د ټیګونو ارشیف : لاریون

بیروت: د حکومتي فساد په ضد لاریون «بوی مو وکړ» – انځورونه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۲، ۱۳۹۴ل): د حکومتي فساد او ګندګیو د نه ټولولو پر ضد د لبنان په پلازمینه بیروت کې د لاریون انځورونه. دغه لاریون چې وروسته په تاوتریخوالي واوښت، د رسنیو په وینا تر اوسه په کښي ۳۵ ملکي او عسکري کسان ټپيان شوي دي. دغه لاریون چې «بوی مو وکړ» تر عنوان لاندي پيل شوي، ...

نور ولوله »

د فراه والي په فساد تورن او ګوښه کېدو غوښتنه یې وشوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۱۵مه ۱۳۹۴ل): د فراه ولایت اوسیدونکو نن د یوې اعتراضیه غونډې په ترڅ کې د فراه والي په بې کفایتۍ او فساد تورن کړ او د ګډحکومته یې د هغه د لرې کېدو غوښتنه وکړه. د فراه څخه نن ټکی اسیا ته رارسېدلي راپورونه وايي چې ددغه ولایت قومي مشرانو، سیاسي ګوندونو او مدني ټولنه ...

نور ولوله »

اجراییه رييس د بهرنیانو د عملیاتو پرضد د پروان له خلکو د ارامۍ غوښتنه وکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۸مه، ۱۳۹۴ل): تېره شپه په ځايي وخت ۱۲بجې امریکايي ځواکونو په پروان ولایت کې د ځانګړو عملیاتو په پایله کې د جمعیت اسلامي ګوند د قومندان، جان احمد پر کور چاپه ووهله او د وسلو زېرمه یې له منځه یوړه. له امریکا سره د ګډ حکومت د لاسلیک شوي دوه اړخیز امنیتي تړون له مخې ...

نور ولوله »

د کریم خلیلي پلویان د محقق لخوا دایکندي ته ټاکل شوې والۍ نه مني

نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۵مه ۱۳۹۴ل): د هېواد په شمال ولایت دایکندي کې د کریم خلیلي زرګونو پلویانو د ګډ حکومت لخوا ټاکل شوې نوې والۍ معصومه مرادي پر ضد لاریون وکړ. معصومه مرادي چې د ګډ حکومت اجراییه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق لخوا دغه ولایت ته ټاکل شوې د کریم خلیلي پلویان یې په غبرګون کې نن ...

نور ولوله »

د اسلامي امت د علماو او د مصر د خلګو څخه د حمایت په اړه د (نجم) پریکړه لیک

تیره ورځ پنچشنبه د جوزا میاشتې پر ۷ مه نیټه د کابل ښار په زړه د شهر نو پر سیمه کې د نجم کابل ولایتې ادارې له د اسلامي امت د علماوو او عدالت څخه د دفاع لپاره لاريون تر سره شو. یاد لاریون د ماسپښین پر ۲ بجو د قرانکریم پر مبارکو ایتونو پیل شو. په پیلیزه وینا کې ...

نور ولوله »

«د بادغیس نورې ولسوالۍ هم سقوط کوي»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي۲۱مه ۱۳۹۴ل): د بادغیس ولایت اوسیدونکو او په ملي شورا کې ددغه ولایت استازو نن د یوه لاریون په ترڅ کې د حکومته وغوښتل چې جدي اقدام وکړي کنه د دغه ولایت نورې ولسوالۍ به هم سقوط وکړي. دوی په داسې حال کې د والي او امنیه قومندان د ګوښه کولو غوښتنه کوله چې یو شپه ...

نور ولوله »

کابل کې ايران ضد لاریون وشو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي۱۷مه ۱۳۹۴ل): د هېواد په پلازمېنه کابل کې سلګونه کسانو د ایران ضد لاریون وکړ. دغو کسانو چې ایران ضد شعارونه یې له ځانه سره لېږدول، ویل یې چې ایران د افغانستان له هویت، تاریخ، فرهنګ، جغرافیې او ان له وجوده منکر دی. لاریونوالو ادعا کوله چې ایران په افغانستان کې یو نا اعلان شوی سیاسي، ...

نور ولوله »

په کابل کې د ګډ حکومت پر ضد لاریون وشو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۲۷مه ۱۳۹۴ل): په کابل کې د حزب همبستګي په نامه د یوې ډلګۍ یو شمېر ښځو د ګډ حکومت دواړو مشرانو پر ضد لاریون وکړ. دغه ښځینه لاریون چې د ګډ حکومت مشران یې په ع او غ یادول، د حکومت پر ضد یې شعارونه ورکول، د ۳۱ ترې تم شویو هزاره ګانو د چټک ...

نور ولوله »

لاریون کوونکي: د تخار مرستیال والي قومي شخړو ته لمن وهي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري۲۳مه ۱۳۹۴ل): د تخار ولایت سلګونو کسانو نن د یوه لاریون په ترڅ کې د تخار- کندوز لویه لاره د ترافیکو پر مخ تړلې وه او د ولایت مرستیال محمد فرید ذکي یې په بې کفایتۍ او د قومونو تر منځ شخړو ته په لمن وهلو تورن کړ. پژواک خبري اژانس د تالقان ولایت یو سپین ...

نور ولوله »

طالبانو خوست کې د چاودنې اړوند، د ملي امنیت دعوه رد کړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو د ملي امنیت هغه دعوه چې د خوست مرګونې چاودنه يې د طالبانو عمل بللی و، کلکه رد کړې ده او ويلي يې دي چې دوی پکې هیڅ لاس نه لري. د پېښې په مهال هم طالبانو په برید کې خپل لاس لرل رد کړل او ويې ويل چې دوی پکې هیڅ ...

نور ولوله »