fbpx

د ټیګونو ارشیف : لشکرګاه

هلمند: لشکرګاه کې د استخباراتو پر مرکز سرتيری برید شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۰۵کب، ۱۳۹۶ل):د هلمند ولايت مرکز لشکرګاه اړوند په دوهمه امنیتي حوزه کې د ملي امنيت پر څانګي سرتيری بريد شوی. د برید له امله د استخباراتو يو شمېر کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې. د لشکرګاه د مرکزي روغتون روغتیاپالان وايي د پيښي له ځایه ورته د اوو تنو جسدونه راوړل شوي. برید نن سهار شاوخوا ۹ ...

نور ولوله »

لشکرګاه : امنيه قومندانۍ کې پر ملي اردو سرتيری بريد شوی

نن ټکی اسيا (چهارشنبه ،۱سنبله ،۱۳۹۶):د هلمند مرکز لشکرګاه د امنيې قومندانۍ په دوهم قرول کې پر امنيتي سرتيرو موټر بم بريد شوی. بريد چې نن غرمه مهال رامنځته شوی مسؤليت يې طالبانو منلی. د هلمند امنيه قومندان عبدالغفار ساپی وايي : نن په امنيه قومندانۍ کې له کابل بانک نه د ملي اردو سرتيرو د مياشتني معاش اخيستو ورځ ...

نور ولوله »

طالبانو په لشکرګاه کې د ستري قوې د اېل کېدو ويډيو نشر کړې/ ويډيو

نن ټکی اسیا (دوشنبه ، تلې ۲۶مه ۱۳۹۵ل): طالبانو د هلمند ولايت مرکز لشکرګاه په بشران سيمه کې د هغه ستري پوځي قوې د اېل او له منځه تلو بشپړه ويډيو نشر کړې چې کابو يوه هفته وړاندي د دوی له لوري محاصره شوې وه. په نشر شويو ويډيويې صحنو کې د امنيتي سرتيرو زيات شمېر جسدونه ، سوځل شوي ...

نور ولوله »

هلمند کې ۲۳۰ تنه امنيتي ځواکونه تسليم ، اسيران او وژل شوي

نن ټکی اسیا (سې شنبه، تلې ۲۰مه ۱۳۹۵ل):د هلمند مرکز لشکرګاه ته څېرمه د بشران هديرې په سيمه کې هغه پوځي قطار چې د تيري شپې راهيسي د طالبانو تر محاصرې لاندي وو له دروند مالي او ځاني زيان سره مخ شوی. طالبانو نن ټکي اسيا ته په رالېږل شوې خبر پاڼه کې ويلي چې د يادي قوې ۱۲۵ تنه ...

نور ولوله »

هلمند : طالب خبريالان په ضد مرمۍ پوځي موټرو کې ګرځي/ويډيو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۱۹مه ۱۳۹۵ل): په هلمند کې د طالبانو هغه خبريالان چې د جګړې له لومړۍ کرښي رسنيو ته عکاسۍ او ږغيږ پېغامونه رسوي په ضد مرمۍ موټرو (شوبلو) کې سپرلي کوي. لشکرګاه ته څېرمه د ننۍ جګړې عکاسي کوونکی او خبريال په داسي حال کې خبري اتري کوي چې په شوبله کې سپاره ليدل کيږي. خبريال ...

نور ولوله »

هلمند : مرکز کې سرتېری بريد شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۱۹مه ۱۳۹۵ل):د هلمند په مرکز لشکرګاه کې غرمه مهال د جبار قهرمان پر ملېشو او کمانډويي ځواکونو سرتېری بريد شوی. عيني شاهدان وايي بريد د مهاجرو د سر ماموريت ته څېرمه شوی. د بريد له امله نژدې ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې. د عملياتو اوپراتيفي قوماندان عبدالجبار قهرمان وايي په ياده چاودنه کې ۳ ...

نور ولوله »

د بهرنيو ځواکونو قومندان او دفاع وزير هلمند ته تللي

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۱۷مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان د ملي دفاع وزير او د بهرنيو ځواکونو قومندان (جان نکلسن ) جنوبي ولايت هلمند ته تللي. جان نکلسن او دفاع وزير نن د شنبې په ورځ مرکز لشکرګاه ته د کورنيو چارو وزارت له امنيتي معين او نورو مسؤلينو سره يو ځای د امنيتي وضعيت د کنټرول په موخه سفر ...

نور ولوله »

امنيت شورا : په هلمند کې بېړنی حالت اعلان کړی

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۱۶مه ۱۳۹۵ل): د هلمند په مرکز لشکرګاه کې وروسته له هغه امنيت شورا بېړنی حالت اعلان کړی چې د دولت مخالفو وسله والو په څلورمه امنيتي حوزه کې پرلپسې سختي جګړې وکړې. چارواکي وايي لشکرګاه ته څېرمه په څلورمه امنيتي حوزه کې د سيمو له نيولو وروسته اوس مهال طالبان لشکرګاه ښار ته توغندۍ را ...

نور ولوله »

هلمند : خانشين ولسوالي د څلورم ځل لپاره د طالبانو لاس ته پرېوته

نن ټکی اسیا (سې شنبه، تلې ۱۳مه ۱۳۹۵ل): طالبان وايي تېره شپه لس بجې يې د هلمند ولايت پر خانشين ولسوالۍ او اړونده مراکزو بريدونه کړي. د طالبانو ويندوی قاري يوسف احمدي وايي چې د يادي جګړې په پايله کې يې ولسوالي ، امنيه قومنداني ، بازار او يو شمېر پوستې نيولي. حکومتي چارواکو تر دې دمه د خانشين ولسوالۍ ...

نور ولوله »

لشکرګاه : ننۍ جګړه کې امريکايانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږی ۲، ۱۳۹۵ل):د هلمند مرکز لشکرګاه ته څېرمه تېره شپه بهرنيو او کورني سرتيرو ګډ پوځي عمليات پيل کړي. ځايي اوسېدونکي وايي د طالبانو او ګډو ځواکونو تر منځ جګړه هغه مهال تونده شوه چې ګډ ځواکونه د چورلکو په مټ سيمي ته راوړل شوه. افغانستان مېشت امريکايي ځواکونو په يوه اعلاميه کې ويلي : ...

نور ولوله »