د ټیګونو ارشیف : لنډه کيسه

واک «لنډه کيسه»

ماهر احسانزی پر امسا يې زور وکړ له ځایه پورته شو . زړه يې غوښتل بیرته لاړ شی خو کور يې سترګو ته ودریده ! په ناروغۍ د اخته ماشومانو زګیرویو يې د غیرت پښو ته د ناچارۍ زنځیرونه ور واچول . سر يې ټيټ کړ . لړزې ونیوه . بیا وښوریده خو بیرته کیناست . پر امسا ایښې لاسونه ...

نور ولوله »

د واورې سړی – نصير احمد احمدي

Naseer-Ahmad.ahmadi

نصير احمد احمدي د دلوې د مياشتې لومړی مازديګر و چې اسمان سپينو ورېځو ونيو، واوره پيل شوه او په لنډ وخت کې يې يوه لوېشت پوټی سپين کړ. ورېدا اوږده شوه. يوه ورځ، دوې ورځې، درې ورځې… تر دې دمه کليوال ورته خوشاله وو، واوره يې کارېزونو ته سره زر ګڼله، خو وروسته د بامونو پاکولو ستړي کړل، خلق ...

نور ولوله »

سرحد ــ لنډه کيسه

زلمی حلیمي زه دڅو شېبو له پاره اوږد وغزېدم هوا ښه وه باد سوړ لګېدی دبام پر سر دهوټل پر پرتو کټانو نورو مسافرو هم تکیې وهلې وې شا و خوا تپه تیاره وه داسمان ستوري رڼه برېښېدل دتورو غرو تر منځ په کوچني ښار کي ځای ځای رڼا ښکارېده. ستړیا ارام ته نه پرېښودم سهار په پټ لمر مي ...

نور ولوله »

د کیسې موضوع له کومه کړو؟

بخت جان ملګری د کیسو د موضوع پېدا کولو لپاره لومړی د نورو کیسو لوستل ښه دي؛ ځکه دلته دوې ګټې کوو: لومړی دا چې په عملي ډول ګورو چې کیسه څنګه جوړېږي او خپله کیسه څه ده او تر څنګ یې په ژوند کې په ارزښت هم پوهېږو. دوېیمه دا چې د کیسو لپاره موضوع پیدا کو او د ...

نور ولوله »

د نصير احمد احمدي تازه لنډه کيسه!

Naseer-Ahmad.ahmadi

يوه ډېره لنډه او تازه کيسه « زما وطن» نصيراحمد احمدی سړي وويل: نه، هاغه بل، هاغه چې تورې او سپينې خانې لري. دوکاندار د فوټبال توپ ورته ونيو. سړي په تڼاکو ګوتو پيسې ور وشمېرلې، توپ يې په رڼه پلاستيکي کڅوړه کې واچاوه. د خپل ملګري خوابدی غږ يې واورېد: ـ توپ دې څه کاوه، جميل ته به دې ...

نور ولوله »

سلګۍ (لنډه کيسه)

 زلمی حلیمي له سترګو یې اوښکي راتلې دبوډۍ سر یې پر زنګانه ایښی و. دمړي سرته ناسته وه سوڼېده. پزه یې دټیکري په پلو پاکه کړه. شېبه وروسته پر ملا کږه سوه داوښکوَ لوی څاڅکی یې په غېږکي دپرتې سپین سرې پر ژړ مخ ور وڅڅېدی. لاس یې ور اوږد کړ دقبرله بېخه یې خاوره په دوو ګوتو کي راواخیسته ...

نور ولوله »

مسلمان «لنډه کيسه»

ژباړن: محمدعلي عمري ځوان له چاقو سره مسجد ته ورننووت او ویې ويل: آيا په تاسوکې څوک مسلمان شته؟ ټولو يودبله په وېره او تعجب سره وکتل او په مسجدکې چوپه چوپتيا خوره شوه، بالاخره يو سپین ږيری سړی ولاړشو او ویې ويل : هو زه مسلمان يم. ځوان وسپین ږیري ته وکتل او ورته یې وويل چي په ماپسې ...

نور ولوله »

پلار «لنډه کيسه»

حسن خان احسان یې بې وسـه وو،سوال یې نه خوښېده ټول عمـر یې دبل په مزدورۍ کې تېر کړ خواریکښ انسان ؤ، روژه یې په خوله وه سهار به له کوره ووت ماښام به کور ته راتله، خو یوه یې نه دوه کېده، دپلار غریبۍ او ستړې ورځې د اجمل ژوند هم تریخ کړی ؤ، بې تڼیو ړستوني، بوني مخ او ...

نور ولوله »

زکات «لنډه کيسه»

اسدالله غيرت ددې کلي په سلو کې پنځه نوي فيصده وګړي ټول سرمايه داره دي ، ښه کاروبار يې روان دی ، د هېواد سربېره په بهرنيو هېوادونو کې هم د ګټې وټې مدرکونه لري ، ځينې يې دولتي چارواکې هم دي ، لنډه دا چې ژوند يې ښه په خوند او مړه ګيډه تيريږي . خو ، په همدې ...

نور ولوله »

مهربانه ښوونکی «لنډه کيسه»

نصیب رحماني احمد دڅلورم ټولګۍ زده کوونکی نیک او د ښو اخلاقو خاوند وو په کورنۍ دنده کې به یې هیڅ کله سستې نه کوله هر څه به یې په خوښۍ او شوق سره سر ته رسول نو ځکه ورته د ښوونکی تر نورو زده کوونکو پام زیات وو خو په دي سر بیره په احمد کې یو نیمګړتیا وه ...

نور ولوله »