fbpx

د ټیګونو ارشیف : محمد نبي

محمد نبي په بیګ بیش لیګ کې یو وار بیا د میلبورن لوبډلې سره تړون لاسلیک کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۱ لړم، ۱۳۹۷ل): د افغانستان لوبډلې تکړه آلراونډر محمد نبي یو وار بیا په استرالیا لیګ «بیګ بیش» کې د میلبورن رینیګیډز لوبډلې سره د راتلونکې پړاو لپاره تړون لاسلیک کړ. د میلبورن رینیګيډز لوبډلې لخوا په خپاره شوي راپور کې د یاد خبر پخلی شوی، ۳۳ کلن محمد نبي په ۲۰۱۷/۱۸م کال پړاو کې د ...

نور ولوله »

بلخ لیجنډز لوبډلې د افغانستان غوره لیګ اتلولي وګټله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰ تلې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان غوره لیګ لومړي پړاو اتلولي چې د عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره شوه د «بلخ لیجنډز» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېده. پایلوبه د بلخ لیجنډز او کابل ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره ترسره شوه چې په کې کابل لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلي شل اورونو کې يې ...

نور ولوله »

د ملي لوبډلې دوه ستر آلراونډران نن د یوه بل ماتولو په کوښښ کې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹ تلې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان پریمیئر لیګ لومړۍ پړاو نن د یوې سترې سیالۍ په درشل کې پای ته رسیږي، چې د نړۍ دوه ستر آلراونډران د ای پي ایل په پایلوبه کې د یوه بل د ماتولو کوښښ کوي. نن د اکتوبر ۲۱مه د یکشنبې په ورځ د ګلبهار افغانستان غوره لیګ پایلوبه کې د ...

نور ولوله »

ای پي ایل: درویش، ګېل او نبي بلخ لوبډله تر پایلوبې ورسوله

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸ تلې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان غوره لیګ سیالیو لومړۍ نیمه پایلوبه کې بلخ لوبډلې د ننګرهار لوبډلې ته په ستره ماتې ورکولو د یاد لیګ پایلوبې ته لار وموندله. په دغه لوبه کې چې درویش رسولي، کریس ګېل او محمد نبي د پام وړ توپوهنه نندارې ته وړاندې کړه، بلخ لیجنډز لوبډلې د ۱۷۱ منډو په ...

نور ولوله »

محمد نبي په شل اوریزو سیالیو کې «۲۰۰» ویکټې اخیستونکی لومړی افغان لوبغاړی شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ تلې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان لوبډلې تکړه آلراونډر محمد نبي عیسی خیل لومړی افغان لوبغاړی شو چې په ټولو لوبېدلو شل اوریزو سیالیو کې یې دوه سوه ویکټې پوره کړې. د افغانستان لوبډلې پخواني لوبډلمشر چې اوسمهال د افغانستان په غوره لیګ سیالیو کې بوخت دی او د بلخ لیجنډز لوبډلې مشري پرمخ وړي په ...

نور ولوله »

کرېکټ: د توپوهنې ناکامي د افغانستان د ماتې لامل شوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۷ وږی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ په دویمې یو ورځنۍ سیالۍ کې د ایرلینډ توپ اچونکو د افغان توپوهونکو په زړه پورې مخه ونېوله چې پایله یې د ایرلینډ په بریا تمامه شوه. د افغانستان لوبډلې توپوهونکي د تېر په څېر یو ځل بیا په یو ورځنۍ سیالۍ کې ناکام شول، چې ونه توانېدل ...

نور ولوله »

محمد نبي لومړی افغان لوبغاړی شو چې سل یو ورځنۍ لوبې ترسره کوي

نن ټکی سیا (چهارشنبه، ۷ وږی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان ملي لوبډلې تکړه آلروانډر محمد نبي عیسی خیل لومړی افغان لوبغاړی شو چې سل یو ورځنۍ سیالۍ یې پوره کړې. محمد نبي عیسی خیل تر دې دمه د افغانستان ملي لوبډلې په هره نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې ګډون کړی، چې دم ګړۍ د ایرلینډ پر وړاندې سیالۍ کې بوخت دی. ...

نور ولوله »

د محمد نبي اسمان څکو شپږیزو او ۸۶ چټکو منډو یې لوبډلې ته بریا ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ زمری، ۱۳۹۷ل): د انګلستان په تجارتي سیالیو کې د نړۍ تکړه او مشهور آلراونډر محمد نبي په زړه پورې او مسوولانه توپوهنه ترسره کړه او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله. په دغه سیالۍ کې محمد نبي په یوازې ۳۲ توپونو ۸۶ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې چې په کې ۸ اسمان څکې شپږیزې او ۴ ...

نور ولوله »

محمد نبي په یو ورځنیو سیالیو کې دویم مقام خپل کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸ زمری، ۱۳۹۷ل): د افغانستان ملي لوبډلې سوکه توپ اچونکی او تکړه منځنی توپوهونکي محمد نبي د کرېکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې دویم مقام خپل کړ. د کرېکټ نړیوالې شورا په تازه خپره شوې درجه بندۍ کې محمد نبي عیسی خیل د یو ورځنۍ سیالیو په آلراونډرانو کې د پاکستان لوبډلې آلراونډر محمد حفیظ ...

نور ولوله »

نړیوالې شورا درجه بندي: محمد نبي پاکستانی عماد وسیم وروسته کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۸ غبرګولی، ۱۳۹۷ل): د کرېکټ نړیوالې شورا په نوې خپاره شوې درجه بندۍ کې د افغانستان تکړه آلراونډر محمد نبي په توپ اچونه کې پاکستانی عماد وسیم شاته کړ او اتم مقام یې خپل کړ. د بنګلدیش پر وړاندې په درې شل اوریزو سیالیو کې محمد نبي وتوانېد چې په توپ اچونه او توپوهنه کې وځلیږي ...

نور ولوله »