د ټیګونو ارشیف : متحده عرب امارات

د دوبۍ د پولیسو مرستیال مشر د کندهار د پېښې پړه په افغان دولت واچوله

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومې ۲۵، ۱۳۹۵ل): د متحده عرب اماراتو د دوبۍ امارت د پولیسو او امنیت مرستیال مشر ډګرجنرال «ضاحي خلفان» وايي چې د کندهار د برید مسئولیت د افغان امنیتي ادارو په غاړه دی. نوموړی وايي چې د چاودنې ماهیت او مکان دا په ډاګه کوي چې د برید پړه افغان امنیتي چارواکو ته راجع ده. هغه په خپلې ...

نور ولوله »

طالبان: په مرستندویه کسانو بریدونه زمونږ پالیسي نه ده

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومې ۲۵، ۱۳۹۵ل): طالبانو یو ځل بیا د کندهار د والي په میلمستون د وروستي برید په اړه سپیناوی کړی او ویلي يې دي چې که یاد برید د دوی کار وای د کابل او هلمند د پیښو په څېر به یې ډاګیز مسئولیت په غاړه اخیستی وای. د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د یوې ...

نور ولوله »

د څیړنې په موخه د اماراتو یو پلاوی کندهار ته رسیدلې

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومې ۲۴، ۱۳۹۵ل): د کندهار والي ویاند صمیم خپلواک نن د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې د متحده عرب اماراتو یو پلاوی کندهار ته رسېدلی تر څو د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت شورا تر څنګ د هغې چاودني په اړه څېړنه وکړي چې د کندهار د ولایت په مېلمستون ...

نور ولوله »

اشرف غني: د کندهار د «تروریستي» پيښې هدف د افغانستان او اماراتو اړیکو ته زیان رسول دي

نن ټکی اسیا (چارشنبه، مرغومې ۲۲، ۱۳۹۵ل): د ولسمشریزي ماڼۍ ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر اشرف غني په حواله ویل شوي چې نوموړي د کندهار وروستی پېښه وغندله او دا یې یو تروریستي عمل وباله چې د افغانستان دښمنانو پلان کړی او هدف یې د افغانستان او متحده عرب اماراتو اړیکې زیانمنول وو. خبرپاڼه کې وايي: ...

نور ولوله »

متحده عرب امارات د کندهار پر پېښه درې ورځنۍ ماتم اعلان کړ

نن ټکی اسیا (چارشنبه، مرغومې ۲۲، ۱۳۹۵ل): د متحده عرب اماراتو ولسمشر «خلیفه بن زاید آل نهیان» د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره د کندهار پېښه په کلکو ټکو غندلې او اعلان یې کړی چې د راتلونکو ۳ ورځو لپاره به پر ټولو وزراتونو او دولتي ادارو ددغه هیواد بیرغ نیم ځوړندیږي. په خبرپاڼه کې راغلي چې « شیخ خلیفه ...

نور ولوله »

طالبان: د کندهار پېښه په مونږ پوري اړه نه لري، د «چارواکو» خپل منځي ستونزه ده

نن ټکی اسیا (چارشنبه، مرغومې ۲۲، ۱۳۹۵ل): د هغه چاودنې په ترڅ کې چې تېر ماښام د کندهار ولایت په مقام کې را منځته شوه، لږ تر لږه ۱۱ تنه مړه او په لسګونو نور ټپیان شوي دي. د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي نن ټکي اسیا ته را لیږلي پېغام کې وویل، چې د «کندهار ولایت په مرکز» کې ...

نور ولوله »

کندهار: د والي په مېلمستون کې چاودني د اماراتو پنځه دیپلوماټان وژلي دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومې ۲۱، ۱۳۹۵ل): د کندهار ولایت چارواکو رسنیو ته په خبرو کې ویلي چې د کندهار ولایت په مقام کې دننه د والي په مېلمستون کې د چاودني له امله ۱۱ تنه مړه او ۱۵ نور ټپيان شوي دي. د کندهار څخه یوه امنیتي سرچینې ویلي چې په چاودنو کې لږ تر لږه ۵ عرب ...

نور ولوله »

کندهار: د متحده عرب اماراتو ټپی شوی سفیر په رسمي سفر وو / انځورونه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومې ۲۱، ۱۳۹۵ل): نن د کندهار په ولایت مقام کې دننه پر یوه غونډه باندي چاودنه وشوه چې له امله یې د والي په شمول د متحده عرب اماراتو سفیر هم ټپي شوی دی. د کندهار ولایت د والي پر فیسبوک پاڼه باندي نشر شوي انځورونه او خبرونه د متحده عرب اماراتو د سفیر د ...

نور ولوله »

افغانستان نن یو ځل بیا متحده عرب امارتو ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۲۸مه، ۱۳۹۵ل): نن هم د افغانستان د ملي لوبډلي او متحده عرب اماراتو تر منځ د شل اوریزو لوبو دریمه لوبه وشوه، چې د تېرو په څېر دا هم د افغانستان په ګټه تمامه شوه. د افغانستان لوبډل مشر «اصغر ستانکزي» د لوبي پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهني (بېټنګ) پریکړه وکړه، چې ...

نور ولوله »

په افغانستان کې د ترکیې د پوځ مشر او لوړ رتبه ضابط د کودتا په تړاو نیول شوی

نن ټکی اسیا (سې شنبه، زمری ۵مه، ۱۳۹۵ل): په افغانستان کې د ترکیې د پوځ عمومي قومندان «جاهد باقر» په متحده عرب اماراتو کې هغه وخت ونیول شو، کله چې نوموړي د یوه بل لوړ رتبه ضابط په شمول هڅه کول د افغانستان څخه وتښتي. نوموړی د دبۍ په هوايي ډګر کې د اماراتي پولیسو له لوري نیول شوی او ...

نور ولوله »