د ټیګونو ارشیف : لنډه کیسه

د هر افغان کیسه!

خالد ځدراڼ جوهر روژه ماته کړه، مور ته یی مخ ور واړاؤ، ګوري چې مور يې په جاینماز ناسته ده، مخ ته یې د تیرې شپې په څېر یو تصویر نیولی او ژاړي. جوهر ورته وویل: مورې هره روژه ته د ماښام د لمانځه ورسته د بابا تصویر ګورې او ژاړې پریږده! مورې بابا مې هسې هم له دنیا تللی. ...

نور ولوله »

لنډه کیسه: ډګروالي

لیکوال : ماهر احسانزی که پښه مې لږه هم خوځولی وای ، نو د ژورې څاه په توربدن کې ناست واز خولې مرګ له مرۍ تېرولم. پورته د نیولو لپاره څه نه و ؛ څا ه نوې کیندل شوې وه ، په هرې تيږې پسې مې چې د ژوند ژغورلو لاسونه ور اچول، داسې به راپسې راوته لکه ما چې ...

نور ولوله »

هغه ژوندی دی!

لیکنه : فضل ربانی قاضی زی شپه ده ماشومان په خوب ویده دي، ناڅاپه د طیارې بمونو دروند غږ ټول له خوبه ویښوي. هر خوا ویره خپره ده، هر سړی شاوخوا منډې وهي او هرې خوا نه چیغې پورته کیږي څوک نه پوهیږي چې څه روان دي. ور ټک ټک کیږي الله داد د ده ملکرۍ ورپسې راغلی، خپل ټوپک ...

نور ولوله »

د پاچا نقاشی (انځور)

ژباړه: فضل ربانی قاضی زی په یوه زمانه کې، یوه پادشاهی وو. هغه یواځی یوه پښه او یوه سترګه درلوده، خو ډیر با استعداده او حلیم سړی وو. د ده په پاچاهۍ کې ټولو خوشحاله او سوکاله ژوند درلود هغه ځکه چې دوي ده غوندې پاچا درلود. یوه ورځ پاچا د قصر تر څیرمه قدم وهلو او سترګه یې د ...

نور ولوله »

ګهیځ – کيسه ګۍ

لیکوال : محمد اکرام عصمتي د پسرلي شپه تیره شوه د سهار لمونځ قضا و چې را کېناستلم ناوخته و په بیړه مې خپله دريشي واچوله،مخ مې لوند کړ د ویښتانو ږمنځ مې ورکه وه بس دوه ګوتې مې په ویښتانو کې تیرې کړی منډه مې کړه سره بوټان مې پښو کړي نه و چې د مورجانې آواز مې تر ...

نور ولوله »

د حافظ جان دمورکۍ ارمان

لیکنه: عبدالجلیل له ډیره وخته مي دحضرت مریم -ع-دمور په څېر په زړه کې دا ارمان ؤ چې الله تعالی مي دیو داسي بچي مور کړي، چې دالله تعالی دستر کتاب حافظ، عالم، مجاهد اوددین خادم ځیني جوړشي. چي یو شپه مي داسمان دښکلو ستورو ننداره کوله چې یو ناڅاپه مي په یو روڼ ستوري نظر ولګید، زړه ته مي ...

نور ولوله »

بوډا! – لنډه کیسه

oldman with child

ژباړه: حامدالله ستون بوډا سهار وختي له کوره بهر شو. په لاره کې یې له یوه موټر سره ټکر وکړ او زخمي شو. شاوخوا خلک پرې راټول شول او نږدې روغتون ته یې ورساوه. ډاکټرانو د بوډا لومړني ټپونه وتړل او ورته یې و ویل: تاسو باید التراساونډ معاینات وکړئ، ځکه کېدای شي، چې د بدن ځینې ژور او حساس ...

نور ولوله »

ترافیک او زرنج والا / لنډه کیسه

لیکوال : رحمت الله دلسوز د موټرانو ګڼي ګوڼي د هر چا توجه ځانته اړول، ډیر موټران په ټپه ولاړ دي عمومي سړک بند دی خلک یې په علت نه پوهېدل چي څه خبره ده هر موټر چلوونکي پر استرینګ لاسونه ټکوي او داسي ښيي چي ډیر ورباندي ناوخته دی ولي عمومي سړک بند دی؟ کله چي سړی سر ښه ...

نور ولوله »

زوړ- هګیو پلورونکی…!

ژباړه- (اصلت شاه یاد) په لاس کې یې ژیړ بکس نیولی وو او له زاړه هګیو پلورنکې څخه یې پوښتنه وکړه چې بوډا ! یوه دانه هګۍ په څو پیرئ؟ زوړسړي ورته د یوي هګۍ قیمت (5 ) روپۍ وویل. اخیستونکې جیلۍ خپلي سترګې چوقي کړي او بوډا ته یې وویل چې (6) هګۍ به درنه په (25) روپۍ واخلم ...

نور ولوله »

شېريني/ خوشال درانى

لنډه کیسه _ ډاکټر صيب مړشوم، هله ژرکوه، څه زهر راکړه چې ښه شم. د امين سويو چيغو د خونې ټوله فضا نېولې وه، په يوه سا لګياو: _ډاکټرصيب! مړشوم، دخداى له پاره… ډاکټر په غوسه شو: _دې باډۍته دې ګوره او ستا چيغو ته! په باډۍ دې هندو مسلمانېږي. لږه خورئ، پر ځان نه پوهېږئ، که ډوډۍ پردۍ ده،ګېډه ...

نور ولوله »