د ټیګونو ارشیف : لوبډلمشر

کرېکټ بورډ ولې يو وار بيا د لوبډلمشرۍ په ډګر کې پر اصغر افغان باور وکړ؟

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۰ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ بورډ مشر فرحان يوسفزي نن د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د يوې خبري ناستې پرمهال اعلان وکړ چې د راشد خان پرځای يو وار بيا اصغر افغان د ملي لوبډلې مشر وټاکل شو. دا په تېرو ۸ مياشتو کې د ملي لوبډلې څلورم لوبډلمشر دی چې د کرېکټ ...

نور ولوله »

د کرېکټ بورډ نوې پريکړه؛ راشد خان ګوښه او اصغر افغان يو وار بيا لوبډلمشر وټاکل شو

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۰ ليندۍ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ بورډ يو وار بيا د اصغر افغان د لوبډلمشر ټاکلو پريکړه کړې ده. راشد خان چې د متنازعو پريکړو وروسته يې له تيرو شاوخوا دريو مياشتو د ملي لوبډلې مشري کوله په حيرانونکي ډول له لوبډلمشرۍ لرې کړل شو. د افغانستان کریکټ بورډ مشر فرهان يوسفزي او د کریکټ بورډ ...

نور ولوله »

د ګلبدین نائب هرکلی او ملاتړ، د راشد خان مننه او ژمنه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان ملي لوبډلې موقتي پخواني لوبډلمشر ګلبدین نائب ویلي دي چې د لوبډلمشرۍ په حیث د راشد خان بشپړ ملاتړ کوي او نوموړي ته د نوې دندې مبارکي وایي. د افغانستان کرېکټ بورډ له یو شمېر ستونزو او لانجو وروسته نن د جمعې په ورځ په ۱۱م جولایي اعلان وکړ چې راشد ...

نور ولوله »

راشد خان د ملي لوبډلې مشر او اصغر افغان یې مرستیال وټاکل شو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ بورډ په تازه اعلان کې ویلي دي چې راشد خان د ملي لوبډلې د دریواړه فارمیټونو لپاره لوبډلمشر او اصغر افغان د لوبډلمشر مرستیال په توګه وټاکل شو. دا په داسې حال کې چې له دې وړاندې کرېکټ بورډ ته نږدې سرچینو د اصغر افغان د لوبډلمشر کیدو خبر ورکړی ...

نور ولوله »

اصغر افغان د لوبډلمشرۍ مسووليت رسما ګلبدين نائب ته وسپاره

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۱ غوايي، ۱۳۹۸ل): د افغان کرېکټ ملي لوبډلې پخواني مشر اصغر نن په سويلي افريقا کې د يو لړ مراسمو پر مخ د لوبډلمشرۍ مسووليت رسما ګلبدين نائب ته وسپاره. په سويلي افريقا کې د تمريناتو پرمهال د کرېکټ بورډ مشر عزيزالله فضلي، مشر روزونکي ففليپ سيمنز او نورو ملي لوبغاړو په موجوديت د لوبډلمشرۍ خولۍ ...

نور ولوله »

اصغر افغان نه؛ ګلبدين نائب به لوبډلمشر وي

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۸ وری، ۱۳۹۸ل):  د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لپاره د لوبډلمشر انتخاب يو ستونزه جوړه شوه چې په اړه يې يو شمېر ضد و نقيض راپورونه ورکول کيږي. د روانې اپريل مياشتې په پنځمه نېټه د افغان کرېکټ بورډ او غوراوې کميټې په پريکړه کې اصغر افغان له لوبډلمشرۍ ګوښه او پر ځای يې ګلبدين نائب ...

نور ولوله »

ایا اصغر افغان به یو وار بیا د نړیوال جام لپاره لوبډلمشر وټاکل شي؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ وری، ۱۳۹۸ل): د روانې میاشتې په پنځمه نېټه د افغانستان کرېکټ بورډ او غوراوې کميټې د افغان لوبډلې لپاره د شل اوریزو، پنځوس اوریزو او پنځه ورځنۍ سیالیو لپاره بېلا بېلا لوبډلمشران اعلان کړل. دغه پریکړه کې د یو ورځنیو سیالیو لوبډلمشر ټاکل په دې چې نړیوال جام ته تر دوه میاشتو کم وخت ...

نور ولوله »

افغان کرېکټ بورډ، راشد که نبي؛ څوک ملامت دي؟

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷ وری، ۱۳۹۸ل): وړمه ورځ د افغانستان کرېکټ بورډ او د غوراوې کمیټې د لوبډلې څلور کلنی لوبډلمشر اصغر افغان له دندې ګوښه او پر ځای یې بېلا بېل لوبډلمشران وټاکل. په دغو لوبډلمشرانو کې ګلبدین نائب د یو ورځنیو لوبو لپاره چې راشد خان یې مرستیال، د ټيسټ لوبو لپاره رحمت شاه او د شل ...

نور ولوله »

د افغانستان کرېکټ غوراوې کمیټې او لوبډلمشر پخوانۍ تېروتنې بیا تکرار کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ کب، ۱۳۹۷ل): د تېرې پنچشنبې په ورځ د افغانستان او ایرلینډ لوبډلو ترمنځ لومړۍ شل اوریزو سیالۍ که څه هم د افغانستان په بریا پای ته ورسیده خو د افغانستان لوبډلې یو وار بیا پخوانۍ تیروتنې تکرار کړې. په دغه سیالۍ کې د افغانستان لوبډله نږدې وه په وړو تېروتنو له ماتې سره مخ شي، ...

نور ولوله »

د اماراتو پر وړاندې لوبه کې اصغر ستانکزی لوبډلمشري کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ کب، ۱۳۹۶ل): د افغانستان او عربي اماراتو ترمنځ لوبه کې پچه اماراتو لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه. د ۲۰۱۹م نړیوال یو ورځیني جام غوراوي سیالیو په سوپر سیکس سیالیو کې نن په مهمه لوبه کې افغانستان له اماراتو سره مخ دی، چې ګټل یې اړین او په مخکې تګ لوړ ...

نور ولوله »