د ټیګونو ارشیف : قطر

افغانستان فوټبال کې قطر ته ګټلې لوبه وبایلله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ لړم، ۱۳۹۸ل): د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې په تاجکستان کې د نړیوال او اسیا جام غوراوي سیاليو په لړ کې د قطر پر وړاندې سیالۍ ترسره کړه چې په یو شمېر تیروتنو یې بالاخره لوبه کې په ۱-۰ ماتې وخوړه. د افغانستان لوبډلې د قطر پر وړاندې په لومړۍ نیمایي کې هغه مهال د ...

نور ولوله »

غني له امريکايي چارواکو سره د انس حقاني په ازادېدو او سولې غږېدلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ لړم، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو او د ملي امنيت سلاکار رابرټ اوبراين سره د انس حقاني په شمول د درې طالب بنديانو په خوشې کولو خبرې کړي ډي. ارګ ماڼۍ وایي، ولسمشر غني له امريکايي چارواکو سره په تيليفوني خبرو کې غوښتنه کړې، ...

نور ولوله »

له افغان سياسونو سره د طالبانو روستى مجلس!

احمد منصور که څه هم طالبانو له امريکايې لوري سره نهه پړاوه مذاکرات کړي د ګاونډيو هيوادو په شمول يې د يو شمېر نورو هېوادو له چارواکو سره يې پرلپسې ليدنې کړي له افغان سياسونو سره يې مجالس کړي خو روستى مجلس يې له سياسونو سره ځانګړى په دې معنى دی چې طالبانو خپله رښتينولي په ښه ډول ورته بيان ...

نور ولوله »

ډاکټر ځلاند: د سولې راتلو لپاره ښه زيري لرو او طالبان د واک انحصار نه غواړي «ويډيو»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ لړم، ۱۳۹۸ل): د کابل پوهنتون استاد او د سياسي چارو کارپوه ډاکټر فیض محمد ځلاند د ليکوالو او سياسي چارو د کارپوهانو د نهه کسيز پلاوي په ملتيا د قطر پلازمېنې دوحې ته تللی او هلته يې د طالبانو د سياسي دفتر له غړو سره د افغانستان بحران په سياسي حل خبرې کړي دي. ډاکټر ...

نور ولوله »

قطر د بهرنيو کارکوونکو لپاره د «کفيل» نظام خمتولو اعلان کړی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ تله، ۱۳۹۸ل): د قطر حکومت وايي، د بهرنيو کارکونکو لپاره د کفيل نظام په بشپړ ډول ختموي. د قطر د کارګرانو او ټولنيزو چارو وزير يوسف محمد العثمان فخرو ويلي، تر ۲۰۲۲ کال پورې به په دغه هېواد کې د بهرنيو کارګرانو لپاره د لږې مزدورۍ او اجورې نظام هم پيل شي. د بشري حقونو ...

نور ولوله »

پاکستان ته د طالب دیپلوماتانو د سفر په اړه څو یادونې

نويد أحمد رسنیو خبر ورکړ چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر اعضاوو د ملا برادر آخند په مشرۍ د پاکستان د رسمي بلنې په اساس د دې هیواد پلازمینې اسلام اباد ته سفر کړی دی. دا لومړی ځل نه دی چې طالبان کوم هیواد ته په رسمي سفر ځي، بلکې له تیرو څو کلونو راهیسې چې طالبان ...

نور ولوله »

د قطر مذاکرات ، دټرمپ ناڅاپي غبرګون او عواقب يې

د،ب،هيښ دهرې کشالې  ،ستونزې ، جنګ او مسلحانه برخوردونو  د حل کولو يوازينی لاره د ښکېلو لوريو تر منځ د خبرو ، بحثونو او مذاکرو او دهغه په اساس يوه تفاهم او توافق ته په رسېدلو سره ده . هره ستونزه او جنګ په واړه او يا  لوی مقياس  د دوو لوريو تر منځ هغه وخت منځته راځي چې د ...

نور ولوله »

ټرمپ: له طالبانو سره نورې خبرې نه کوو، خو په مناسب وخت کې خپل عسکر له افغانستانه باسو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹ وږی، ۱۳۹۸ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، له طالبانو سره يې د سولې خبرې ختمې کړي، خو دی لا هم فکر کوي، چې په مناسب وخت کې خپل عسکر له افغانستانه وباسي. طالبانو د ټرمپ وروستيو څرګندونو ته په غبرګون کې ويلي، دوی به يوازې هغه مهال خپل بریدونه بند کړي، چې امریکا ...

نور ولوله »

طالبان: له خلیلزاد او جنرال مېلر سره مو ګټورې ناستې کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ وږی ۱۳۹۸ل): په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين وايي، د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د امریکايي عسکرو له عمومي قومندان جنرال سکاټ ميلر سره يې په تېرو دوو ورځو کې دوه ځله ګټورې ناستې کړي دي. د ښاغلي شاهين په وينا ...

نور ولوله »

قطر افغانستان ته په ۶-صفر ستره ماتې ورکړه – ويديو

نن ټکی اسيا (جمعه، ۱۵ وږی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان او قطر فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ سيالۍ کې قطر پر افغانستان شپږ ګولونه ووهل او په ستر توپير يې بريا خپله کړه. د ۲۰۲۲م کال نړيوال جام او د ۲۰۲۳م اسيايي جام غوراوي سياليو لپاره پرون د پنجشنبې په ورځ د قطر او افغانستان لوبډلې مخامخ شوې وې چې قطر په ...

نور ولوله »