د ټیګونو ارشیف : محاصره

د اندړو ولسوال: والي په لوی لاس ولسوالي سقوط کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸وږي، ۱۳۹۷ل): په غزني کې د اندړو ولسوالۍ ولسوال وايي د دې ولایت والي په لوی لاس د دې ولسوالۍ سقوط غواړي. هغه له پژواک سره په خبرو کې ويلي، چې له څلورو میاشتو راهیسې يې د ولسوالۍ مرکز محاصره دی او دوی یوازې پر مرکز واک لري. قاسم دېسېوال زیاتوي له مرکز سره غځېدلې لاره ...

نور ولوله »

محاصره عسکر: حکومتي چورلکو خوراکي توکي پر سقوط شویو پوستو غورځولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۴زمري، ۱۳۹۷ل): د غزني په اجرستان ولسوالۍ کې چې د طالبانو په تشکیلاتو کې د دایکندې اړوند بلل کېږي، محاصره عسکر تسلیمۍ ته نږدې دي. سلام وطندار د محاصره عسکرو له خولې وايي، چې دوی له لوږي مرګ ته نږدې دي، خو حکومتي چورلکو له وارخطايۍ نه پر سقوط شویو پوستو غذايي مواد غورځولي او طالبانو ...

نور ولوله »

روزګان: لسګونه محاصره عسکر وايي، طالبانو ته به وسلې پر ځمکه کېږدي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳زمري، ۱۳۹۷ل): د روزګان په دهراود ولسوالۍ کې شاوخوا ۷۰ تنه چې د پولیسو په ګډون ډېری يې د اردو عسکر دي، طالبانو ته د تسلیمۍ لاسونه پورته کوي. شمشاد د دې محاصره عسکرو له خولې وايي، چې که يې مرسته ونه شي، حاضر دي چې د تسلیمۍ لاسونه پورته کړي او ځان له وژلو ...

نور ولوله »

غزني: اجرستان کې موټر بم برید او د ۲۵ کمانډویانو ژوندي نیول کېدل

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰زمري، ۱۳۹۷ل): له دې سره هم مهاله چې د غزني ښار په منځ کې پر ولایت مقام او حرام سرای جګړه روانه ده، طالبانو د دې ولایت په یوه لرې پرته ولسوالۍ اجرستان کې هم پوځي قرارګاه نیولې او ۲۵ کمانډو عسکر يې ژوندي لاسونو ته ورغلي. دغه ولسوالۍ چې د طالبانو په تشکیلاتو کې د ...

نور ولوله »

محاصره عسکر: وژل شويو ملګرو مو بوی کړی؛ څوک يې نه وړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷زمري، ۱۳۹۷ل): د روزګان په خاص روزګان ولسوالۍ کې د ملي اردو لسګونه محاصره عسکر وايي، له څو میاشتو راهیسې يې مړي او ټپيان په مرکزونو کې ورته پراته دي او د سخت بوی له لاسه پېلوټ هم د مړو لېږد ته زړه نه ښه کوي. د دې عسکرو له ډلې یو تن ازادي راډيو ته ...

نور ولوله »

که په ننګرهار کې هم داعشیان محاصره شي؟!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: په شمال کې د طالبانو لخوا د داعش تر تصفیې وروسته خبري رسنۍ رپوټونو ورکويي چې طالبان اوس په ننګرهار کې د هغوی د تصفیې لپاره پوځي احضارات نیسي. دری کاله وړاندې افغانستان ته د داعش تر رارسیدو له مخه طالبانو په یوه اوږده لیک کې د داعش مشرتابه ته په افغانستان کې د عدم ...

نور ولوله »

فاریاب کې نږدې۳۰ عسکر د طالبانو تر محاصرې لاندې دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶زمري، ۱۳۹۷ل): د فاریاب ځایي چارواکي وايي چې د دې ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د عامه نظم ۲۷ عسکر د طالبانو د ټوپکو تر شپېلیو لاندې دي. اریانا نیوز د ځايي سرچینو په حواله وايي، دغه عسکر د دولت اباد او شیرین تګاب تر منځ د شیرین تګاب ولسوالۍ اړوند ساحه کې د ...

نور ولوله »

روزګان: پر امنیتي پوستو د طالبانو د محاصرې کړۍ نوره هم تنګه شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱زمري، ۱۳۹۷ل): روزګان کې چارواکي وايي د طالبانو د محاصرې کړۍ نوره هم تنګه شوې او پراخې سیمې يې تر واک لاندې شوې دي. شمشاد د ځايي امنیتي چارواکو په حواله وايي چې طالبان د مرکز اړوند په پای ناوه، سرخوم او یک لینګه سیمه کې توانېدلي چې واک ټينګ کړي او د امنیتي پوستو تر ...

نور ولوله »

استازي: فاریاب سقوط ته نږدې دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳غبرګولي، ۱۳۹۷ل): په ولسي جرګه کې د فاریاب د خلکو استازي وايي که مرکزي حکومت پام ونه کړي، د فاریاب ولایت واک به يې له ګوتو ووځي. د ولسي جرګې غړې رنګینې کارګر ازادۍ راډيو ته ویلي، فاریاب د شمال دروازه بلل کېږي، د دې په وینا دغه ولایت د فراه او کندوز پر برخلیک اخته ...

نور ولوله »

غزني: اجرستان ولسوالي سقوط ته نږدې ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹غويي، ۱۳۹۷ل): په غزني کې د اجرستان ځايي مسؤلین وايي ولسوالي يې له ګوتو په وتلو ده. د دې ولسوالۍ ولسوال حمدالله نن سهار له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې طالبانو پرې د محاصرې کړۍ تنګه کړې او که په څو ساعته کې مرسته ور ونه رسېږي ولسوالي به طالبان ونیسي. طالبانو چې په ...

نور ولوله »