د ټیګونو ارشیف : لوګر

لوګر کې ټول ښوونځي تر نامعلوم وخته رخصت شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د لوګر د پوهنې ریاست وايي په ټول ولایت کې يې د ستونزو له امله ټول ښوونځي رخصت کړي دي. د دې ریاست ویاند شاپور عرب وايي د ځینو ښوونکو د ډبولو او د څو ښوونځيو له سوځولو وروسته يې د پوهنې وزارت له امر سره سم تر نامعلوم وخته ټول ښوونځي رخصت کړي ...

نور ولوله »

لوګر: مرکز کې هوايي برید درانه ملکي تلفات اړولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸چنګاښ، ۱۳۹۷ل): په خوست او ننګرهار کې له ملکي تلفاتو څو یوه شپه وروسته، نن لوګر کې هم هوايي برید ګڼو ملکيانو ته مرګ ژوبله او دروند مالي زیان اړولی دی. د لوګر د ځايي اوسېدونکو په قول بهرنیانو د صفر یو قطعې ځواکونو په ملګرتیا تېره نیمه شپه د مرکز اړوند بابوس سیمه کې د ...

نور ولوله »

طالبان وايي د لوګر په سرتیري برید کې ۵ امریکایان وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲چنګاښ، ۱۳۹۷ل): طالبان د لوګر ولایت په مرکز کې د هغه سرتیري برید مسؤولیت په غاړه واخیست چې تېره ورځ ماځیګر مهال د بهرنیو ځواکونو پر کاروان تر سره شو چې له امله یې د ځايي چارواکو په وینا د بهرنیانو یو موټر زیانمن شوی. د لوګر امنیه قومندان ویاند شاهپور عرب رسنیو ته ویلي ...

نور ولوله »

لوګر کې چاودنې اته تنه وژلي او څلور نور ټپیان دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې چاودنې اته تنه وژلي او څلور نور يې ټپیان کړي دي. د ۲۰۳ تندر قول ارد مطبوعاتي څانګه وايي چې پېښه نن د اسماعیل خېلو په سیمه کې وشوه، او قربانیان يې هغه کسان دي چې د «سولې غوښتنې» په نوم را ټول شوي و. د سرچینې په ...

نور ولوله »

د لوګر قومي مخور: محمد اغه کې مېشت ځواکونه خلک ځوروي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ د ده نو کلي اوسېدونکي وايي چې په دې کلي کې ‏مېشت ځواکونه په بېلابېلو پلمو خلکو ځوروي‎. ‎ د دې کلي قومي مخور محمد مصطفی ازادي راډيو ته وايي ده نو کلي کې زرګونه کورنۍ د ملي اردو او اربکیانو له پوستو ‏ځورېږي‎.‎ د هغه په وینا ...

نور ولوله »

افغان حکومت په لوګر کې دوه مسجدونه په بمونو والوزول / ویډیو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶غبرګولي، ۱۳۹۷ل): افغان حکومت د لوګر ولایت په مرکز کې دوه بابه مسجدونه په بمونو الوزولي او په بشپړ ډول ویجاړ کړی دي. پیښه تېره شپه د ناکام کلا او ښادي خان کلا په سیمو کې رامینځته شوې. د سیمې د اوسیدونکو په وینا، کله چې تراویح ختمې شوې، د صفر یک قطعي افغان عسکر راغلل، ...

نور ولوله »

لوګر: سرتېري بريد کې د حوزې د امر په ګډون ګڼ منسوبین وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د لوګر په مرکز کې پر لومړۍ امنیتي حوزې سرتېري بريد کې د دې حوزې امر او ګڼ نور دولتي منسوبين وژل شوي دي. طالبانو نن سهار وختې د موټر بم له چاودنې وروسته پر یاده حوزه برید پیل کړ، چې تر اتو بجو يې دوام وکړ. د لوګر د امنیه قومنداني ویاند شاپور ...

نور ولوله »

لوګر: د ملي اردو شپږ سرتیري وژل شوي دي، څلور ټپيان دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ غويي، ۱۳۹۷ل): د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې طالبانو د ملي اردو پر یوې پوستي برید کړی چې له امله یې ښپږ تنه عسکر مړه او څلور تنه نور ټپيان شوي دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر پاڼه لیکلې چې تېره شپه د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ په خواجه ...

نور ولوله »

لوګر: د والي ویاند د سختو ټپونو له امله ومړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳غويي، ۱۳۹۷ل): تېره اوونۍ د لوګر په محمد اغه کې د والي له وژل شوي مرستیال سره ټپي شوی، د والي ویاند ومړ. سلیم صالح، چې تېره پنجشنبه د طالبانو په مخامخ برید کې ټپي شوی و، تېره ورځ يې سا ورکړه. په یاد برید کې د لوګر مرستیال والی قمرالدین شکیب، د محاکمو رییس او ...

نور ولوله »

لوګر: طالبانو د والي مرستیال مخامخ وژلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۶غويي، ۱۳۹۷ل): د لوګر امنیه قومنداني وايي د دې ولایت د والي مرستیال قمر الدین شکیب د طالبانو په مخامخ برید کې ووژل شو. د لوګر امنیه قومندان عصمت الله علیزي ویلي، نن ماسپښين دوه بجې د محمد اغې ولسوالۍ په واغجان سیمه کې د طالبانو له کمین سره مخ شو، چې ځای پر ځای ووژل ...

نور ولوله »