د ټیګونو ارشیف : لګښت

روسیه وايي امریکا چې څومره ژر ووځي، په ګټه يې ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵سلواغې، ۱۳۹۷ل): په کابل کې د روسيې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي امریکا چې څومره ژر له افغانستانه ووځي، هماغومره يې په ګټه تمامېږي. کابلوف له اسوشیټیډ پریس سره خبرو کې ویلي، د امریکایانو وتلو د هغوی د مشرانو په پرېکړې پورې اړه لري، خو دلته چې څومره ناوخته کېږي، لګښت يې زیاتېږي. هغه دا هم ...

نور ولوله »

د راتلونکي مالي کال بودجه تصویب شوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د راتلونکي مالي کال لپاره د ځانګړې شوې بودجې مسوده تصویب شوه. په دې غونډه، کې د ۱۳۹۸ل مالي کال لپاره ځانګړې شوې ۳۹۹ میلیارده افغانۍ بودجه د رایو په اکثریت سره تایید شوه. د ماليې وزارت د معلوماتو پر اساس د ټاکل شوې بودجې له ډلې ...

نور ولوله »

ولسي جرګه راتلونکې اوونۍ پنځه وزیران استیضاح کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸لېندۍ، ۱۳۹۷ل): ولسي جرګه وايي د ۱۳۹۶ل مالي کال کې د پراختيايي بودجې د کم مصرف له امله پنځه وزارتونه استیضاح ته ور غواړي. د دې جرګې مالي او بودجوي کمیسیون وايي دوی هوډ لري چې راتلونکې اوونۍ کې د ټولګټو، له مخده موادو سره د مبارزې، مخابراتو او ټکنالوژۍ، ټرانسپورټ او عدليې وزارتونو وزیران استیضاح ...

نور ولوله »

امریکايي ورځپاڼه: افغانستان له اوږدې «مبارزې» وروسته هم د ښځو لپاره بد هېواد دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د «ټایم» په نوم امریکايي ورځپاڼه لیکي، چې پر افغانستان د امریکا د یرغل یو علت هم د ښځو د «حقونو لاسته راوړنه» بلل کېده، خو لا هم ښځې په بد وضعیت کې دي. ورځپاڼې د خدیجې په نوم د یوې مېرمنې کیسه کړې، چې غوښتل يې ځان ووژني خو روغتيايي مرکز کې ...

نور ولوله »

د پلټنې اداره: ارګ، د علماوو شورا او حکمتیار «بې حسابه» پیسې مصرف کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): په هېواد کې د پلټنې او تفتیش عالي اداره وايي، ګڼې ادارې چې پکې پخپله د ارګ یوه برخه، علماوو شورا او د حزب اسلامي تسلیم شوی مشر راځي بې حسابه لګښتونه کوي. د دې ادارې د راپور له مخې په روان مالي کال کې د سولې پروګرام، د حزب‌اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، ارګ ...

نور ولوله »

په کال کې د ولسي جرګې پر هر غړي شاوخوا شپږ نیم میلیونه افغانۍ مصرفېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲تلې، ۱۳۹۷ل): د ولسي جرګې د دارالانشا مشر وايي د ولسي جرګې هر غړی په کال کې شاوخوا شپږ نیم میلیونه افغانۍ لګښت لري. خدای‌نظر نصرت وايي په دې ډول د دې جرګې لپاره هر کال شاوخوا یو میلیارد او شپږ سوه میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې کېږي. نصرت بې بې سې ته ویلي، هر وکیل ۱۸ ...

نور ولوله »

سیګار په کابل ښار کې د امريکایانو د سفر لګښت ته ګوته په غاښ دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷غويي، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د امریکايي لګښتونو د څار اداره، سیګار؛ وايي د کابل ښار په منځ کې د امریکايي چارواکو د سفرونو ډېر لګښت ګوته په غاښ کړي دي. د دې ادارې مشر جان سوپکو وايي د امریکايي چارواکو د پینځه کلیومټره سفر لګښت د له کابل نه تر واشنګټنه د سفر نږدې دوه ...

نور ولوله »

د کرېکټ بورډ او هند سفارت ترمنځ د لوبغالو جوړولو تړون لاسلیک شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د افغانستان کرېکټ بورډ، افغان حکومت او د هند سفارت ترمنځ په افغانستان کې د کرېکټ د پراخوالي او لوبغالو جوړولو لپاره یو درې اړخیز تړون لاسلیک شو. ددغه تړون له مخې به د هند په مرسته د افغانستان په دریو ولایتونو کې د کرېکټ د پرمختګ لپاره ۱۷ لکه او ۶۰ زره ...

نور ولوله »

مالیې وزارت: د تېرو کلونو په پرتله سږ کال ډېره بودیجه لګول شوې ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵مرغومي، ۱۳۹۶ل):  د مالیې وزیر اکلیل حکیمي وايي، د تېرو کلونو په پرتله سږکال ډېره بودیجه لګول شوې ده او په ملي عوایدو کې هم ډېروالی راغلی دی. د حکیمي په خبره، په روان کال کې ۶۷ سلنه بودیجه لګول شوې، چې د تېرو کلونو په پرتله دغه سلنه څو چنده ډېره شوې ده. دی ...

نور ولوله »

بهرنيانو له وارد شویو تېلو نه یوازې لس سلنه مصرف کړي

نن ټکی اسییا (چهارشنبه، مرغومي ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): په افغانستان کې د ناټو تر چتر لاندې عسکرو له وارد شویو تېلو نه یوازې لس سلنه مصرف کړي او ۹۰ سلنه يې په ازاد بازار کې پلورل شوي دي. دا څرګندونې د ولسي جرګې د نشه یي توکو سره د مبارزې کمیسیون مشر حمیدزي لالي وکړلې. لالي وویل چې د وارد شویو ...

نور ولوله »