د ټیګونو ارشیف : لطف الله خيرخوا

اختلاف او جګړه توپير لري

لطف الله خیرخوا زغم او چا ته د اظهار وخت ورکول ستره رويه ده. زموږ د بلاغت استاد محمد محمد ابوموسی د يوه حديث په شرحَ کې يوه عجيبه خبره کوي. بخاري شريف روايت کوي، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «إِنَّمَا النَّاسُ كَالإِبِلِ المِائَةِ، لاَ تَكَادُ تَجِدُ فِيهَا رَاحِلَةً». معنی خلک لکه د سلو اوښانو پاده داسې ...

نور ولوله »

افغانستان او مثلي جنسپال

لطف الله خیرخوا سړی دوو کې حيران شي، چې ويې وايي که نه؟ که يې وايي د خلکو ورپام کيږي او که يې نه وايې، مهمه خبره بې ځوابه پاتې کيږي، خو که يې نه وايي هم سړی يې له غمه وايي. درې ورځې پرله‌پسې بي بي سي پښتو راديو او تلوېزيون د مثلي جنسپالو په اړه راپور او مرکې ...

نور ولوله »

او تنظيمي ګڼوالی پای ته ورسېد

 لطف الله خیرخوا حزب پای تر اخره بريده بې ډسپلينه او بې واکې ادارې غېږې ته ولوېد. خلک په دې موضوع ډول ډول بحث کوي، مګر زه که د حزب په تاريخي شرم خفه يم، په دې من من غوښې اخلم، چې افغانستان کې اسلامي لوری له تنظيمي تعدده خلاص شو…نور نو يوازې دوه لوري سره مخامخ دي : اسلامي ...

نور ولوله »

هجرت او خپل وطن ګل وطن/ لطف الله خيرخوا

لطف الله خيرخوا د هجرت سختې شپې دي. زه خپله فکر کوم، چې د هجرت دې پينځه دېرش کلنه موده کې تر هرې بلې مرحلې دا مرحله ډېره ترخه ده…لکه هماغه د حبشې لومړی هجرت چې مهاجرين په کې مکي مشرکينو او حبشي تالي څټو په شريکه ځورول…مګر هلته حبشي پاچا موضوع وسنجوله او چې څه ډول وه، همغسې يې ...

نور ولوله »

څلور بيتونه/ لطف الله خيرخوا

لطف الله خيرخوا خوی د لېوني او دا ترخې ورځې عيش ونوش مستي او دا ترخې ورځې وخاندې تک شين شې په شا وغورځې دومره بې غمي؟ او دا ترخې ورځې ډېر دې وي ښه ډېر دې وي، خو څه په کار دا پوده سړي او دا ترخې ورځې ووايه چې څه مناسبت لري؟ ياره بې رُخي او دا ترخې ...

نور ولوله »

کاذبه تقوی/ لطف الله خيرخوا

کالم: نکات لطف الله خيرخوا تقوی دلته يوازې پر شرعي مفهوم نه کاروو، بلکې د دې لپاره يې هم کاروو، چې څوک خپلې بدې ارادې ته د دلايلو جامه اغوندي. د زړه خبره نه شي اظهارولی، خو د دې لپاره، چې زړه وپالي ظاهرا داسې خبرې پسې نښلي، چې ده ته د دليل کار ورکړي. لکه تبوک غزا نه منافقين ...

نور ولوله »

غزل: لطف الله خيرخوا

لطف الله خيرخوا د محبت د مينې ياد خو لږ په کار دی کنه زما د بې توله مينې داد خو لږ په کار دی کنه يوه خندا ده د هغه د قصده وکړه کنه د نفرتونو ضد جهاد خو لږ په کار دی کنه زه په سولۍ شوم ته د ځايه هم ونه خوځېدې غږ د شهيده زنده باد ...

نور ولوله »

معلم اول ګل مجاهد…ويده مسافر

لطف الله خيرخوا نه پوهېږم، چې ولې مې د دې مسافر شهيد ياد نه پرېږدي؟ مياشت به کيږي، دا فکر کوم، چې دويمه فروري د معلم اول ګل رحمه الله د شهادت ورځ ده..زړه ته مې ډېرې خبرې راشي، خو ژبه يې له ترجمانۍ عاجزه وي، قلم يې تعبير نه لري. کله وايم، چې معلم صاحب دې نږدې ليدلی ځکه ...

نور ولوله »

خټ خټ..لوټ په لوټ

لیکوال: لطف الله خیرخوا کالم: نکات شوخ ملا دی، نظر يې سم کار نه کوي. چا سره چې شوخي کوي، داسې کاږه واږه وروګوري. عواطف داسې پرې غالب دي، چې لږ خپګان يې ژړوي او لږه خوشالي يې داسې مستوي، چې له خندا لوټ په لوټ اوړي. يوه ورځ يې خپلې کيسې پيل کړې او خبره يې دې پورې کوله ...

نور ولوله »