د ټیګونو ارشیف : قطر

قطر کې د افغانستان په اړه نړیوال څیړنیز کنفرانس جوړیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغې ۲مه، ۱۳۹۴ ل): د کاناډايي نړیوالې څیړنیزې موسسې «پګواش» تر سرپرستۍ لاندې د قطر په پلازمینه دوحه کې د افغانستان په اړه څیړنیز کنفرانس دایریږي. ټاکل شوې چې دغه کنفرانس سبا د شنبې په ورځ پیل او تر دریوو ورځو پورې دوام وکړي. نوموړي کنفرانس ته له هیواد او بهر څخه لسګونه څیړونکي، د نظر ...

نور ولوله »

سوله که د افغانستان د خرڅولو بل قرارداد؟!!!

لیکوال: عاکف مهاجر – دا چې له څوارلس کاله راهیسې دسولې نغاره ډنګول کیږي چې د اشرف غني او د عبدالله عبدالله په ګډ حکومت کې یې خورا زور موندلی دی؛ ایا ګډ حکومت واقعا هم سوله غواړي؟ ایا دسولې په راوستلو کې ریښتونی دی؟ دا هغه پوښتنې دي، چې لاندي يې ځواب ویل کيږي. ګډ حکومت دسولې هیلې هغه ...

نور ولوله »

قطر په غزه کې زر استوګنځي وړیا وویشل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۲۸مه، ۱۳۹۴ ل): د قطر هیواد د فلسطین په غزې ښار کې د «شیخ حمد بن خلیفه ال ثاني» په نامه ښارګوټي رغولو پروژه پیل کړې، چې له مخې یې بې کوره فلسطینیانو ته وړیا استوګنځي ورکوي. وړمه ورځ د یادې پروژې لومړۍ مرحله رسما پرانیستل شوه او ۱۰۶۰ بابه پارتمانونه په وړیا توګه په ...

نور ولوله »

د قطر په منځګړیتوب د طالبانو سره کاناډائي بندي خوشي شوی – ویډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۲۲مه، ۱۳۹۴ ل): یو کاناډائي تابعیت لرونکی کس چې په کال ۲۰۱۰ کې په افغانستان کې لادرکه شوی وو، او بیاېې طالبانو د نیولو ادعا کړې وه، خوشي شوی دی. د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر له اړخه په یوه نشر شوې بیانیې کې ویل شوي چې ۲۷ کلن کولن روترفورډ د قطري حکومت ...

نور ولوله »

قطر هم له ایران څخه خپل سفیر ایستلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): د قطر د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ له ایران څخه خپل سفیر وروغوښت. د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي چې په تهران کې د سعودي عربستان پر سفارت د برید په غبرګون کې له ایران څخه خپل سفیر باسي. اعلامیې د سعودي په سفارت برید ...

نور ولوله »

د ترکیې ولسمشر اردوګان قطر ته ورسید

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، لېندۍ ۱۱، ۱۳۹۴ ل): د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردږګان قطر هیواد ته تیره ورځ (سه شنبه، لېندۍ ۱۰) د شپې ناوخته ورسید. د الجزیره تلویزون د راپور سره سم اردوګان د قطر هیواد د امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني په بلنه دغه هیواد ته سفر کړی، تر څو په قطر کې د ...

نور ولوله »

د قطر په منځګړیتوب د نصرت جبهې او لبنان ترمنځ بندیان تبادله شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۱۰، ۱۳۹۴ ل): په سوریه کې د القاعده تنظیم د څانګي نصرت جبهې او لبنان د حکومت ترمنځ نن سه شنبه د قطر هیواد په منځګړیتوب د سوریې او لبنان پر پوله جرود عرسال سیمه کې بندیان تبادله شول. د وروستی پریکړي سره سم نصرت جبهې د لبنان ۱۶ تنه نیول شوي عسکر سره ...

نور ولوله »

طالبانو د سیاسي دفتر لپاره نوی مشر او مرستیال ټاکلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر سرپرست مشر«شیر محمد عباس ستانکزی» په رسمي توګه د نوموړي دفتر د رئیس په توګه ټاکل شوی. ښاغلی ستانکزی چې لا له وړاندې د طالبانو د سیاسي دفتر غړی و، د دغه دفتر د پخواني رئیس «طیب اغا» تر استعفاء وروسته د طالبانو مشر ملا ...

نور ولوله »

قطر يو ځل بيا د فلسطين او سوريې د مبارزينو په ملاتړ ټينګار وکړ

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۱۴ لړم، ۱۳۹۴ ل): د قطر امير ويلي چې د اسرائيلو پر وړاندې د فلسطيني مبارزينو او د سوريې د ازادۍ غوښتونکو د پاڅون ملاتړ کوي. د قطر اميرتميم بن حمد الثاني ويلي چې د فلسطين خلکو د اسلامي نړۍ د سپيڅلو مقاماتو نه د دفاع په خاطر پاڅون کړی او د سوريې خلک د خپل ...

نور ولوله »

د الجزیرې شبکه ۱۹ کلنه شوه

نن ټکی اسیا (دو شنبه، لړم ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): د قطر هیواد د پلازمیني دوحې څخه خپرېدونکې الجزیره شبکه ۱۹ کلنه شوه. په دغه مناسبت تېره ورځ د الجزیرې شبکې د خپلو ژورنالیستانو او د قطر هیواد د امیر شیخ تمیم په ګډون ګڼو مسؤولینو او مشهورو څیرو ګډون کړی وو. د میلادي کال ۱۹۹۶ د نومبر میاشتي په لومړۍ نیټه ...

نور ولوله »