د ټیګونو ارشیف : قطر

طالبان: له خلیلزاد او جنرال مېلر سره مو ګټورې ناستې کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ وږی ۱۳۹۸ل): په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين وايي، د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د امریکايي عسکرو له عمومي قومندان جنرال سکاټ ميلر سره يې په تېرو دوو ورځو کې دوه ځله ګټورې ناستې کړي دي. د ښاغلي شاهين په وينا ...

نور ولوله »

قطر افغانستان ته په ۶-صفر ستره ماتې ورکړه – ويديو

نن ټکی اسيا (جمعه، ۱۵ وږی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان او قطر فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ سيالۍ کې قطر پر افغانستان شپږ ګولونه ووهل او په ستر توپير يې بريا خپله کړه. د ۲۰۲۲م کال نړيوال جام او د ۲۰۲۳م اسيايي جام غوراوي سياليو لپاره پرون د پنجشنبې په ورځ د قطر او افغانستان لوبډلې مخامخ شوې وې چې قطر په ...

نور ولوله »

د افغانستان او قطر ترمنځ فوټبال سیالۍ نن شپه ترسره کیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ وږی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان او قطر ملي لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ نن شپه د قطر په دوحه ښار «السعد» لوبغالي کې د شپې په (۹:۰۰) بجې پېل کیږي. د راتلونکي ۲۰۲۲م نړیوال جام غوراوي سیالۍ چې په قطر کې پېل کیږي افغان لوبډله به خپل پېل د قطر پر وړاندې له سیالۍ کوي. که ...

نور ولوله »

راتلونکې پنجشنبه د افغانستان او قطر لوبډلو ترمنځ فوټبال سیالۍ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ وږی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان فوټبال ملي لوبډله به د راتلونکي نړيوال جام غوراوي سیاليو په ترڅ کې د قطر لوبډلې پر وړاندې د راتلونکي پنجشنبې په ورځ په دوحه کې مخامخ کیږي. د ۲۰۲۲م فوټبال نړیوال جام او اسیایي جام غوراوي سیالۍ چې په قطر کې پېلیږي په لومړۍ ورځ افغان لوبډله د قطر ...

نور ولوله »

خلیلزاد: له طالبانو سره هوکړې ته نږدې شوي يو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰وږی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد ويلي، له طالبانو سره هوکړې ته بيخي نږدې شوي او د سولې له دې هوکړې سره به افغانستان کې تاوتريخوالی پای ته ورسيږي. خلیلزاد په خپله ټويټرپاڼه کې ويلي، له طالبانو سره يې د سولې مذاکراتو نهم پړاو هم بشپړ کړ او دی د ...

نور ولوله »

قطر کې د طالبانو او امریکا خبرې له يوه ورځ ځنډ وروسته بيا پيل شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹وږی، ۱۳۹۸ل): د طالبانو او امریکا ترمنځ د نهم پړاو مذاکرات له يوې ورځې ځنډ وروسته نن د قطر پلازمېنې دوحه کې پر ځايي وخت نهه بجې بيا پيل شوې. د نهم پړاو مذاکرت د روان اګست په ۲۲مه پيل شوي وخت پر وخت په کې لنډې وقفې کېږي. د تېرې پنجشنبې په ورځ پيل شوي ...

نور ولوله »

لاوروف د قطر د بهرنيو چارو وزير سره د افغانستان پر امنيت او سولې غږېدلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹وږی، ۱۳۹۸ل): د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف د قطر د صدر اعظم مرستيال او د بهرنيو چارو وزير شيخ محمد عبدالرحمن الثاني سره د افغانستان سولې او امنيتي وضعيت په اړه غږېدلی دی. د روسې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، سرګي لاوروف له خپل قطري سيال سره د مسکو او دوحې دوه اړخيزو ...

نور ولوله »

د طالبانو او امریکا خبرې به نن هم روانې وي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۷ وږی، ۱۳۹۸ل): په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د نهم پړاو خبرې تېره شپه هم تر دوه نيمو بجو پورې روانې وې. د طالبانو د سياسي دفتر وياند  سهيل شاهين ويلي، تېره شپه هم تر دوه نيمو بجو له امریکايي پلاوي سره په خبرو لګيا وو او نن يوه نيمه بجه به يو ځل ...

نور ولوله »

ايکسپريس ټريبيون: امریکا او طالبانو د مسودې په هره کلمه چنې وهلې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،۶ وږی، ۱۳۹۸ل): د نړيوالو رسنيو او کارپوهانو نظرونه تر ډېره په قطر کې د امریکا او طالبانو د نهم پړاو مذاکراتو ته متوجه دي او هره رسنۍ او کارپوه په دې اړه رپوټونه او مطالب خپروي. د پاکستان «ايکسپريس ټريبيون» انګليسي ورځپاڼې ليکلي، امریکايي او طالب ديپلوماتانو د مسودې پر هره کلمه يو بل سره چنې ...

نور ولوله »

د فوټبال ملي لوبډله راتلونکې اوونۍ د نړیوال جام لپاره غوراوي سیالۍ پېلوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ وږی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې چې د ۲۰۲۲م فوټبال نړیوال جام غوراوي سیالیو لپاره غوره شوې ده- راتلونکې اوونۍ دغه سیالۍ پېل کوي. د فوټبال راتلونکی نړیوال جام به په ۲۰۲۲م کال په قطر هېواد کې ترسره کیږي، ددې له برخې یې د اسیايي هېوادنو لپاره غوراوي سیالۍ راتلونکې اوونۍ په قطر کې ...

نور ولوله »