د ټیګونو ارشیف : لښکرګاه

هلمند؛ غبرګو چاودنو کې والي او مرستيال يې ټپيان شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ وری ۱۳۹۸ل): په هلمند ولايت کې د بزګر د ورځې په اړ جوړې شوې غونډه کې غبرګې چاودنې شوي چې په نتيجه کې يې ددې ولايت والي، مرستيال يې او څو تنه نور ټپيان شوي دي. د افغانستان يک تلويزيون بيا په پيښه کې د څلور تنو د وژل کیدو او لسو نورو د ټپي ...

نور ولوله »

هلمند: لښکرګاه کې د ښوونځې زده کوونکې مسمومې شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳وری، ۱۳۹۷ل): د هلمند په لښکرګاه کې د نجونو د مرکزې لیسې لسګونه نجونې مسمومې شوې دي. د هلمند د پوهنې رییس دواد شاه صفاري وايي، تر اوسه روغتون ته شاوخوا ۴۰ زده کوونکې رسېدلې دي. د دې ولایت د عامې روغتيا رییس امین الله عابد د زده کوونکو روغتيايي وضعیت د ډاډ وړ بللی دی. ...

نور ولوله »

د سولې د خواست مناسب ځای موسی کلا ده که شوراب؟

زخمي افغان خبر وایي د هلمند په مرکز لښکرګاه کې یوه ډله خلک را غونډ شوي دي او د سولې غوښتلو لپاره یې د تحصن او لاریون اراده کړې، بي بي سي راپور ورکړ چې دغه خلک غواړي د هلمند شمالي ولسوالۍ موسی کلا ته لاړ شي او هلته طالبانو ته د سولې ځولۍ وغوړوي. رښتیا خبره دا ده چې ...

نور ولوله »

یوناما د هلمند پرونی برید وغانده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ وری، ۱۳۹۷): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارې یوناما د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د تیرې ورځې موټر بم برید په کلکو ټکو وغانده او دا یې د راتلونکي احتمالي سولې پر وړاندي خنډ وباله. تېره ورځ ماښام د لښکرګاه په ښار کې د یوه لوبغالي مخته هغه وخت چاودنه وشوه کله ...

نور ولوله »

هلمند: په لښکرګاه کې د چاودنې له امله درنه مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ وری، ۱۳۹۷): نن د جمعې په ورځ ماښام مهال د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د یوه لوبغالي مخته د چاودنې له امله درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. د هلمند ولایت د والي ویاند عمر ځواک رسنیو ته تر اوسه د ۱۵ تنو د وژل کېدو او تر ۵۰ زیاتو نورو د ټپي کېدو ...

نور ولوله »

هلمند: لښکرګاه کې ۴۰ جریبه ځنګل اور اخیستی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د هلمند لښکرګاه ته څېرمه شاوخوا ۴۰ جریبه ځنګل اور اخیستی دی، چې ډېره برخه يې سوځېدلې ده. د هلمند د کرنې چارواکي وايي، ځنګل کې تېره شپه اور ولګید، که څه هم د اور وژنې ټيم ژر ور رسېدلی خو بیا يې هم د ځنګل د ډېرې برخې سوځېدو مخه نه ده ...

نور ولوله »

هلمند: طالبانو لښکرګاه کې پر امنیتي ځواکونو بريد کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د هلمند ځايي چارواکي وايي وسله والو طالبانو تېره شپه مرکز لښکرګاه کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي چې په وینا يې په شا تمبول شوي. هلمند کې یوې امنیتي سرچینې د وژل شویو عسکرو شمېر یوولس ښوودلی، خو امنیه قومندان بیا یوازې د دوو پولیسو او ۱۵ طالبانو د وژلو دعوه کړې. ...

نور ولوله »

هلمند: افغان ځواکونو په چاپه کې د یوې کورنۍ ۹ غړي ووژل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳ وری، ۱۳۹۶ل): د هلمند ولایت د مرکز اړوند باباجې په سیمه کې افغان ځواکونو عملیات ترسره کړي او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې د یوې کورنۍ ۹ غړي وژلي دي. د سیمې اوسیدونکي وايي چې په چاپه کې د ۲ ښځو، ۴ ماشومانو، یو اویا کلن سپین ږیري په ګډون د یوې کورنۍ ۹ ...

نور ولوله »

تلګراف: د سنګین سقوط د طالبانو د بیاراتګ نښه ده

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۹ وری، ۱۳۹۶ل): برتانوۍ تلګراف ورځپاڼه لیکي چې د طالبانو د واکمنۍ له نړیدلو شپاړس کاله وروسته په لومړي ځل دا ډله د افغانستان په لویو ښارونو باندې د واک ټینګولو لپاره چمتووالی نیسي. ورځپاڼې د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ سقوط ته اشاره کړې، هغه یې د طالبانو د بیرته راتګ یو مثال بللی ...

نور ولوله »

د سنګین سقوط د دولتي ځواکونو لپاره د خطر نوی زنګ

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: د تیرې چارشنبې په ورځ د هلمند ولایت مهمه او له سوق الجیشي لحاظه تر ټولو استراتیژیکې ولسوالۍ (سنګین) د طالبانو په لاس سقوط وکړ. د هلمند په نا آرامه ولایت کې د سنګین ولسوالۍ سقوط هم هلته د میشتو امریکايي او هم د دولتي ځواکونو لپاره یوه ملا ماتوونکې ضربه ده چې د طالبانو ...

نور ولوله »