د ټیګونو ارشیف : قرارګاه

کندهار: طالبانو د یوې قرارګاه او ۲۴ پوستو د نیول کېدو خبر ورکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۶مه، ۱۳۹۵ل): طالبان وايي چې د کندهار په شاولیکوټ کې يې یوه مهمه قرارګاه او ۲۴ پوستې نیولې دي. د طالبانو د خبرپاڼې له مخې دوی د عمري عملیاتو په لړ کې د یادې ولسوالۍ د البک په سیمه کې ترینکوټ ته پر غځېدلې لار امنیتي پوستې تر برید لاندې ونیولې، چې د يوې قرارګاه ...

نور ولوله »

لوګر: په ښوونځي کې د ملي اردو قرارګاه زده کوونکي له زده کړي محروم کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۷مه، ۱۳۹۵ل): د لوګر ولایت په بره کي برک ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونو په یوه ښوونځي کې قرارګاه جوړه کړې چې له امله یې تر ۳۰۰ زیات زده کوونکي له زده کړو محروم شوي دي. د یادي ولسوالۍ یوه قومي مشر خالقداد رسنیو ته ویلي چې د چلتن سیمي په منځني ښوونځي کې ...

نور ولوله »

هلمند: مرکز لشکرګاه کې د امنیتي ځواکونو قرارګاه د طالبانو لاس ته ولوېده

mili-ordo

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند په مرکز لشکرګاه کې له خونړۍ جګړې وروسته د امنیتي ځواکونو لویه قرارګاه د طالبانو لاس ته ولوېده. د طالبانو له لوري رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د دوی ملګرو تېره شپه له څلورو ساعتونو وروسته د لشکرګاه په بلوچانو کلي کې د امنیتي ځواکونو قرارګاه بشپړه ...

نور ولوله »

پکتیا: امنیتي ځواکونه د زرمت له لويې قرارګاه تښتېدلي

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۸مه، ۱۳۹۴ل): د پکتیا زرمت ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونه له یوې لويې قرارګاه نه تښتېدلي دي. په سیمه کې د نن ټکی اسیا ځايي سرچينې وايي چې امنیتي ځواکونو په کلالګو سیمه کې هغه لویه قرارګاه پرېيښې ده، چې تر دوی وړاندې پکې بهرني پوځيان مېشت و. د سرچينې په وینا له دې قرارګاه نه ...

نور ولوله »

هلمند: مارجه کې امنیتي ځواکونه له يوې قرارګاه تښتېدلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۶مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند په مارجه ولسوالۍ امنیتي ځواکونه له یوې قرارګاه او ځینو پوستو تښتېدلي دي. د سیمې اوسېدونکي وايي چې په دې قرارګاه کې د ملي اردو ځواکونه مېشت و، چې له څو ورځو د طالبانو تر بریدونو لاندې و. د دوی په وينا د قرارګاه د امنیتي پوستو له سقوط وروسته له ...

نور ولوله »

روزګان: سلطان محمد ناوه د طالبانو لاس ته ولویده، ۴۵ تنه پولیس وژغورل شول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۱، ۱۳۹۴ل): د روزګان ولایت د خاص روزګان ولسوالۍ د سلطان محمد ناوه په سیمه کې له دوه میاشتو محاصره پولیس د ملي اردو په عملیاتو کې د الوتکو په ذریعه وژغورل شول، او بیا وروسته د هغوی قرارګاه د بمبار په ذریعه له منځه یووړل شوه. د روزګان دولتي چارواکي وايي چې تیره شپه ...

نور ولوله »

طالبانو بدخشان کې د لويي قرارګاه يو سل او ۱۰ عسکر نيولي

نن ټکی اسیا (هفته، زمری ۳ مه، ۱۳۹۴ل) : طالبانو د بدخشان ولايت په وردوج ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو يوه لويه قرارګاه نيولې ده. د معلوماتو له مخې وسلوالو طالبانو دوه ورځي وړاندې په قرارګاه او دفاعي پوستو بريدونه پيل کړي وو چې يو شمېر پوستې يې د دوو ورځو په اوږدو کې ونيولې او نوري يې نن ورځ ...

نور ولوله »

هلمند: امنیتي ځواکونه له يوې قرارګاه او ګڼو پوستو تښتېدلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۸مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند په کجکي ولسوالي کې د ملي اردو عسکرو خپله مهمه قرارګاه او ګڼې پوستې طالبانو ته پرېيښې او له سیمې يې پښې سپکې کړې دي. د کجکي او سنګين ولسوالیو تر منځ په څاروان کلا کې د سولاخ، زندي ګيلان، پاڼ او کشتيوان سیمو کې مېشت د پوستو او يوې قرارګاه ...

نور ولوله »

د پوهنې وزارت، که د عطا محمد نور د ملېشو قرارګاه!

پیاوړی ځواک پوهنه د تیارو لارو رڼا او د روښانه راتلونکي ضامنه ده. هره ټولنه چې غواړي پرمختګ وکړي، تر ټولو لومړی ګام یې دا دی چې په خپل هېواد/ټولنه کې د ښوونې او روزنې سټې وغزوي. تجربو ثابته کړې چې یو هېواد هغه وخت پرمختګ کولی شي، کله چې زده کړې ته د خپلو لومړیتوبونو په لومړۍ کرښه کې ...

نور ولوله »

بغلان ولایتي شورا: افغان ځواکونه له مقاومت پرته له قرارګاه څخه تښتیدلي

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): په داسې حال کې چې ګډ حکومت د ولسې جرګې استازې، د ولایتي شورا غړي او ولایتي چارواکي د امنیتي پیښو په اړه له هر راز څرګندونو منع کړي، د بغلان ولایتي شورا مرستیال «فیروز الدین ایماق» ویلي چې د پلخمري ولسوالۍ په ډنډغوري سیمه کې پرته نظامي قرارګاه طالبانو نیولې ده. ایماق ...

نور ولوله »