fbpx

د ټیګونو ارشیف : قرآن کریم

شان نزول او تفسیر پوهنه

ليکوال :حامد كمال الدين ژباړن: عبدالمالک همت د آيت د نزول لامل يا اسباب نزول چي په پښتو تفسيرونو کي شان نزول هم ورته وايي د قرآن پوهني يو ارزښتناک ډګر دى. د قرآن کريم د آيتونو په تفسير او څرګندونه کي دې ته زښته زياته اړتيا سته او د نزول د لامل پرته تفسير نيمګړى وي. د قرآن کريم ...

نور ولوله »

د قرآن کريم د غونډولو او ليکلو په اړه لنډ معلومات

د عبدالمالک همت لیکنه او څېړنه مخکنۍ څرګندوني: رسول الله صلی الله علیه وسلم په ٦١٠ عېسوي کال د پيغمبرۍ په منصب ووياړل سو. کله چي هغه ته لومړنۍ وحي نازلي سوې عمر يې څلوېښت کاله وو. پر رسول الله صلی الله علیه وسلم باندي د وحيو پيل له رشتينو خوبونو څخه وو. تر دې وروسته د هغه سره په ...

نور ولوله »

فواتح السور (د قرآني سورتونو پرانيستونکي کلمې)، د هغو تقسيم او ځيني اعجازي اړخونه

ژباړونکی عبدالمالک همت د قرآني سورتونو په پیل کي چي کوم الفاظ راغلي دي، هغو ته په اصطلاح کي ” فواتح السُّوَر“ وايي. که د دغو پرانیستونکو کلماتو پر نوعیت او حقیقت باندي غور وسي، نو ټول لس قسمه دي، په دې ډول: ۱. هغه سورتونه چي د الله تعالی په حمد او ثنا پیل سوی دی. ۲. هغه سورتونه ...

نور ولوله »

په قرآن کریم بوختيا، بې تاوانه سوداګري

عبدالمالک همت قرآن کریم هغه ښکلی او منلی کتاب دی چي د لوی څښتن جلت عظمته قدیم او غیر مخلوق کلام باله سي، کوم چي حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته يې په لفظ او معنا رااستولی دی. دا د اسلام همېشنی کتاب او لویه معجزه ده چي د ټولو خلکو لپاره د دې او هغي دنیا یو غوره ...

نور ولوله »

ناپیلیون او قرآن – له پنډه ډکه کیسه

ژباړن : عطا محمد میاخېل یوه ورځ ناپیلیون په دې فکر کې شو، چې څه ډول کېدای شي اسلامي هېوادونه تر خپلې ولکې لاندې را ولم ؟ او مسلمانان څنګه د فرانسې تر تسلط لاندې راشي ؟ د دې کار له پاره له یوه عرب ژباړن سره مصر ته لاړ، تر څو څېړنه وکړي . لومړی له خپل ژباړن سره ...

نور ولوله »

قران کریم او د فرخندی قاتلان

پوهنوال دوکتور محمد یوسف سلیم د قران کریم قصې د عبرته ډکې دې. هره قصه د یو قوم د وګړو دعقیدی، کړنو او د الله (ج) د رالیږل شوو استازو سره دهغوی د تعامل یوه زړه راښکونکې ننداره وړاندې کوي. که څوک په ځیر او دقت دقران عظیم الشان قصو ته متوجه شي د یو قوم د افرادو د کړنو ...

نور ولوله »

د قرآن کریم نزول او د مسلمانانو حالات

quran

استاذ نورالله خان احمدزی سورت علق لومړنی سورت دی په اعتبار د نزول: په دغه سورت کې هغه څلور مسئلې بیانوي په کومو چې ټول انبیاء کرام الله تعالی ورباندې رالیږل شوي وو. غه دادي. (۱) د الله حکم منل. (۲) ایمان په قیامت. (۳) الله تعالی ته منقاد او تابعدار ګرځېدل. (۴) د الله تعالی پیغمبر منل. نو له ...

نور ولوله »

د مصري قاریانو استاد راغب مصطفی غلوش ومړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): د مصري رسنیو د خبر سره سم د مصري قاریانو د ټولني غړی، او په مصر کې د قرآن کریم په راډیو کې موظف قاري راغب مصطفی غلوش د ورپيښي ناروغۍ له امله په ۷۷ کلن عمر ومړ. راغب مصطفی غلوش د مصر او اسلامي نړۍ له مشهورو قاریانو څخه وو. د مصري ...

نور ولوله »

دقــــــرآن فریاد – هاشم سادات

قران کریم

ستـا د لاری رهـــــــــــنما یم کاش تانه یم پیژندلي ځـــــه کلام د پاک الله یـــــم کاش تانه یم پیژندلی چاچه ته یی پیداکړي څوک چه ستادژوند مالک دي رالیـــږلي هـــــغه چــا یـــم کاش تا نه یم پــیژندلي ځــــــه دغیـــــرو ګیله نکړم خو لتامي ګــیله کیږي غــورځـــولي دي پـــه شا یم کاش تانه یم پیژندلي اي ځــمانه مروره راشــــه ماســــره په ...

نور ولوله »

په څو ژبو پوهېدو والا ملامت دي!

انګریزي زده کړه

عابدالله مستغفر خوښ یم چې ډېری افغانان په ليک او لوست پوهېږي، له عصري زده کړو سره هم ښه په مخ روان دي. ژبې يې دوه، درې، څلور او پنځه لا هم زده دي. مګر ډېر د افسوس ځای دی چې څه مو بايد زده وای؛ مخ مو لا نه دی ور اړولی. نن سبا انګلېسي او کمپيوټر ريښتيا هم ...

نور ولوله »