fbpx

د ټیګونو ارشیف : لاریون

سلګونو خلکو د تخار د فرخار د امنیه قوماندان پر ضد لاریون وکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي۲۵مه،۱۳۹۳ل): د تخار ولایت سلګونو اوسېدونکو نن په تالقان ښار کې د فرخار ولسوالۍ د امنیه قوماندان پر ضد لاریون وکړ او له دندې د نوموړي قوماندان د لیرې کولو غوښتنه یې وکړه. لاریون کوونکو، چې شمېر یې سلګونو ته رسېده ویل، چې د فرخار ولسوالۍ د ناامنیو لامل او مسؤل خپله امنیه قوماندان دی. د ...

نور ولوله »

روزګان: لاریونوالو د فرانسې بریدګر اتلان وبلل

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۱۹مه ۱۳۹۳ل): د روزګان ولایت اوسیدونکو د یوه لاریون په ترڅ کې د مرکزي حکومت او په ځانګړې ډول د ګډ حکومت د ولسمشر اشرف غني هغه څرګندوني ناخوښه وبللې چې په فرانسه کې يې د بریدګرو په اړه کړي وي. غني د فرانسې د بریدګرو کار غندلی و. د تیري چهار شنبې په ورځ ...

نور ولوله »

د زابل د امنیه قوماندان په خلاف لاریون وشو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱۶مه ۱۳۹۳ل): د زابل ګڼ شمېر اوسېدونکو چې شمېر یې سلګونو ته رسېده، نن د زابل په مرکز کلات ښار کې د امنیه قوماندان روغ لېوني پر ضد لاریون وکړ او له حکومته یې وغوښتل ، چې نوموړی دې ژر تر ژره له دندې ګوښه کړي. لاریون کوونکو ګواښ وکړ، چې که حکومت د ...

نور ولوله »

هلمندي لاریونوالو چارواکو ته تر مازیګره ضرب الاجل ټاکلی

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۱۳مه ۱۳۹۳ل): د هلمند ولایت ګڼ شمېر اوسیدونکي چې له پرون ورځې راهیسې د ملي اردو د هغه برید پر ضد چې له کبله یې ۵۹ ښځې او ماشومان شهیدان شوي، نن یو ځل بیا په لاریون لاس پورې کړی دی. د هلمند او شاوخوا سېمو څخه خلک د هلمند ولایت مقام مخې ته راغونډ ...

نور ولوله »

هلمند کې د ملي اردو پر ضد ستر لاریون وشو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۱۱مه ۱۳۹۳ل): د هلمند ولایت سلګونو اوسیدونکو په مرکز لښکرګاه کې د ملي اردو پر ضد ستر لاریون وکړ او له ګډ حکومته یې وغوښتل چې د سنګین د واده د پېښې په اړه دې څېړنې وکړي او عاملین دې مجازات کړي. تېره ورځ د سنګین ولسوالۍ د ساروان کلا په باینزو سیمه کې پر ...

نور ولوله »

اشرف غني هرات ته روان شو

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۶مه، ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت مشر د یو پنځوس کسیز پلاوي په ملتیا هرات ته روان شو. دا واک ته له رسېدو وروسته هرات ته د اشرف غني لومړی سفر دی. ټاکل شوې ده نوموړی به د هرات له سیمه ییزو چارواکو سره د دې ولایت په امنیتي، اقتصادي او فرهنګي اړخونو وغږېږي. اشرف غني ...

نور ولوله »

د لوی شیطان شیطاني سوچ

ډاکټر نعمت الله نیازی د امریکا د متحدو ایالتونو د جنوبي مېن پوهنتون د عامې روغتیا د ماستری پروګرام د دوهم کال محصل روهرا باکر، د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو مشر، څو ورځی وړاندی کابل ته راغی. باکر هغه شخص دی چې د افغانستان د تجزيې او یا هم د فدارلي سیستم د تطبیقیدو څرګندونې يې کړې وې. له ...

نور ولوله »

د ماليې وزارت: د کارکوونکو معاشونه او د ادارو لګښت نه لرو

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۲۲مه، ۱۳۹۳ل): د ماليې وزارت مسوولین وايي چې دوی نور د دولتي کارکوونکو لپاره معاشونه او د خپلو ادارو  لپاره لګښت نه لري. د ماليې وزارت د خزانو رییس محمد اقا کوهستانی وايي چې که نړیوالې مرستې ژر تر ژره افغان دولت ونه سپارل شي، نو د دولتي کارکوونکو معاشونه او د ادارو لګښت به ...

نور ولوله »

هرات: سلګونو عسکرو د معاشونو لپاره لاریون وکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۱۸مه، ۱۳۹۳ل): په هرات ولایت کې  سلګونو پولیسو د هغوی د معاش د نه ورکړې له امله لاریون کړی دی. د غه پولیس چې شمېر يې تر دریو سوو اوښت د اعتراض په ډول د خپل کنډک په دروازه کې راټول شوي وو او له دولته يې غوښتل چې د دوی د معاش غم ...

نور ولوله »

ننګرهار: محصلینو د بدل اعاشې د نه ورکړې په غبرګون کې لاریون وکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لیندۍ ۱۰مه ۱۳۹۳ل): د ننګرهار پوهنتون سلګونو محصلینو د یو لاریون په ترڅ کې د کابل – جلال اباد لویه لاره د ترافیکو پر مخ وتړله. د لړم پر ۱۹مه د دغه پوهنتون د محصلینو د بدل اعاشې پيسې چې شاوخوا ۸ میلیونه افغانۍ کیدلې د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې د غلو لخوا ولوټل ...

نور ولوله »