د ټیګونو ارشیف : محمد صلی الله عليه وسلم

نعت شریف / فکرمل طالب

رَسَوای نشي څوک زیان وه محمد ته رب ورکړی اوچت شان وه محمد ته د دې وخت د نړیوال کفر له قصده صدقه خو مې شه ځان وه محمد ته د حضرت جبرائيل امین په لاس رالیږلی رب قرآن وه محمدته دالله په ټول مخلوق باندې افضل دی نذرانه شه ټول جهان وه محمد ته سپي که غاپي ورکوه يې ...

نور ولوله »

د جمعې په ورځ درود شریف ډیر ویل

دکتور کفایت الله وردګ درود شریف په هر وخت او هره ورځ ویل غوره عمل دی لکن د جُمعې په ورځ زیات ویل نور هم غوره عمل او غوره سنت دی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي : إنّ من أفضل أيّامكم يوم الجمعة فأكثروا عليّ من الصلاة فيه فإن صلاتكم معروضة عليّ . سنن ابی داود ترجمه : ...

نور ولوله »

ایا رسول الله صلی الله علیه وسلم صرف د عربو لپاره وو؟

عبدالغفار جُبير سوال: په یوه ایات کي راغلي دي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و خپل قوم ته لېږل شویدی، او په بل ایات کي راځي چي رسول الله نړیوال پېغمبر او ټولو ته رالېږل شوی یم، ایا دغه دوه مبارک ایاتونه سره ټکر نه دي؟ ځواب: عبدالغفار جُبیر په قرانکریم کي راغلي دي : وَمَآ أَرْسَلْنَا مِن ...

نور ولوله »

د سولې پيغمبر {صلی الله علیه وآله وسلم}

أبوالزین “حکیم الله صابر” الحنفي رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم د مکي مکرمي د فتحي په ورځ له خپلو سرتیرو ملګرو سره له مدیني منوري څخه د مکي مکرمي پر لور په خورا عظمت او دبدبه راروان وو ، دومره ستر لښکر په دي سیمه کي چا نه وو لیدلی ، فوځ د یوه سیلاب په څیر ښکاریده. ...

نور ولوله »

پر حضرت عبدالله أنصاري رضی الله عنه باندي قرض

أبوالزین ”حکیم اللّٰه صابر” الحنفي له حضرت جابر بن عبدالله رضی الله عنه څخه روایت دئ : چی زما پلار عبدالله رضی الله عنه د اُحد په غزا کی شهید شو ، تر شا یې شپږ لوڼی پری ایښی وي او ډیر قرض هم پری پاته وو ، کله چی خرماوي پخی شوی او د راښکولو وخت یې راغی نو ...

نور ولوله »

محمد صلي الله عليه وسلم

عبدالمالک همت ستر پېشوا د دې جهان دی محمد لوی ژغورونکی د انسان دی محمد چي د جهل د تيارو پر ضد را پاڅېد د با طلو سره وران دی محمد د عرب او د عجم توپير يې ورک کړ پلوی د مسلمان دی محمد په سترتوب هيڅ وبل چا ته قايل نه دی بس پالونکی د رحمان دی محمد ...

نور ولوله »

غزل/ کوچۍ احمدزۍ

کوچۍ احمدزۍ فضا ټوله توره شپه وه چې ته راغلې دغفلت تیاره خپره وه چې ته راغلې عقیدې د شرک خپرې وې هرې خواته رسوایې او غلامی وه چې ته راغلې ژوندۍ لور باندي به خاورې انبارې شوې جوړ د ظلم تود بازار وه چې ته راغلې په هر لوري د باطل اورونه بل وه د حق ټولې ډیوې مړې ...

نور ولوله »

په درود ویلو یې ډېر څه وموندل – رښتینې کیسه

لیکوال: محمد محمود الجرافي ژباړنه: م. حمد الله (دانشمند) یو سړی له نادارۍ او محتاجۍ کړېده، قرضو پر سر اخیستی و، (۵۰۰) دیناره د خلکو پوروړی وه، د خلکو دوامداره غوښتنې تر پوزي را ویستی و؛ خو څه یې نه لرل، چې د هغوی ځواب پرې ووایي! ویې انګېرله، چې فلان تاجر ته به ورشم له هغه نه به یاده ...

نور ولوله »

رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (۱۹برخه)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر په انجيل برناباس کې دفخرالموجودات صلی الله علیه وسلم په هکله رښتینې اوسپينې وړاندوينې: دیارلسمه وړاندوینه: ژر ده چې خدای له دغه یو موټي خاورې څخه یو سلو څلویښت زره پېغمبران په نښه کړي او رسول الله صلی الله علیه وسلم هم په نښه کړي، خدای تعالی د رسول الله صلی الله علیه وسلم روح ...

نور ولوله »