fbpx

د ټیګونو ارشیف : محمد علي عمري

اينځر: هم غذاء او هم دواء

(محمدعلي عمري . مسلم باغ ) اینځر بلغم کموي ، بدن تروتازه ساتي ، ورېښتان اوږدوي. د ینې ستونزې حل کوي ، بډوګي صفا کوي ، دخولې بد بويي ختم کوي او د مثانې یعني سپکو بولو په ځای کښي چي ډبره وي هغه ليري کوي. فالج مريضي ختموي. دا چې فايدې يې ډيري دي نو ځکه خو الله تعالی ...

نور ولوله »

پښتنو شاعرانو ته ډالۍ‎/ عمري

محمد علي عمري خـــــواره نه یې ملت یار لرې پښتو ملغلــــــــــــرې یې اشعار لرې پښتو غضري تر خپل وجود هم در نژدې دی جيلانــــــــــي اوهم بختيار لرې پښتو په بسمل او په الهام کې دومره وايم دوه ياران دواړه دکار لرې پښتو بارکوال او هنرمل د ږوب پر ځمکه په اخلاص هزار هزار لرې پښتو په عبدالمنان هنر کې خو ...

نور ولوله »

نعتیه غزل/ محمد علي عمري

محمد علي عمري پیغمبر ص لــــــره يــــــــارانو خپلو پــــــــــــاکو اصحابانو   وويل زمـــــوږ قدردانه شو قربان دي په هرآنه   کارموهیڅ هم نه سميږي برکــــــت نشته کميږي   سي شروع کړو کوم يوکارموږ پوه یې نه شو په اسرارموږ   برکــــــــــت مو له کورونو ده وتــــــلی  لـــــــــه کلونو   ده  ارمـــان دهغه ځاي ز موږ چي دعا مو اوري خداي ...

نور ولوله »

غزل

محمدعلي عمري که درنه ولاړم دهجران غوندي به ورپیږې پخپل وجودکې دتاوان غوندي به ورپيږې چي پرځواني مې دپیچګ غوندي راتاوه نه شې زه ډير ويرېږم دخزان غوندي به ورپیږې که زما دهيلو جنازې ستاله کوڅې ووتې لکه جنډه دګورستان غوندي به ورپیږې دا ستا دحسن تربازارکه زه مایوس ووتم اقتصادی ناورین دزیان غوندي به ورپیږې ستا عمري پښتون پیمان ...

نور ولوله »

غزل / محمد علي عمري

ګمـــــــان به نه کوې اغياره موږ هم خلګ لرو خيال یې تر عرشه وهې لاره موږهم خلګ لرو ستا دواورين بيلتون په وړاندې مدام هڅي کوي زړونه یې ډک دي له انګاره موږ هم خلګ لرو سیاسی فتوای بــه دې درنغاړې دپښتو له غيږې دلته منصور منصور تر داره موږهم خلګ لرو پـه معـنوي کمين کښي ناست دي قرباني ورکوي ...

نور ولوله »

سپين شعر/ محمد علي عمري

محمد علي عمري دقرآن ختم شروع وو د جانان ختم شروع وو ملايان اویا اتيا وو سيپارې یې وي لاسوکي ښايسته ښکلی محل وو قيمتي یې وي قالينې د محل په یوه کونج کې د هوسۍ بت لګيدلی په ښيښه کې ځاي پرځاي وو او دزرکې بت بل کونج کې وو په فرېم کې نيول شوی هوسۍ هم په وازوسترګو ...

نور ولوله »

دعا/ محمد علي عمري

محمد علي عمري  اې دجهان خالقه اې لامکان خالقه اې ترخپل ځان رانژدې ترخپل وجدان رانژدې توبې خووينې زما چي سرپرسرماتيږي زمادګناه بارونه لکه دغرو سرونه درانه دي نه خوځيږي دعرصات پرميدان ټوله رايوځاي کړه په عام محضرکې ذره ذره به شي او ويلي به شي هلته یې وړاندې کړه سپيڅلي روي ته ونازولي روي ته ستادجانان وستر مؤذن وحبشي ...

نور ولوله »

غزل/ محمد علي عمري

محمد علي عمري که دې درخپل کړمه کوڅې ته به درورسېږم ستا وخمارې ميکدې ته به درورسېږم زه دخيام بغاوت غواړمه یقین به کوې خپل ځان به ورک کړمه سینې ته به درورسیږم ستا دښکلا دسپوږمۍ شپې ته انتظار وباسه که نه شوم مړ ودغې شپې ته به درورسېږم زه نه مغل يم نه اوزبک نه بل څوک پښتون پښتون ...

نور ولوله »

زما د مور درواغ

ژباړه . محمدعلي عمري زما داستان له ماشومتوب څخه پيل کيږي  دکورنۍ يو ماشوم وم، او ډيرزيات فقير ومه خالي لاسه اوهیڅ کله مې بشپړه غذا نه ده خوړلې په ورځ کې به مې دومره وريجې لاس ته راغلې چي دخپلې لوږې مخه به مې باندې ونيوله مورمې خپله برخه هم ماته راکوله يعني له خپل غاب څخه به یې ...

نور ولوله »

ازاد نظم/ محمد علي عمري

محمد علي عمري دحسد په اورچي کله ديوچاژوندون تنور شي دسکروټې غوندي سورشی پر هډونو یې تاويږي په رګونوکې بې ايشي وينه وينه سرترپايه دګناه په دې ناورين کې دوبا په دې ناورين کې خپل وجود یې سره لمبه وي داخپل زړه یې نه سړيږي داخپل زړه یې نه مړيږي په ساړه شمال هيڅ کله آن که کښيني پاس پر ...

نور ولوله »