د ټیګونو ارشیف : ماین پاکان

کندهار کې د یوې موسسې پینځه کارکوونکي وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۱غويي، ۱۳۹۷ل): د کندهار ځايي چارواکي وايي د ماین پاکۍ د موسسې پینځه کارکوونکي د وسله والو په برید کې وژل شوي دي. د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق وايي نامعلومو وسله والو د «اې ام ډي سي» موسسې پر کارکوونکو د میوند په ملنګ سیمه کې برید وکړ او پینځه تنه يې ووژل. رازق طلوع ...

نور ولوله »

زابل: اربکیان د عامو خلکو په موټرو ماینونه خنثی کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲۳مه ۱۳۹۵ل): په زابل ولایت کې اربکیان د عامو خلکو له موټرو څخه د ماین پاکۍ استفاده کوي او ناخبره موټر چلوونکي له ماینونو په ډکو لارو ورسموي. اربکیان د لویو لارو څخه د عامو خلکو موټر راګرځوي او په هغو فرعي لارو یې تېروي چې د ماینونو خطر په کې وي. تېره ورځ د ...

نور ولوله »

هرات: تښتول شوي ۱۵ ماین پاکان خوشې شول

نن ټکی اسیا (شنبه، وري۱۴مه ۱۳۹۵ل): په هرات کې د هیلو ټرست ماین پاکۍ موسسې تښتول شوي ۱۵ کارکوونکي خوشې شول. دغه ماین پاکان د جمعې په ورځ /وري ۱۳مه/ د هرات په کهسان ولسوالۍ کې ناڅرګندو وسله‌والو تښتولي وو. د هرات ولایت د والي ویاند جیلاني فرهاد رسنیو ته ویلي چې یاد کسان د کهسان ولسوالۍ یوې سرحدي سیمې ...

نور ولوله »

هرات: ناڅرګندو وسله‌‌والو ۱۵ ماین پاکان تښتولي

نن ټکی اسیا (شنبه، وري۱۴مه ۱۳۹۵ل): د هرات په کهسان ولسوالۍ کې ناڅرګندو وسله والو د هیلوټرسټ د ماین پاکۍ موسسې ۱۵ کارکوونکي تښتولي دي. د هرات ولایت مقام مطبوعاتي دفتر مسوول جیلاني فرهاد ویلي چې تېره ورځ مازدیګر مهال د هیلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې ۱۵ کارکوونکي له څلور موټرو سره یوځای د کهسان ولسوالۍ د شبش له سیمې تښتول ...

نور ولوله »

پکتیا: د ۱۹ تنه ماین پاکانو برخلیک لا معلوم نه دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۳۱مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان په ختیځ ولایت پکتیا کې تیره ورځ نا معلومو وسلوالو ۱۹ تنه ماین پاکان تښتولي، چې تر اوسه یې درک نه دی لګېدلی، او نه یی هم کوم اړخ پړه په غاړه اخیستې ده. ویل کیږي چې د یاده پيښه د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ په شاوخوا کې رامنځته شوې. ...

نور ولوله »

طالبان: «هلمند کې وژل شوي کسان ماین پاکان نه؛ د اردو عسکر دي»

نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ ۲۲مه ۱۳۹۳ل): طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ملي اردو د ۱۲ ماین پاکانو د وژنې مسوولیت پر غاړه اخېستې او ویلي یې دي چې وژل شوي کسان ملکي ماین پاکان نه؛ د اردو عسکر دي. نن /شنبه، لیندۍ ۲۲مه/ د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې له غرمې وړاندې شاوخوا ۱۱ بجې ...

نور ولوله »

چارواکي: په هلمند کې ګڼ ماین پاکان وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۲۲مه، ۱۳۹۳ل): د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي چې د دې ولایت په واشیر ولسوالي کې په یوه برید کې ګڼ ماین پاکان وژل شوي دي. د هلمند ولایت د امنیه قومنداني ویاند وايي چې په ماین پاکانو برید طالبانو کړی دی او په خبره يې دوولس تنه وژل شوي او دوولس نور هم ټپیان ...

نور ولوله »

غزنی: ناپېژاندو وسله والو یوولس ماین پاکان تښتولي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۲۶مه، ۱۳۹۳ل): د غزني ولایت سیمه ایز چارواکي وايي چې د دې ولایت اړوند د کابل ـ کندهار په لویه لاره یوولس تنه ماین پاکان تښتول شوي دي. د اغزني د والي ویاند شیفیق ننګ وايي چې د ماین پاکۍ د مؤسسې یوولس تنه تېره ورځ د کابل ـ کندهار په لویه لاره د اندړو ...

نور ولوله »