د ټیګونو ارشیف : قطر غونډه

نه مشورتي لویه جرګه او نه بین الا فغاني خبرې

محمد امین بسمل لمړی خو مې له درنو لوستونکو نه یو څو پوښتنې: ۱ـ افغانستان اشغال دی او که نه؟ ۲ـ د افغانستان ملي حاکمیت دچا په لاس کې دی؟ ۳ـ د اتلس کلن اشغال او ناورین لوړ پوړي چارواکي دخپل واک دي؟ ۴ـ یاد چارواکي ولې دفساد او ډول ډول جنایتونو باوجود نور هم نازول کیږي؟ ۵ـ اجیرې ملېشې ...

نور ولوله »

که اشرف غني پر وعدو وفا کړې وای!

لیکوال: عبدالحافظ کاکړ‎ کله چې د کرزي د حکومت په دور کې اشرف غني د یو مامور په حیث کار کاوه، نو ټولي هغه منفي نکتې به یې یاد داشت کولې پر کومو چې ولس د حکومت څخه متنفر او فاصله اخسته لکه: په حکومت کې په پراخه کچه فساد ، په واک کې د تنظیمي ګوندونو غوښنه برخه، اکثرا ...

نور ولوله »

متقي: راتلونکی نظام باید منظم او مرکزي وي-ویډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱غويی، ۱۳۹۸ل): د اسلامي امارت پر مهال د اطلاعاتو او کلتور وزیر او د مذاکراتي ټیم غړی ملا امیر خان متقي وايي، د منظم او قوي نظام راتګ يې د پالیسۍ بنسټ جوړوي. هغه چې قطر کې د لغوه شوې غونډې ورغليو مېلمنو سره خبرې کولې وویل، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال طالب یوازینی څوک ...

نور ولوله »

طالبانو د قطر غونډې د ځنډېدو په اړه وضاحت وکړ

نن ټکی اسيا (جمعه، ۳۰ وری، ۱۳۹۸ل): ټاکل شوې وه چې د روانې ميلادي مياشتې په ۲۰-۲۱ نېټه په قطر کې د افغانستان د ستونزې د حل په موخه بين الافغاني غونډه جوړه شي چې تيره ورځ لغوه اعلان شوه. په قطر کې د شخړو او بشري مطالعاتو مرکز مشر سلطان برکات په خپل ټويټر د يادې غونډې د ځنډېدو ...

نور ولوله »

کای آی ډي: افغانان به کله متحد شي

نن ټکی اسيا (جمعه، ۳۰ وری، ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت «یوناما» پخواني مشر پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې افغانان په هر څه کې اختلاف لري، دوی به کله د افغانستان پر راتلونکي باندي متحد شي. نوموړي د قطر بین الافغاني غونډې پر ځنډ خواشیني څرګنده کړې او ویلي يې دي چې دا د سولې ...

نور ولوله »

ارګ: د قطر حکومت غیر متوازن لست جوړ کړی وو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹وری، ۱۳۹۸ل): له هغه وروسته چې د قطر هیواد په رسمي ډول د بین الافغاني غونډې ناسته وځنډوله، ارګ په دې اړه په خپل لومړني غبرګون کې وویل چې د قطر له لوري نوی ترتیب شوی لست غیر متوازن او د افغانستان د ولس ملي ارادې او فیصلې ته د بې احترامۍ په مانا وو چې ...

نور ولوله »

سلطان برکات: قطر غونډه د ګډونوالو په سر د اختلاف له امله وځنډېده / انځور

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹وری، ۱۳۹۸ل): په قطر کې د بین الافغاني غونډې د لغوه کېدو وروسته کوربه سلطان برکات پر خپل ټویټر ولیکل چې دغه غونډه ځکه وځنډېده چې لا هم د ګډونوالو پرسر د اجماع جوړولو ته اړتیا شته. نوموړي په خپل څلور پرلپسې ټویټونو کې ویلي چې د غونډې د ایجنډا پر سر اختلاف نه وو، خو ...

نور ولوله »

د قطر بین الافغاني غونډه لغوه شوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹وری، ۱۳۹۸ل): له هغه وروسته چې د کابل حکومت د قطر بین الافغاني غونډې په اړه او په دغه غونډه کې د ګډونوالو د نوملړ په اړه مداخلت وکړ ، د قطر هیواد له لوري غونډه تر نا معلوم وخت پوري وځنډول شوه. نن ټکی اسیا ته په قطر کې یوې نیژدې سرچینې وویل چې دغه ...

نور ولوله »

کابل: قطر ناستې ته د تلونکې پلاوي سفر ځنډېدلی

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۹ وری، ۱۳۹۸ل): قطر ناستې ته د تلونکي پلاوي ننی سفر ځنډیدلی دی. نن ټکی اسیا ته د قطر هیواد یوې سرچینې وویل چې د دوی الوتکې ته اجازه نه ده ورکړل شوې تر څو کابل ته سفر وکړي او له هغه ځایه د غونډې ګډونوال دوحې ته را ورسوي. بلخوا په کابل کې ځینو سرچینو ...

نور ولوله »

د قطر غونډې بلنلیک او وروستي معلومات / انځورونه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸وری، ۱۳۹۸ل): د قطر په پلازمینه دوحه کې د پلان شوي بین الافغاني غونډې لپاره تیاریانې بشپړې شوي او ټاکل شوې چې د روانې میاشتې پر شلمه او یو ویشتمه نیټه غونډه تر سره شي. نن ټکی اسیا هغه بلنلیک هم تر لاسه کړی چې د شخړو او بشري مطالعاتو مرکز له خوا د غونډې ګډونوالو ...

نور ولوله »