fbpx

د ټیګونو ارشیف : لوګر

ولايتي شورا: لوګرولايت د سقوط له ګواښ سره مخ دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ وږی، ۱۳۹۷ل): د لوګر ولایت د ولايتي شورا غړي وايي چې په دغه ولايت کې د طالبانو وروستی پراخ نفوذ ددغه ولايت د سقوط کولو انديښنې راټوکولې دي. د لوګر د ولايتي شورا غړي محمد ناصر غيرت وايي چې ددغه ولایت د ازرې، خروار، برکي برک او څرخ ولسوالۍ يوازې مرکزونه له دولت سره ...

نور ولوله »

طالبان وايي لوګر کې يې دوه امریکایان وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲وږي، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي د لوګر په محمد اغه ولسوالۍ کې يې د امریکایانو پر اکمالاتي کتار مخامخ برید کړی او دوه تنه يې وژلي دي. د طالبانو د خبرپاڼې له مخې تېر سهار د محمد اغه ولسوالۍ تنګي واغجان سیمه کې د امریکایانو کتار د دوی د کمین ښکار شو، چې پکې دوه امریکایان ووژل ...

نور ولوله »

ناټو: لوګر کې يې د افغان امنیتي ځواکونو په غوښتنه بمبار کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷زمري، ۱۳۹۷ل): تېره ورځ د لوګر په ازره کې بهرنیو ځواکونو پر اربکیانو هوايي برید وکړ او ۱۵ تنه يې ځای پر ځای ووژل. ځايي چارواکو وویل چې په برید کې ۱۵ اربکیان او پنځه عام وګړي وژل شوي دي، خو د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي چې په بمبار کې ۹ اربکیان وژل ...

نور ولوله »

لوګر: هوايي برید کې ۱۵ پولیس وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶زمري، ۱۳۹۷ل): د لوګر په ازره کې د بهرنیانو په هوايي برید کې ۱۵ پولیس او پنځه ملکي وګړي وژل شوي دي. د لوګر د ولایتي شورا غړی عبدالولي وکیل وايي تېره شپه طالبانو د ازرې ولسوالۍ پر مرکز او شاوخوا پوستونه بریدونه پيل کړل، چې تر سهاره يې دوام وکړ. هغه وايي بهرنیانو د ...

نور ولوله »

لوګر: په ازره ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶زمري، ۱۳۹۷ل):د لوګر ولایت په ازره ولسوالۍ باندي د طالبانو د تعرضي برید وروسته سخته جګړه روانه ده. د لوګر د ولایتي شورا غړي عبدالولي وکیل رسنیو ته ویلي چې طالبانو تېره شپه ناوخته پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړي چې له امله یې یو شمېر پوستو سقوط کړی او ولسوالي يې د سقوط سره ...

نور ولوله »

لوګر کې ټول تړل شوي ښوونځي پرانیستل شول

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳زمري، ۱۳۹۷ل): د پوهنې وزارت چارواکي وايي په لوګر کې ټول تړل شوي ښوونځي يې د قومي مخورو او علماءکرامو په هڅو بېرته پرانیستي دي. له دې وزارت خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې لوګر کې ټول ۱۰۳ ښوونځي تړل شوي و، چې د نجونو او هلکانو د ښوونځيو په ګډون ټول بېرته پرانیستل شول. د ...

نور ولوله »

لوګر کې ټول ښوونځي تر نامعلوم وخته رخصت شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د لوګر د پوهنې ریاست وايي په ټول ولایت کې يې د ستونزو له امله ټول ښوونځي رخصت کړي دي. د دې ریاست ویاند شاپور عرب وايي د ځینو ښوونکو د ډبولو او د څو ښوونځيو له سوځولو وروسته يې د پوهنې وزارت له امر سره سم تر نامعلوم وخته ټول ښوونځي رخصت کړي ...

نور ولوله »

لوګر: مرکز کې هوايي برید درانه ملکي تلفات اړولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸چنګاښ، ۱۳۹۷ل): په خوست او ننګرهار کې له ملکي تلفاتو څو یوه شپه وروسته، نن لوګر کې هم هوايي برید ګڼو ملکيانو ته مرګ ژوبله او دروند مالي زیان اړولی دی. د لوګر د ځايي اوسېدونکو په قول بهرنیانو د صفر یو قطعې ځواکونو په ملګرتیا تېره نیمه شپه د مرکز اړوند بابوس سیمه کې د ...

نور ولوله »

طالبان وايي د لوګر په سرتیري برید کې ۵ امریکایان وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲چنګاښ، ۱۳۹۷ل): طالبان د لوګر ولایت په مرکز کې د هغه سرتیري برید مسؤولیت په غاړه واخیست چې تېره ورځ ماځیګر مهال د بهرنیو ځواکونو پر کاروان تر سره شو چې له امله یې د ځايي چارواکو په وینا د بهرنیانو یو موټر زیانمن شوی. د لوګر امنیه قومندان ویاند شاهپور عرب رسنیو ته ویلي ...

نور ولوله »

لوګر کې چاودنې اته تنه وژلي او څلور نور ټپیان دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې چاودنې اته تنه وژلي او څلور نور يې ټپیان کړي دي. د ۲۰۳ تندر قول ارد مطبوعاتي څانګه وايي چې پېښه نن د اسماعیل خېلو په سیمه کې وشوه، او قربانیان يې هغه کسان دي چې د «سولې غوښتنې» په نوم را ټول شوي و. د سرچینې په ...

نور ولوله »