د ټیګونو ارشیف : لیکوال

اسلامي ليکوال او دعوتګر شيخ ابوبکر الجزايري وفات سو

عبدالمالک همت نامتو مفسر او د ګټورو اسلامي کتابونو ليکوال او دعوتګر شيخ ابو بكر الجزائري رحمه الله په مدينه منوره کي د ۱۴۳۹ هـ کال د ذوالحجې مياشتي پر څلورمه ، چي د ۲۰۱۸ ع، کال د اګست د مياشتي د ۱۵ مي سره سمون خوري د چار شنبې په سهار د 98 کلونو په عمر وفات سو. شيخ ...

نور ولوله »

د مرحوم انجنیر عبدالله ګل ریان ژوند ته کتنه

قاري سعید زرمتی لکه څنګه چې د الله تعالی مخلوقات متنوع او رنګارنګ دي همداسې الله تعالی د دې پراخې دنیا د چارو د سمبالولو لپاره بیلابیل ذوقونه، استعدادونه، صلاحیتونه او اشخاص هم پیدا کړي دي. چا ته یې د سنګر او وسلې شوق په زړه کې ور اچولی تر څو د دین له سنګره په میړانه دفاع وکړي او ...

نور ولوله »

لیکوالي مېړانه او ملي دریځ غواړي

آصف خواتي پوره شپاړلس کاله کیږي چې په هیواد کې د لسګونو زرو هیوادوالو ککرۍ والوتلې ، خو ډیری لیکوالان مو لادا پوښتنه کوي چې د هیواد د روانو جګړو لامل څه دی ؟ څه باید وشي چې هیوادته سوله او ټیکاو راستون شي؟ یو شمیر یې پړه پر ګاونډیانو اچوي ، بله ډله یې ولس ملامتوي چې ګواکې د ...

نور ولوله »

د سکې دا بل مخ

ماهر احسانزی ډېرځله د یولیکوال ، شاعر او یا کوم بل چا پر ژوند ، کارونو او هڅو دنورو خلکو او د نظر څښتنانو لیکنې ، خبرې او معلومات ترلاسه کوو ؛ خو خپله هغه خلک چې د يو چا پر ژوند او کړنو راسره خبرې کوي ، نه مطالعه کوو. هغه خلک چې د نورو خلکو په اړه راسره ...

نور ولوله »

لیکوال او شاعر سیف مومند په حق ورسېد

نن ټکی اسیا (جمعه، ۶ زمری، ۱۳۹۶): د پښتو ژبې تکړه لیکوال او شاعر حاجي سیف الرحمن مومند چې په ادبي حلقو کې یې په سیف مومند شهرت درلود، د ۵۴ کلنۍ په عمر له فاني نړۍ وکوچېد. سیف مومند چې کورنۍ یې د ننګرهار له مومندرې سره تعلق درلود په ۱۳۴۲ هجري شمسي کال کې د خوست په ولایت ...

نور ولوله »

پوهاند حسن کاکړ وفات شو

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومې ۱۷، ۱۳۹۵ل): د هیواد نامتو لیکوال او تاریخپوه پوهاند محمد حسن کاکړ د ۸۸ کلونو په عمر په حق ورسېد. پوهاند کاکړ په ۱۹۲۹م کال د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ د پلوټې په کلي زیږیدلی و. د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي د تاریخ د څانګې څخه فارغ شوی و. په لندن کې يې ...

نور ولوله »

دعلم خزانې – شهید بشیراحمد ریان

ما د اوږده  ژونــــــــد دا ســــتړې کــــاروان بي نګهبانه په صحرا تکي،تنها چو کړي داسي  به يي پوښتې چي بار کړي دي څه ما د اوږده  ژوندد علمونوخزانې بارکړي زه پــــــوهيدم چي به تري اخلي دعلمونوخلک ما ويل پکار به شي دخلکو،صدقه مي کړي ما اوريدلي کـــــتابو کښي ،دخوږ نبې خبرې چي ويل به يي اصـحاب ته ،کتاب ماته کړي ...

نور ولوله »

امریکايي څیړونکی: د ملا منصور د وژنې لامل د سولې مخالفت نه وه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۶مه ۱۳۹۵ل): امریکايي لیکوال او څیړونکی «بارنټ روبین» وايي چې طالبانو وښوده چې دوی خپل مشران ډیر ژر ژر ټاکلی شي او که یو مشر یې له مینځه لاړ شي نوی مشر یې تر پخوانی ډیر متشدد وي. نوموړی چې د افغانستان او جنوبي اسیا د چارو شننونکی دی، د ملا اختر محمد منصور د ...

نور ولوله »

انجینر عبدالله ګل ریان وفات سو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۹مه ۱۳۹۵ل): د غزني ولایت مشهور لیکوال، عالم او جهادي شخصیت عبدالله ګل ریان د ورپيښي ناروغۍ له امله وفات سو. استاد عبدالله ګل ریان د سرطان په ناورغۍ اخته شوی وو، د پاکستان په لاهور ښار کې د سرطان په یوه روغتون کې تر تداوي لاندي نن ورځ د اجل داعي ته لبیک ووایه ...

نور ولوله »

دنړۍ دوتلي ستوري ابن البناء المراکشي لنډ ژوند لیک

قاري احسان په اسلامي ټولنه کي ډیری داسي لوی لوی پوهان د تاریخ په اوږدو کي را ټوکېدلي چي په انساني تاریخ کي د ځلاندو ستورو په څیر ځلېدلي دي، او انساني ټولني ته يي په بیلابیلو موضوګانو کي ډیري ازښتناکه او تاریخي لیکني او نوي اختراعات وړاندي کړي دي، لکه د وخت مشهور او نامتو عالم ابن العوام الاشبیلي ...

نور ولوله »