fbpx

د ټیګونو ارشیف : لاریون

میدان وردګ: لاریونوالو د ولایت مقام دروازه قلف کړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱زمري، ۱۳۹۷ل): په میدان وردګو ولایت کې ګڼو لاریونوالو د ولایت مقام، ښاروالي، د ټاکنو کمیسیون او د ښځو چارو ریاست دروازې تړلې دي. اعتراض کوونکي وايي د دوی لاریون به تر هغو دوام ولري چې تر څو يې غوښتنې نه وي منل شوې. هغوی غواړي چې په برېښنايي تذکرو کې د ولایت نوم د «وردګ» ...

نور ولوله »

د دوستم په امر د حیرتان او اقینې بندرونه پرانیستل شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱زمري، ۱۳۹۷ل): شمال کې د دوستم د ټوپکوال د نیول کېدو له وخته تر اوسه لاریونونو دوام وکړ، چې په ګڼو ولایتونو کې يې پراختیا پیدا کړه. لاریونوالو چې د نظام الدین قیصاري د خلاصون او جنرال دوستم د راوستلو شعارونه ورکول، اقینه، حیرتان او شیرخان بندرونه هم وتړل. تازه د اقینې او حیرتان بندرونه د ...

نور ولوله »

د دوستم د هرکلي لپاره د هغه سلګونه ټوپکوال کابل ته ننوتل

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د جنرال عبدالرشید دوستم د هرکلي لپاره د هغه ګڼ ټوپکوال له شمالي ولایتونو څخه د یو لښکر په شکل کابل ښار ته ننوتل. دغه وسله وال چې له دولتي نقلیه وسایطو په استفادې پر ګڼو درنو او سپکو وسلو سنبال دي، دعوه کوي چې د خپل مشر هرکلي او د امنیت ساتنې لپاره ...

نور ولوله »

ډاکټر ځلاند: ټاکنې د ولس د غولولو او واک غځولو دسیسه ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د کابل پوهنتون استاد، شنونکی او د ګډ حکومت منتقد ډاکټر فیض محمد ځلاند وايي ټاکنې یوازې دسیسه ده، چې پر مټ يې باید ولس وغولول شي او واک وغځول شي. هغه په شمال کې د دوستم د پلویانو لاریونونو ته په اشارې لیکلي، دوی په ګڼو شمالي ولایتونو کې د ټاکنو دفترونه تړلي ...

نور ولوله »

جوزجان: جنبشیانو د ټاکنو کمیسیون دفتر تړلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱چنګاښ، ۱۳۹۷ل): له فاریاب وروسته د جنبش لاریونوالو په جوزجان کې د ټاکنو مرکزي دفتر تړلی دی. د جنبش ګوند ویاند بشیر احمد ته ینج مني، چې د دوی پارېدلو پلویانو په دې ولایت کې د ټاکنو دفتر ته قلف اچولی دی. دغه لاریونوال چې د جنبش د یو ټوپکوال نظام الدین قیصاري د نیول کېدو ...

نور ولوله »

د غزني امنیه قومندانۍ پر لاریونونو بندیز لګولی

نن ټکی اسیا (چهار‌شنبه، ۲۳کب، ۱۳۹۶ل): د غزني د قره باغ ولسوالۍ زرګونه اوسېدونکو تېره ورځ ناوخته خپل پیل کړی لاریون پای ته ورساوه او حکومت ژمنه ورکړه، چې د شېراباد د پېښې ټول عاملین به نیسي او سزا به ورکوي. د غزني امنیه قومندانۍ په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې له دې وروسته هېڅوک لاریون نه شي کولی ...

نور ولوله »

غزني: د قره باغ د پېښې په تړاو څلور تنه نیول شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰کب، ۱۳۹۶ل): د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وايي، د قره باغ د شېراباد کلي د پېښې په تړاو یې څلور تنه شکمن کسان نیولي دي. دی وايي، له څلورو کسانو یې یو په کابل، یو یې د غزني په ښار او دوه تنه نور یې د قره باغ ولسوالۍ اړوند سیمو کې نیولي. ...

نور ولوله »

غزني: اندړو کې پنځه اربکیان وژل شوي، پنځه ټپیان شوي دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹ کب، ۱۳۹۶ل): د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې پنځه اربکیان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي. د غزني د ولایتي شورا مرستیال امان الله کامراني وايي، تېره شپه د اندړو ولسوالۍ اړوند په ارزو سیمه کې طالبانو د اربکیانو پر پوستو برید کړی، چې لسو تنو اربکیانو ته ...

نور ولوله »

غزني: لاریون کوونکو د کابل ـ کندهار لاره په مشروط ډول خلاصه کړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶کب، ۱۳۹۶ل): د غزني د قره باغ ولسوالۍ زرګونه لاریون کوونکو نن ماښام ۷ بجې د کابل ـ کندهار لویه لاره په مشروط ډول د ترافیکو پرمخ خلاصه کړه. لاریون کوونکو له تېرو پنځو ورځو راهیسې د غزني په ښار کې د تحصین کېږدۍ وهلې او په قره باغ کې د اربکیانو له لوري د شوي ...

نور ولوله »

غزني: د اربکیانو پر ضد لاریون نن هم روان دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴کب، ۱۳۹۶ل): د غزني د قره باغ ولسوالۍ زرګونه اوسېدونکو لاریون نن درېیمې ورځې ته هم غځېدلی او د کابل ـ کندهار لویه لاره یې د ټرافیکو پرمخ تړلې ده. د قره باغ ولسوالۍ د شېراباد کلي اوسېدونکي وايي، د نیختي کلي هزاره اربکیانو د ابراهیم په نامه د یوه تن پر کور برید کړی، یوه ...

نور ولوله »