د ټیګونو ارشیف : لوګر

لوګر: د طالبانو د فشارونو له امله امنيتي عسکرو پوستې پريښي دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷تلې، ۱۳۹۷ل): د لوګر ولایت د مرکز او دوه ولسواليو څو مهمې پوستې وروسته له هغه امنيتي ځواکونو پريښي دي چې کله په دغه سيمه کې د طالبانو بريدونه او ګواښونه زيات شول. د لوګر ولايت چارواکي وايي چې دوی دغه پوستې د تکتيکي شاتګ او د ممکنه مرګ ژوبلې د پيښېدو له امله پريښي دي ...

نور ولوله »

لوګر: طالبانو بې پیلوټه الوتکه غورځولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷تلې، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي د لوګر مرکز ته څېرمه يې بې پیلوټه الوتکه غورځولې ده. د طالبانو د خبرپاڼې له مخې د دوی سرتېرو تېر مازیګر پل علم ته څېرمه نعمتي کلي کې الوتکه نسکوره کړه. دغه الوتکه چې په «کشفي الوتکې» هم مشهوره ده، ټوټه شوې بدنه يې د طالبانو ګوتو ته ورغلې ده. تر ...

نور ولوله »

لوګر: طالبانو د ولایت په څلور کيلومترۍ کې پوځي مرکز نیولی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۱وږي، ۱۳۹۷ل): طالبانو د لوګر مرکز پل عالم ته څېرمه یوه پوځي قرارګاه نیولې ده. دغه قرارګاه چې مرکز ته نږدې شاوخوا څلور کيلومترۍ کې د حصارک سیمه کې پرته وه، تېره شپه د طالب سرتېرو تر برید لاندې راغله. د طالبانو خبرپاڼه لیکي، چې د دوی سرتېرو له څو ورځو راهیسې دغه قرارګاه څارلې او ...

نور ولوله »

لوګر: طالب سرتېرو دوه امریکایان وژلي او درې ژوبل دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱وږي، ۱۳۹۷ل): د لوګر مرکز ته څېرمه د ګډو ځواکونو پر کتار د طالب سرتېرو برید کې پنځو امریکایانو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده. طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، چې نن سهار وختي يې د لوګر مرکز کې ګازو شرکت سیمې ته څېرمه پر ګډ کتار برید وکړ. د خبرپاڼې له مخې کتار ...

نور ولوله »

ولايتي شورا: لوګرولايت د سقوط له ګواښ سره مخ دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ وږی، ۱۳۹۷ل): د لوګر ولایت د ولايتي شورا غړي وايي چې په دغه ولايت کې د طالبانو وروستی پراخ نفوذ ددغه ولايت د سقوط کولو انديښنې راټوکولې دي. د لوګر د ولايتي شورا غړي محمد ناصر غيرت وايي چې ددغه ولایت د ازرې، خروار، برکي برک او څرخ ولسوالۍ يوازې مرکزونه له دولت سره ...

نور ولوله »

طالبان وايي لوګر کې يې دوه امریکایان وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲وږي، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي د لوګر په محمد اغه ولسوالۍ کې يې د امریکایانو پر اکمالاتي کتار مخامخ برید کړی او دوه تنه يې وژلي دي. د طالبانو د خبرپاڼې له مخې تېر سهار د محمد اغه ولسوالۍ تنګي واغجان سیمه کې د امریکایانو کتار د دوی د کمین ښکار شو، چې پکې دوه امریکایان ووژل ...

نور ولوله »

ناټو: لوګر کې يې د افغان امنیتي ځواکونو په غوښتنه بمبار کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷زمري، ۱۳۹۷ل): تېره ورځ د لوګر په ازره کې بهرنیو ځواکونو پر اربکیانو هوايي برید وکړ او ۱۵ تنه يې ځای پر ځای ووژل. ځايي چارواکو وویل چې په برید کې ۱۵ اربکیان او پنځه عام وګړي وژل شوي دي، خو د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي چې په بمبار کې ۹ اربکیان وژل ...

نور ولوله »

لوګر: هوايي برید کې ۱۵ پولیس وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶زمري، ۱۳۹۷ل): د لوګر په ازره کې د بهرنیانو په هوايي برید کې ۱۵ پولیس او پنځه ملکي وګړي وژل شوي دي. د لوګر د ولایتي شورا غړی عبدالولي وکیل وايي تېره شپه طالبانو د ازرې ولسوالۍ پر مرکز او شاوخوا پوستونه بریدونه پيل کړل، چې تر سهاره يې دوام وکړ. هغه وايي بهرنیانو د ...

نور ولوله »

لوګر: په ازره ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶زمري، ۱۳۹۷ل):د لوګر ولایت په ازره ولسوالۍ باندي د طالبانو د تعرضي برید وروسته سخته جګړه روانه ده. د لوګر د ولایتي شورا غړي عبدالولي وکیل رسنیو ته ویلي چې طالبانو تېره شپه ناوخته پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړي چې له امله یې یو شمېر پوستو سقوط کړی او ولسوالي يې د سقوط سره ...

نور ولوله »

لوګر کې ټول تړل شوي ښوونځي پرانیستل شول

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳زمري، ۱۳۹۷ل): د پوهنې وزارت چارواکي وايي په لوګر کې ټول تړل شوي ښوونځي يې د قومي مخورو او علماءکرامو په هڅو بېرته پرانیستي دي. له دې وزارت خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې لوګر کې ټول ۱۰۳ ښوونځي تړل شوي و، چې د نجونو او هلکانو د ښوونځيو په ګډون ټول بېرته پرانیستل شول. د ...

نور ولوله »