د ټیګونو ارشیف : لاریون

د نړۍ په لر و بر کې د ټرمپ پر ضد او د فلسطین په ملاتړ لاريونونه روان دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پرېکړې او د اسرائیلو پر ضد په عربي او ګڼو اسلامي هېوادونو کې پراخ لاريونونه روان دي او بیت المقدس د اسرائيلو پلازمېنې پېژندلو په اړه د امريکا او اسرائيلو پر ضد شعارونه ورکوي. د ټولو لاريونوالو همدا يو شعار دی، چې د ټرمپ پرېکړه د اسرائيلي ...

نور ولوله »

پکتیا: د والي پر ضد سلګونو تنو لاريون کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل):  د پکتیا ولایت سلګونو اوسېدونکو د دې ولایت د والي پر ضد لاریون کړی او د کابل – خوست لویه لار يې د ترافیکو پر مخ تړلې ده. لاريون کوونکي وایي، والي يې خپلې شخصي ځمکې چې ودان کورونه يې پکې لرل، د دولتي ځمکو په پلمه وران کړي دي. د پکتیا والي ...

نور ولوله »

لندن کې د «بي بي سي» پرضد لاریون وشو

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۶): په لندن کې نن لسګونه کسانو د بي بي سي پرضد لاریون وکړ. لاریون کوونکي د بي بي سي پر هغه کړنه غوصه شوي وو، چې د فېسبوک پاڼې نوم یې له بي بي سي فارسي نه بي بي سي دري ته اړولی و. لاریون کوونکو په اعتراضیه لوحو کې لیکي وو« زموږ ...

نور ولوله »

بغلان کې د والي پر ضد لاریون روان دی

نن ټکی اسيا (دوشنبه ، ۱۵ لړم ، ۱۳۹۶): د بغلان سلګونه اوسېدونکو د دغه ولایت د والي پرضد لاریون کړی او نوموړی یې په قوم پالنه تورن کړی دی. د بغلان په مرکز پلخمري کې سلګونه کسانو د بغلان د والي انجنیر عبدالحی نعمتي پرضد لاریون پیل کړی او د ګډ حکومت له مشرانو غواړي، چې نعمتي له دندې ...

نور ولوله »

هرات کې لاریون کوونکو د نجونو په ښوونځیو کې د «اخلاقي فساد»پر ضد غږ پورته کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ تله، ۱۳۹۶):د هرات ولایت مرکز کې سلګونه تنو د نجونو په ښوونځیو کې د اخلاقي فساد پرضد لاریون وکړ او د پوهنې ریاست له چارواکو یې وغوښتل، چې پر اخلاقي فساد ککړ استادان دې محاکمه کړي. لاریون کوونکي د «سید محمد قناد» لېسې مخې ته راټول شوي وو او د یادې لېسې ښوونکي یې په ...

نور ولوله »

د نیمروز اوسیدونکو هم د ایران پر ضد لاریون وکړ / ویډیو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۱ چنګاښ، ۱۳۹۶): د ایراني ولسمشر حسن روحاني له لوري د افغانستان د بندونو او اوبو په اړه د څرګندونو پر ضد عکس العملونه جریان لري او نن په نیمروز ولایت کې هم لاریون وشو او د روحاني څرګندونې وغندل شوې. حسن روحاني څه موده تر مخه یوې غونډې ته د وینا پر مهال په ...

نور ولوله »

د پکتیا خلکو نن د خپل حق غوښتنې لپاره مظاهره وکړه / انځورونه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ چنګاښ ۱۳۹۶ل): د پکتیا خلکو د ولایت او ولایتي شورا مقام ته نیژدې پر لویه لاره نن مظاهره وکړه او بیا یې اعتراضیه خیمې ودرولې. دوی وویل چې تر څو د ولسمشر له لوري ځانګړی پلاوی ورته را لیږل شوی نه وي او ددوی غږ یې اشرف غني ته رسولی نه وي، تر هغو به ...

نور ولوله »

د «بدلون خوځښت» اعتراضې ناسته شپږمې ورځې ته وغځېده

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۷ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): په پلازمینه کابل کې د نا امنیو پر ضد د «بدلون خوښت» په نامه ټولنه خپل اعتراضې غونډې ته د شپږمې ورځې وروسته هم دوام ورکوي او په ښار کې یې نوې خیمې درولي دي. د تیرې اونۍ په چهارشنبه د کابل په دیپلوماتیکه سیمه کې لویه چاودنه وشوه چې تر ۱۵۰ ...

نور ولوله »

کابل: امنیتي ځواکونه د معترضینو خیمې ړنګوي او دوستم ورته روژه ماتی لیږي / انځورونه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): د تیرې جمعې د لاریون وروسته معترضینو د کابل په زنبق څلور لاري او ولسمشریزي ماڼۍ ارګ ته نیژدې د اعتراض په توګه خېمې وهلي او په وینا یې په سوله ییزه توګه تر هغو خپل اعتراض ته ادامه ورکوي تر څو چې يې غوښتنې نه وي منل شوي. خو نن دوه ساعته ...

نور ولوله »

کابل: د پولیسو په ډزو اته تنه لاریون کوونکي ټپيان او ۳ تنه وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۲ غبرګولی، ۱۳۹۶ل): په کابل ښار کې د وروستی چاودنې د غندلو په موخه را ټول شویو لاریون کوونکو ډزي کړي چې له امله یې لږ تر لږه ۳ تنه مړه او شاوخوا ۸ تنه نور ټپيان شوي دي. لاریون کوونکي د کابل ښار د زنبق څلور لاري په ساحه کې را ټول شوي وه او همدلته ...

نور ولوله »