د ټیګونو ارشیف : لوګر

غزنی: په ګیلان کې یو اربکی قومندان وژل شوی او بل مرګونی ټپي دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۱۸مه، ۱۳۹۳ل): په غزني کې د ګیلان ولسوالي د اربکیانو قومندان عنایت الله د طالبانو په مخامخ نښته کې ووژل شو او ورسره قومندان مرګونی ټپی شو. په قومندان عنایت الله نن تر غرمې وړاندې شاوخوا لس بجې د ګیلان ولسوالي په اغوجان سیمه کې برید وشو، چې نوموړی ځای پر ځای ووژل شو او ...

نور ولوله »

د بره کي برک ولسوالۍ د اربکيانو مشر ووژل شو

نن ټکی اسيا (يکشنبه، مرغومي ۱۴مه، ۱۳۹۳ل): د لوګر ولایت د بره کي برک ولسوالۍ د اربکيانو مشر حاجي خليل نن ماسپښين درې بجې په يو وسله وال برید کې له خپلو درې ساتونکو سره ووژل شو. د بره کي برک ولسوال انجينر رحيم امين رسنيو سره په خپلو خبرو کې وویل، چې حاجي خليل سيمه کې د اربکيانو مشر ...

نور ولوله »

روزګان: د چهارچینو د اربکیانو مشر ـ لنډوـ ووژل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۱۰مه، ۱۳۹۳ل): تېره شپه د روزګان په دهراود ولسوالي کې د طالبانو په برید کې د چهارچینو د اربکیانو مشر قومندان لنډو ووژل شو. طالب ویاند قاري یوسف احمدي وايي، چې د دوی دریو تنو ملګرو د چهارچنیو ولسوالي د امنیه قومندان په مرکز برید وکړ، چې قومندان لنډو پکې له څلورو ملګرو سره ووژل ...

نور ولوله »

لوګریانو په ملکي وګړو د بمبار له امله د امریکایانو بښنه ونه منله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۷مه، ۱۳۹۳ل): د لوګر ولایت قومي مشرانو او مخورو د امریکایانو هغه بښنه رد کړه، چې پر بې ګناه کلیوالو باندې د بمبار وروسته يې غوښتې. په دغه بمبار کې چې د لوګر په بره کي برک ولسوالي کې يې کړی و، د دوو کورنیو ۵ تنه وګړي شهیدان او پنځه نور ټپیان کړې وو. ...

نور ولوله »

لوګر: بهرنیو ځواکونو ۵ ملکي وګړي شهیدان او ۵ نور ټپیان کړي دي

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومې۵مه ۱۳۹۳ل): د لوګر ولایت په بره‌کي برک ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په بمبار کې د دوو کورنیو ۵ کسان شهیدان شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي. دغه بمبار بېګا د شپې شاوخوا ۰۳:۳۰ بجې د بره‌کي برک ولسوالۍ په ابجوش سیمه کې په ملکي وګړو شوی. د بره‌کي برک ولسوال انجنیر رحیم امین ...

نور ولوله »

د لوګر استازي: د دې ولایت درې ولسوالي سقوط ته نږدې دي

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۲۲مه، ۱۳۹۳ل): د لوګر په ولایتي شورا او ولسي جرګه کې د دې ولایت د خلکو استازي وايي چې د لوګر درې ولسوالي سقوط ته نږدې دي. د لوګر د خلکو استازي وايي چې په لوګر کې ازره، خروار او څرخ ولسوالي پنځه نوي سلنه د طالبانو تر واک لاندې دي او ښايي په نږدې ...

نور ولوله »

لوګر: د کانکور ازموينه واخیستل شوه

د لوګر ولایت د دولسمو ټولګیو له ۳۷۳۹ تنو فارغ شویو زده کوونکو څخه دکانکور آزموینه د محمدي اسلامي دارالعلوم په انګړ کې د څارنې کمیټې تر نظر لاندې د لیندۍ په ۱۸ او ۱۹ مه نیټه واخیستل شوه. په هغو مراسمو کې چې د لوګر دارالعلوم په انګړ کې د دې ازموینې د پیل په موخه جوړه شوي وه ...

نور ولوله »

لوګر کې د پولیسو دوه افسران وژل شوي

renjar-after-blast

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم۲۹مه، ۱۳۹۳ل): د لوګر په بره کي برک ولسوالۍ یوې چاودنې د دوو پولیس افسرانو په ګډون درې پولیس وژلي او یو بل سخت ټپي کړی. د لوګر د امنیه قومندانۍ د امنیت امر سمونوال عبدالولي طوفان پېښه تایید کړه او زیاتوي، چې پېښه پرون له غرمې وروسته د بره کي برک ولسوالۍ په مربوطاتو کې ...

نور ولوله »

لوګر: د ولایتي شورا د نوماند په مشرۍ د غلو ډله نیول شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۲۷مه، ۱۳۹۳ل): د لوګر چارواکي وايي چې په دې ولایت کې يې د غلو هغه شپږ کسیزه ډله نیولې ده چې مشري يې د دې ولایت ولایتي شورا ته نوماند حاجي شوکت ستانکزي کوله. د لوګر امنیه قومندان عبدالحکیم اسحاقزی وايي چې دوی تېره ورځ سهار د حاجي شوکت په کور کې شپږ تنه ...

نور ولوله »

د لوګر والي «سپینه کوتره»!

محمد ظاهر ستانکزی د لوګر والي د ځان د سپیناوي لپاره له ډیرې غوره لارې ګټه پورته کړه، هدف مې د لوګر د والي هغه د مداري په څیر خبرې دي چې تیره ورځ یعنې د پنجشنبې په ورځ یې په کابل کې د رسنیو په مرکز کې د خبریالانو او ټلویزیونو د کمرو په مخ کې وکړې، افرین شه ...

نور ولوله »