د ټیګونو ارشیف : لوګر

اشرف غني یو ځل بیا د لوګر په پیښه «خواشیني» څرګنده کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۴مه ۱۳۹۴ل): د ګډحکومت ولسمشر اشرف غني، چې د واشنګټن پوسټ په باور د امریکايي ځواکونو په لاس د ملکي تلفاتو په اړه خاموشي غوره بولي، نن له غرمې وروسته په ارګ کې د یوې غونډې په ترڅ کې یو ځل بیا د لوګر په پیښه یوازې ژوره خواشیني وښوده. د ولسمشرۍ له دفتره په ...

نور ولوله »

ولسمشر د لوګر په پيښه خواشیني وښوده او د ترکیې چاودنه یې په کلکو ټکو وغندله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان ولسمشر اشرف غني، چې د واشنګټن پوسټ په باور د امریکايي ځواکونو په لاس د ملکي تلفاتو په اړه خاموشي غوره بولي، تیره ورځ د امریکايي ځواکونو په بمبار کې د ملي اردو د ۲۰ تنو مړو او زیات شمېر ټپيانو په اړه یوازې خواشیني څرګنده کړه او بهرنیو ځواکونو ...

نور ولوله »

د امريکايي عسکرو په بمبار کې ۱۲ افغان عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۲۹مه، ۱۳۹۴ل):د لوګر ولايت برکي برک ولسوالۍ کې د امريکايي عسکرو په هوايي بريد کې لږ تر لږ دوولس افغان عسکر وژل شوي او څلور نور ټپيان دي. د برکي برک ولسوال انجينر رحيم امين رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې نن سهار شاوخوا اووه بجې دوو امريکايي چورلکو د برکي برک چلتن ...

نور ولوله »

لوګر: د اربکيانو ځايي قومندان ووژل شو

نن ټکی اسیا (يکشنبه، چنګاښ ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): لوګر ولايت کې د اربکيانو وتلی مشر قوماندان ستار له خپلو پنځو ساتونکو سره ووژل شو. راپورونه وايي، چې قوماندان ستار د سيمې وتلی او د مخالفينو په وژلو مشهور قوماندان و، چې تېره ورځ ماذديګر قوه راکټ سيمه کې په يوه چاودنه کې له خپلو پنځو ساتونکو سره يو ځای ووژل شو. ...

نور ولوله »

په لوګرکې د ښوونځیو څلورنیم میاشتنۍ آزموینه پیل شوه

kankor imtihan

د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر چهارشنبې، چنګاښ ۱۰ مه د لوګر مرکز او ولسوالیو په ښوونځیو کې له زده کوونکو د څلورنیم میاشتنې آزموینې د اخیستلو لړۍ نن پیل شوه. د لوګر د پوهنې ریاست د نوموړي آزموینې د اخیستنې لړۍ د پوهنې وزارت د پریکړې له مخې پیل کړه، چې د روانې میاشتې تر ۲۵ مې ...

نور ولوله »

تښتول شوي ماين پاکان خوشې شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): تېره ورځ د لوګر ولايت محمد اغې ولسوالۍ دادوخېلو سيمه کې د يوې موسسې يو شمېر ماين پاکان تښتول شوي وو او تېره ورځ ناوخته بېرته خوشې شول. د لوګر ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې د هالو ټرسټ موسسې نهه غړي تېره ورځ ناڅرګندو وسله والو تښتولي وو او د ځايي قوموي مخورو ...

نور ولوله »

لوګر : د محمداغې ولسوال له يوې چاودنې روغ وتلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): د لوګر ولایت امنیتي چارواکي وايي، د محمداغې پر ولسوال چاودنه شوې، چې له امله یې درې ساتونکي ټپیان شوي دي. د لوګر امنیه قومندان مل پاسوال عبدالحکیم اسحاقزی وايي، د محمداغې پر ولسوال چاودنه د محمداغې د میرزاخېلو په سیمه کې شوې ده، خو ولسوال ترې روغ وتلی دی. د لوګر امنیه ...

نور ولوله »

لوګر او غزني کې مشهور اربکي قومندانان وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۳مه، ۱۳۹۴ل): د لوګر په محمد آغه او د غزني په قره باغ ولسوالیو کې د سیمو مشهور اربکي قومندانان د طالبانو په بمي او مخامخ بريدونو کې وژل شوي دي. د لوګر د محمد آغې مشهور اربکی قومندان له خپلو شپږو تنو اربکیانو سره تېره ورځ د طالبانو پر خښ کړل شوي بم ور ...

نور ولوله »

ګډ حکومت اته مياشتې وروسته اته والیان وټاکل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): ګډ حکومت له اتو میاشتو وروسته اته والیانو د اتو ولایتونو لپاره پر يو وخت معرفي کړل. د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې لیکلي چې د ګډ حکومت د دواړو مشرانو تر جو جاړي وروسته د ننګرهار، لوګر، پکتیا، باميان، کونړ، پکتیکا، هلمند او نیمروز ولایتونو لپاره يې ...

نور ولوله »

د لوګر ولايت مالي او اداري رييس او د ولايتي شورا سلاکار په ترافيکي پېښه کې مړه شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري۲۵مه، ۱۳۹۴ل): د لوګر ولايت مالي او اداري رييس او د ولايتي شورا سلاکار په يوه ترافيکي پېښه کې مړه شوي دي. د لوګر ولايت وياند دين محمد دروېش د پېښې پخلی کوي او وايي، چې په دغه ترافيکي پېښه کې د د مخابراتو رييس او د هغه موټر چلوونکی هم ټپيان شوي دي. د ...

نور ولوله »