموړي دغه خبرې په استانبول کې یوې ...

نور ولوله »

زموږ د لومړۍ قبلې د ژغورني تمه له چا څخه؟

عبدالمالک همت د اسلامي هيوادونو له مشرانو او د دوی د ملاتړو او پيروانو څخه، لوی دي، که کوچني، چي په ښکاره او يا پټه د امريکې د ګټو خوندي کوونکي او ملاتړي دي زموږ د لومړۍ قبلې د ژغورني تمه بې ځايه ده، له دوی څخه دا هيله هيڅ مه کوئ. د دغو مشرانو د ګټو خوندي کولو او ...

نور ولوله »

ټرمپ فخر کوي: ما خپله وعده عملي کړه / ویډیو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د امریکې ولسمشر ټرمپ پر خپل ټویټر اکاونټ یوه ویډیو خپره کړې چې په کښي د امریکې پخواني ولسمشران یهودانو ته وعدې ورکوي چې د امریکې سفارت به د تل ابیب څخه قدس شریف ته انتقالوي خو وروسته یې عملي نه کړي، خو ټرمپ خپله وعده هم ښکاره کوي او بیا یې عملي ...

نور ولوله »

د ټرمپ ملاتړي هم د پلازمینې په توګه قدس شریف نه مني / انځور

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۷ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): په ټولنیزه پاڼه ټویټر کې د ټرمپ ملاتړي اکاونټ یوه ټول پوښتنه خپره کړې او پوښتنه یې کړې چې ایا تاسو د ټرمپ سره موافق یاست چې د امریکې سفارت د تل ابیب څخه قدس شریف ته انتقال شي؟ په جواب کې ۷۷ سلنه خلکو ورته منفي ځواب ورکړی او یوازي ۲۳ سلنه ...

نور ولوله »

د بیت المقدس تاریخ، مسلمانان او یهودیان

لیکوال: سعید احمدي بیت المقدس یا یروشلم د فلسطین هغه ښار ده چې د مسلمانانو، یهودیانو او مسیحیانو درې واړو لپاره یو مقدس ښار بلل کیږي، مسحیانو ته ځکه مقدس ده چې مسیح علیه السلام دلته زېږېدلی ده، دلته (هیکل سلیماني) عبادتخانه ده چې د بني اسرائیلو د نبیانو قبله وه. او د مسلمانانو د قبلې له بدلېدو نه وړاندې ...

نور ولوله »

امریکايي لیکوال: سعودي د ایران ضد جګړې لپاره بیت المقدس قرباني کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): ټي ار ټي ورلډ ويبپاڼې د امریکايي څېړونکي خبريال کلايټون سويشر لیکنه خپره کړې چې په کښي راغلي، سعودي د تهران پر ضد د جګړې لپاره بیت المقدس قرباني کړ. د کلايټون سويشر په مقاله کې راغلي، متحده ایالتونو او د هغوی عرب متحدينو د اسرائيلو د پراختيا لپاره لاره هواره کړه، تر ...

نور ولوله »

مولانا صبور: د تباهۍ پر لور د امریکا سفر ګړندی شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): په کابل کې د جمعیت اصلاح مخکښ مشر مولانا عبدالصبور پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې امریکا د خپلې تباهۍ پر لور سفر پیل کړی او دعا یې کړي چې الله تعالی دي « د شوروي غوندي تباه او برباد کړي». نوموړي دغه خبرې د هغه پرمختګ په غبرګون کړی چې تېره ورځ ...

نور ولوله »

قدس ښار کې د امریکا سفارت یعنې څه؟

زاهد جلالي تېره شپه د امريکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، اعلان وکړ چې د امريکا سفارت به له تل ابيب ښار څخه قدس ښار، يا يروشلېم، ته انتقالوي. په داسې حال کې چې قدس ښار له لسګونو کلو راپه دې خوا د اسراييلو په کنترول کې دی، د نړيوال کونسلګرۍ په کې دي، فلسطيني اوسېدونکي، د دوی کورونه او دوکانونه په ...

نور ولوله »